د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند د ملګرو ملتونو او یو شمېر کډوالو اعتراضونه


له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر ولکر تورک وایي، داسې شکایتونه یې ترلاسه کړي چې د پاکستان حکومت هغه افغانان هم په زور ستنوي چې پي.او.ار یا د پنا اخیستونکو د نوم لیکنې د ثبوت او د افغاني تابعیت کارتونه لري.

د ښاغلي تورک د دفتر د اعلامیې له مخې، دغه کارتونه د پاکستان د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په ملاتړ افغان کډوالو ته ورکړل شوي او د دې ښکارندويي کوي چې په رسمیت پيژندل شوي کډوال دي.

په اعلامیه کې راغلي، ملګرو ملتونو دغه معلومات له هغو کډوالو ترلاسه کړي چې افغانستان ته را اړول شوي او هغوی دغه راز ادعا کړې چې پاکستاني چارواکو ورسره بد چلند کړی دی.

په اعلامیه کې د یوه افغان کډوال په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راغلي چې پاکستاني پولیس د شپې له خوا د هغوی په کورونو چاپې وهي او پیسې، زر، څاروي او نور مالونه یې ترې وړي.

دغه کس ویلي، پولیسو یوازې څو ساعته وخت ورکړی چې د کور پاته توکي له ځان سره بار کړي او کور پریږدي.

دغه افغان کډوال ملګرو ملتونو ته ویلي چې د کور د تخلیې په حال کې و چې بولدوزر په وسیله یې د کور ورانول پيل شول.

یوه افغان کډوال چې خپل نوم نه دی ښودلی ازادي راډیو ته هم شکایت کړی چې دوی پاکستان کې د کډوالۍ کارتونه لري خو وېره او بې برخه لیکه وضعیت کې ژوند کوي.

دغه کډوال ویلي، غټه ستونزه د کډوالو مالونه او وسایل دي چې په خبره یې له مجبورۍ یې په نیمه بیه پلوري.

نوموړی وایي:

" چې قانوني اسناد نه لري، هغوی خو ولاړل، شیان یې دلته پاتې او لیلام شول. هغه کډوال چې قانوني اسناد هم لري په وېره کې دي او خپل شیان خرڅوي. دوی خپل موټر، شمسیانې او نور وسایل په نیمه بیه خرڅوي او افغانستان ته ځي. اوس مونږ دلته ډېر مصرفونه کړي دي، مونږ نه شو کولای چې یو دم له پاکستانه ووځو، که ځو خپل شیان باید په نیمه بیه خرڅ کړو. مونږ نامعلومه برخه لیک سره مخامخ یو."

افغانستان ته په زوره استول شوي دغه کډوال ګڼو ستونزو سره مخامخ دي
افغانستان ته په زوره استول شوي دغه کډوال ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

پاکستان کې یوې افغان کډوالې صنم کبیري هم تېره شپه له ازادي راډیو سره خبرو کې هلته وضعیت د اندیښنې وړ یاد کړ.

کبیري وویل:

" پولیس د شپې له خوا د خلکو پر کورونو هجوم وروړي، افغانان د کورونو د مالکانو له خوا تر فشار لاندې دي. هر ځای کې د پولیسو چک پاینټونه دي. زمونږ وطنوال دروي او چې ویزه ونه لري، ډیپورتوي یې. د هغو له ډلې چې دلته اوږدمهال اوسیدلي او کارتونه لري هم یوشمېر ډيپورت شوي دي. ځینو ته یې دوه میاشتې مهلت ورکړی چې له پاکستانه ووځي. دوی چې افغانستان ته ولاړ شي، څه وکړي؟ هلته نه د اوسیدو ځای لري، نه پیسې او نه خواړه. په داسې حال کې چې افغانستان کې بې وزلي اوج ته رسېدلې."

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت هم د پاکستان چارواکي د افغان کډوالو د پيسو او ملکیتونو په ضبطولو تورن کړي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ هم له افغان کډوالو سره د پولیسو د ناوړه چلند یادونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د فتر د راپور له مخې، د سپتمبر له پنځلسمې د نومبر تر ۱۱مې نیټې پورې څه باندې ۳۲۷ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، افغانستان ته ستانه کړل شوي ډېری وګړي له جدي ستونزو له هغې ډلې د سرپنا له نشتوالي سره مخامخ دي.

پاکستان له نیوکو سره- سره د افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې ننګه کړې او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، بل ګام کې به سند لرونکي افغان کډوال هم ستانه کړي.

پاکستان د افغان کډوالو د چټکې ستنیدا لپاره همدا اوونۍ پر ډیورند کرښه درې نوې لارې هم پرانیستې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون، د بښنې نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غندلي او د پاکستان له سرپرست حکومته یې غوښتي چې پر دې پریکړه له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG