د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

افغان کډوالو سره یې پر چلند د نیوکو دوام؛ بښنې نړیوال سازمان د پاکستان حکومت ته لیک استولی


له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډال
له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډال

د بښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې له پاکستانه د افغان کډوالو د زورولو، نیولو او له دې هېواده د جبري ایستنې د بهیر د ژر د ودرېدو غوښتنه کړې ده او دا یې د نړیوالو ژمنو نقض بللی دی.

دغه سازمان تېره ورځ د پاکستان حکومت ته په یو استولي لیک کې ویلي چې په دې هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د ځپلو او خپل سرو نیونو لړۍ تېزه شوې چې له امله یې د کورنیو غړيي، ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري له یو بل جلا شوي دي.

په لیک کې د هغه افغان کډوالو د ازادۍ غوښتنه شوې چې د اسنادو د نه لرلو په تور پاکستان بندیان کړي دي.

ایمنسټي انټرنیشنل ویلي افغان کډوالو ته باید زمینه برابره شي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو تمدید کړي، ځکه په دوی کې ډېری هغه افغانان په ځانګړي ډول د بشري حقونو فعالان، ښځې، خبریالان، او مذهبي اقلیتونه شامل دي چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکو د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته، دوی ته د لاس رسي اجازه هم نه ده ورکړې.

ایمنسټي انټرنیشل له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د زیات شمېر افغان کډوالو کورونه تخریب کړي او د دوی جایدادونه یې ضبط کړي دي.

یو شمېر افغان کډوال چې تازه افغانستان ته ستانه شوي هم ادعا کوي چې په دې هیواد کې ترې خپل ټول شته پاتي شوي او اوس په خپل هیواد کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

تازه ستون شوي کډوال نور اغا ازادي راډيو ته وویل:

" تر دې چې له موږ نه هلته هر څه پاتې شول، دوکانونه، کورونه، دا ټول یې تقریبا موږ نه واخیستل او په ډېرې بې عزتۍ یې له پاکستانه وویستو، اوس د طالبانو له حکومته او خپلو خلکو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي او کاري زمینې موږ ته برابري کړې چې په خپل وطن کې مو ژوند جوړ شي."

په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال هم د ګڼو ستونزو یادونه کوي او وايي د پاکستاني پولیسو له ویرې له خپلو کورونو نه شي وتلی او ان د خپل اړتیا وړ توکي نه شي رانیولی.

په راولپینډۍ کې میشتې یوې افغانې نوریې ازادي راډيو ته وویل:

" پولیس په افغانانو پسې کور په کور ګرځي، موږ لکه بندیان داسې یو، له کوره نه شو وتلی چې د اړتیا وړ شیان واخلو، اوس موږ بېرته هیواد ته هم نه شو ستنېدای ځکه هلته مو ژوند له خطر سره مخ دی او دلته هم له داسې حالت سره مخ یو هیڅ نه پوهیږو څه وکړو."

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو او بېلابېلو هیوادونو غندلې خو پاکستان له دې هیواده د بې اسناده کډوالو د ایستلو په اړه په خپله پریکړه ټینګار کړی دی.

د پاکستان موقت صدراعظم د افغان کډوالو د اېستو د پریکړې ننګه کړې او کابل کې یې د طالبانو حکومت نامشروع بللی
د پاکستان موقت صدراعظم د افغان کډوالو د اېستو د پریکړې ننګه کړې او کابل کې یې د طالبانو حکومت نامشروع بللی

تازه د پاکستان سرپرست صدراعظم نن پنجشنبه په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې دفاع وکړه، او ویې ویل، له پاکستان سره به د افغانستان مسایل هغه وخت حل شي، کله چې په کابل کې یو مشروع حکومت رامنځته شي.

انوارلحق کاکړ، مخکې هم ورته څرګندونې کړي خو طالبانو حکومت یې دې ډول څرګندونو ته کوم غبرګونه نه دی ښودلی.

د طالبانو حکومت ویلي په تېرو دوه اونیو کې یوازې د سپین بولدک-چمن له لارې له اویا زره ډېر افغانان هیواد ته ستانه شوي دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو چې د سپټمبر له نیمايي د نومبر تر پنځلسمې له پاکستانه افغانستان ته له ۳۲۷ زره ډېر افغان کډوال ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG