د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

اوچا: افغانستان ته ستانه کړای شوي کډوال کورونه نه لري او په بد وضعیت کې دي


له پاکستانه غزني ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. 15.11.2023
له پاکستانه غزني ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. 15.11.2023

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، له پاکستانه په بې‌سارې ډول د کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د سرپناه او ورځینو خدمتونو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخ دی فشارونه لا پسې زیات کړي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا مشر ډانیل اینډرېس وايي، په ناڅاپي ډول د کډوالو راتګ پر افغانستان فشار زیاتوي.

اوچا تېره ورځ ناوخته په خپل ایکسپاڼه د دې دفتر د مشر ډانیل اینډرېس یو ویډیو پیغام خپور کړی چې په کې وايي، د نویو کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د سرپناه او ورځنیو خدماتو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخامخ دی لوی بوج وي.

اینډرېس چې په تورخم کې یې له ستنو شویو افغانانو سره لیدلي په خپلو خبرو کې د ژمې رانږدې کېدو ته په اشارې سره ویلي، چې ډېری ستانه شوي او ستنېدونکي کډوال کورونه نه لري او په بد وضعیت کې دي.

هغه زیاتوي: "په راتلونکو څو اونیو کې ژمی په رارسېدو دی او خلک په خپل سر یو چت ته اړتیا لري. ننګونه دا ده چې یو میاشت مخکې زورورې زلزې هرات ولړزوه، نو موږ په دې هېواد کې خپل ټول مرستندویه توکي، خیمې او کمبلې مو چې درلودې زلزله ځپلو ته ورسول، اوس دا یوه لویه ننګونه ده چې له پاکستانه راستنو شویو افغانانو سره مرستې وکړو."

نوموړي ویلي، له هر څه مخکې د یوې لنډ مهالی حل لارې موندل اړین دي چې له راستنو شویو سره نغدي مرسته وشي او خواړه او اوبه ورکړل شي.

اینډرېس د ستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې په هدف د بېړنې مرستې غوښتنه کړې ده.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023

په همدې حال کې افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغانان په دې هېواد کې له بې کارۍ او په پاکستان کې میشت افغان کډوالو د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

له پاکستانه خپل هېواد ته یو ستون شوي کډوال عزیز خان چې اوسمهال په ننګرهار کې استوګن دی ازادي راډيو ته وویل: "کومې پیسې مې چې لرلې په هغې مې ایله خپله کډه تر دې ځایه راورسوله. اوس په کور کې هېڅ نه شته، اوړه نه شته، غوړي نه شته، یو بد وضعیت دی. موږ له حکومت غواړو چې موږ سره مرسته وکړي او موږ ته د کار زمینه برابره کړي."

خو پاکستان کې میشت یو شمېر افغانان بیا د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.

دوی وايي، پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د امنیتي ستونزو له امله دې هېواد ته کډوال شول خو اوس چې له دې ځایه ایستل کېږي نه پوهېږي څه وکړي.

په اسلام اباد کې مېشتې یوې افغانې کډوالې پریسا نوید ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږو. موږ خپل وطن ته هم نه شو ستنېدلی ځکه هلته مو ژوند په خطر کې دی او دلته هم پاتې کېدلی نه شو ځکه ویزه نه لرو، ان له کورونو نه شو وتلی. نو په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. "

له پاکستانه ننګرهار ته ستانه شوي افغان کډوال.
له پاکستانه ننګرهار ته ستانه شوي افغان کډوال.

پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د معلوماتو پر بنسټ د روان کال د سپټمبر له نیمايي تر تېرې ورځې پورې له ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو ستنولو پرېکړه په نړیواله کچه غندل شوې او د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او ګڼو هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې خپله دغه پرېکړه بدله کړي ځکه د دوی په وینا په ستنېدونکو کډوالو کې ډېری یې په افغانستان کې د مرګ له ګواښه تښتېدلي.

خو پاکستان په په وار وار د خپلې پرېکړې په عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي دي په ټول توان له دې هیواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG