د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

بخښنې نړیوال سازمان: له زرګونو افغان کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي


له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړاي شوي افغان کډوال. November 4, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړاي شوي افغان کډوال. November 4, 2023

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په چاره کې له زرګونو افغانانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په چاره کې د روڼتیا، حساب ورکولو او مناسبې تګلارې نشتون او د افغان کډوالو د اخراج پر مهال د هغوی د نیولو او ځورولو په اړه سخت انتقاد کړی دی.

دې سازمان په خپله نوې اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي: "له زرګونو افغان کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي، څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته بېرته ستانه شي، چېرې چې د بشري حقونو د سخت فشار او د بشري ناورین په جریان کې د دوی ژوند او فزیکي حالت له خطر سره مخامخ کېدای شي."

په راپور کې دا اندېښنه هم ښودل شوې چې که د پاکستان حکومت ژر تر ژره د اخراج لړۍ و نه دروي، نو دا وضعیت به د زرګونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو خونديتوب، زده‌کړې او ژوند له خطر سره مخ کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ځورونې او له دوی سره د مخالفت پېښو د زیاتېدو خبره هم کړې او څو دا ډول پېښې مستندې کړي هم دي.

په کراچۍ کې نیول شوی افغان کډوال. November 2, 2023
په کراچۍ کې نیول شوی افغان کډوال. November 2, 2023

د دې سازمان په اعلامیه کې د پاکستاني حکومت له‌خوا د افغان کډوالو لپاره د بېرته ستنولو ۴۹ جوړو شویو کمپونو یادونه هم شوې چې د بخښنې د نړیوال سازمان له قوله، د یوه مشخص قانون پر بنسټ نه‌دي جوړ او له حقوقي سیستم سره موازي پر مخ ځي.

په راپور کې تایید شوې چې له دې مرکزونو کې په لږ تر لږه ۷ هغو کې یې زنداني شویو ته هېڅ ډول قانوني حق نه‌دی ورکړل شوی، یعنې نه یې د وکیل نیولو اجازه ورکړې او نه هم د کورنۍ غړو سره اړیکو نیولو ته پرېښودل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې دا ډول مرکزونه د ازادې او عادلانه محاکمې سره په ټکر کې بلل شوي او له پاکستاني حکومت یې غوښتي چې سمدستي د افغان کډوالو د توقیف، اخراج او پراخې ځورونې مخه ونیسي.

د بشري حقونو دا ملاتړی سازمان داسې مهال په پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د غیر مسوولانه اخراج له امله انتقاد کوي چې له دې وړاندې افغانستان ته د راستنو شویو ډېر شمېر کډوالو سره د پاکستاني حکومت د چلند او ځورونې کیسې رسنیزې شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره، د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي پرون د دې هېواد سنا ته وویل، دوی یوازې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړي.

هغه ویلي: "لومړی خو دا یو ډول ګنګتیا ده چې دا د افغان کډوالو د ایستلو او ځپلو لپاره یو عملیات دي، خو دا د پاکستاني حکومت حق دی چې افغانستان اوس له ګواښ وتلی، کومه کورنۍ جګړه په کې نه‌شته، بهرني ځواکونه چې هلته و، اوس تللي؛ نو په داسې یو حال کې هغه افغانان چې دلته وو، باید بېرته ولاړ شي."

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال دا خبره کوي چې ډېر شمېر افغانانو وروستیو کې ویلي چې له قانوني اسنادو لرلو سره سره، ځورول شوي، زنداني شوي او بیا بېرته افغانستان استول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG