د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغان خبریالان: اطلاعاتو ته بشپړ لاسرسی نه لرو


ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال افغان خبریالان د تصویر اخیستلو پر مهال
ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال افغان خبریالان د تصویر اخیستلو پر مهال

نن د سپټمبر ۲۸مه نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده.

دا ورځ، په داسې حال کې نمانځل کېږي چې یو شمېر خبریالان او د افغان رسنیو ملاتړي بنسټونه، اطلاعاتو ته د بشپړ او سم لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي.

د دوی یو شمېر کسان وايي، پر افغانستان حاکمو شرایطو اړ کړي، چې باید خپل راپورونه سانسور کړي.

هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي او ټینګار کوي، چې دوی هڅه کوي خلک او رسنۍ اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

یوه افغان خبریال چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"یو شمېر ادارې او یو شمېر چارواکي هغه معلومات نه شریکوي چې خبریال ورته اړتیا لري. ډېری چارواکي مرکې ته نه حاضرېږي، هغه خبریالان چې په افغانستان کې دننه کار کوي، د پېښو انعکاس هغسې چې باید منعکس شي نه شي کېدای، ځکه سانسور کېږي او که خبریال موضوعات سانسور نه کړي له ځاني ګواښ سره به مخ شي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې یوې ښځینه خبریالې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې ښځینه خبریالانې د دې تر څنګ چې اطلاعاتو ته سم لاسرسی نه لري له تبعیضي چلند سره هم مخ دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته رسنۍ او خبریالان د دوی له لخوا له ډېرو ځپل شویو ادرسونو ګڼل کیږي - ارشیف
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته رسنۍ او خبریالان د دوی له لخوا له ډېرو ځپل شویو ادرسونو ګڼل کیږي - ارشیف

نوموړې زیاتوي:

"د دې تر څنګ چې اطلاعاتو ته پوره لاسرسی نه لرو، اطلاعاتو ته په لاسرسي کې له موږ سره تبعیضي چلند هم کېږي. چارواکي ځواب نه راکوي، په خبري ناستو کې موږ ته اجازه نه راکوي، موږ هم دې ته اړ کېږو چې د دومره محدوديتونو او ستونزو ته په پام له خپلو راپورونو تېرې شو."

په افغانستان کې د طالبانو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودېدل

بل خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو په اړه لږ تر لږه ۱۳ لارښوونې صادرې کړي، چې له امله یې د رسنیو پر کار سخت بندیزونه او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې بې ساري خنډونه رامنځته شوي دي.

یاد مرکز د پنجشنبې په ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که څه هم دغه لارښوونې له یوې واحدې مرجعې نه دي صادرې شوي او معمول قانوني پړاونه یې هم نه دي بشپړ کړي خو په حقیقت کې د رسنیو او ژورنالیستانو سره په چلند کې د واکمنو د سیاست بنسټ دی.

د افغانستان د خبريالانو د مركز د خبرپاڼې له مخې، د لاريونونو او مدني اعتراضونو پر رسنيز پوښښ بنديز، د اطلاعاتو پر لاسرسي او د خبرونو او راپورونو پر خپرولو محدودیت او د دا ډول موضوعاتو پر تولید چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه معرفي كړي، د خبریالانو او رسنیو اړ ایستل، له دې محدودیتونو څخه دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، هغه خبریالانو چې دا حکمونه یې له پامه غورځولي دي ګواښل شوي یا بندیان شوي او رسنۍ هم د فعالیتونو د موقت یا دایمي بندولو په ګډون له تنبیهي اقداماتو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دا هم ویلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال تصویب او نافذ شوی و، هم د طالبانو له خوا په ښکاره توګه تایید شو، خو د دغه مرکز په وینا دې قانون ته هېڅ پام نه دی شوی.

د دغه مرکز د عدالت غوښتونې برخې مسوولې سمیه ولیزاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون دې یو ځل بیا د تطبیق وړ کړي.

هغې وويل:

"د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه اندېښنه لري او له واکمنې ډلې څخه غواړي، هغه فرمانونه لري کړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې یې وضع کړي او بل دا چې د بیان د آزادۍ د بیا راژوندي کولو او د افغانستان دننه د رسنیو د زیاتېدو لپاره دې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون یوځل بیا د تطبیق وړ کړي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد - ارشیف
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد - ارشیف

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د 1400 کال د سلواغې په میاشت کې وویل، چې ده د ټولیزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانین مطالعه کړي، هېڅ ستونزه یې په کې نه ده موندلې او ورنه استفاده کېږي.

له هغې وروسته د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وویل، چې د دغو قوانینو د تعدیل طرحه یې چمتو کړې او د ده په وینا له یو څه بدلون وروسته به یې رسنیو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو د لاسرسي وضعیت

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ يا نی هم وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د له منځه تلو په حال کې دی.

د دې بنسټ مسوول ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی خورا زیانمن شوی. څرنګه چې موږ اوسمهال شاهدان یو چې اطلاعاتو ته پر لاسرسي زیات محدودیتونه وضع شوي دي. د قانون پر بنسټ څوک اطلاعات نه وړاندې کوي، اطلاعات د سلیقې او اړتیا پر بنسټ وړاندې کېږي. له همدې امله خبریالان په دې اړه اعتراض لري، او کله ناکله په دې اړه موږ ته شکایت کوي."

نی اداره: ۸۷ سلنه خبریالان د اطلاعاتو د محدودیت شکایت لري
نی اداره: ۸۷ سلنه خبریالان د اطلاعاتو د محدودیت شکایت لري

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ يا نی د یوې سروې له مخې، چې د ۲۰۲۲ کال په پای کې ترسره شوې، په افغانستان کې ۸۷ سلنه خبریالان په دې باور دي چې معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی او له خبریالانو او رسنیو سره لږ معلومات شریکېږي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې د بیان او رسنیو ازادي په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې یوه له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېده او په دې موده کې سلګونه تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالې وې.

خو د روان کال په اګست میاشت کې د یې پولي خبریالانو سازمان وویل، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ثبت شویو ۵۴۷ رسنیو له نیمایي څخه زیاتو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي، له ۱۵۰ تلوېزيوني شبکو څخه له۷۰ کمې یې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، له ۳۰۷ راډیوګانو څخه یوازې ۱۷۰ یې نشرات لري او په تيرو دوو کلونو کې د خبري آژانسونو شمېر له ٣١ څخه ١٨ ته راټيټ شوى دى.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعاتو ته د لاسرسي د څرنګوالي د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو مخکې یې ویلي وو چې د دوی حکومت د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت دطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین حيات الله مهاجر فراهي د زمري په ٣١مه په کابل کې په يوه غونډه کې وويل، چې د یاد وزارت د اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست په دې موخه فعال دی چې که د طالبانو حکومت ویاندویان خبریالانو یا هم خلکو ته ځواب نه ورکوي، د دوی ستونزې حل کړي یا هم کولای شي دې ریاست ته شکایت وکړي.

د خبریالانو د معافیت نړیوالې کمېټې يا 'سي پي جي' نږدې یوه میاشت وړاندې، په خپل راپور کې، د اطلاعاتو سانسور ته په اشارې سره په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.

سي پي جي: د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغان رسنیو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی
سي پي جي: د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغان رسنیو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

دغې کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې طالبانو لږ تر لږه ۶۴ خبریالان د دوی د دندو له امله نیولي چې له دې ډلې مرتضی بهبودي هم د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې د خبریالانو نیول د دوی له رسنیز کار سره تړاو نه لري.

افغان خبریالان او رسنۍ په جلاوطنۍ کې

د يادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته یو زیات شمېر خبریالان، چې په خبره يې د امنیتي ستونزو سره مخ و، له هېواده بهر تللي.

دغو خبريالان او رسنۍ چې له افغانستانه بهر خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي، هم اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکايت کوي.

په تبعید کې د افغان خبريالانو فدراسيون له بهر نه د رسنيو فعاليتونه اغېزناک بولي، خو وايي چې په افغانستان کې دننه د دغو رسنيو پر فعاليتونو هم محدوديتونه لګول شوي دي.

د دغه فدراسیون ویاند حشمت الله وجداني ازادي راډيو ته وویل:

"هغه رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت کوي، د هغو رسنیو په پرتله چې په افغانستان کې دننه او تر فشار او سانسور لاندې دي، ښه دي، خو پر هغو هم بندیزونه لګول شوي چې د دوی فعالیتونه کم شوي، ان په افغانستان کې یې د هغوی فعالیتونه بند کړل."

د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د طالبانو حکومت په منځنیو څپو او ایف ایم کې د ازادي راډیو او امریکا غږ خپرونې بندې کړې، خو بیا ازادي راډیو د لنډو او منځنیو څپو په پياوړي کولو سره خپلې خپرونې له ۱۲ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته زیاتې کړې.

معلوماتو ته د لاسرسي اهمیت

په همدې حال د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي چې په ولس واکو نظامونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له اساسي حقونو څخه دی او اړتیا ده چې حاکم نظام، د قوانینو په پلي کولو او ورته په درناوي سره، خلکو سره خپل واټن کم کړي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان رییس حامد عبیدي
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان رییس حامد عبیدي

د یاد سازمان ريیس حامد عبیدي ازادي راډيو ته وویل:

"نظامونه باید اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته درناوی وکړي او دا واټن کم کړي، هرڅومره چې اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا شي، په هماغه اندازه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کېږي او د نظام او خلکو تر منځ به واټن کم شي."

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان تر دې مخکې ویلي وو، چې د طالبانو حکومت له رسنیو په کلکه څارنه کوي او د دغه سازمان د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ خبریالان او رسنۍ نه شي کولای د بې وزلۍ، بې روزګارۍ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی پر زده کړو د بندیزونو په څېر مسئلو ته چې د دې سازمان په وینا، د طالبانو د حکومت ضعف ښیي راپور ورکړي.

د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د طالبانو حکومت ظاهراً د دې ورځې د نمانځلو لپاره کوم مراسم نه درلودل، لکه څنګه چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو درلودل او په دې برخه کې د خپلو لاسته راوړنو او د حکومت د ویاندویانو او ژورنالیستانو او رسنیو تر منځ په همغږۍ باندې به یې تمرکز کاوه.

د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان يا یونیسکو له خوا معلوماتو ته د مساوي او نړیوال لاسرسي په موخه، د بشري حقونو او انساني کرامت د ودې، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د ځواکمنو ټولنو د رامنځته کولو په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په نوم اعلان شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠١٩ کال کې تصویب کړه چې په ډیریو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG