د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

په فرانسه کې د یو شمېر افغان خبریالانو لخوا د "بینا" په نوم نوې رسنۍ فعالیت پیل کړ


د (بینا) رسنۍ د پرانیستې غونډه
د (بینا) رسنۍ د پرانیستې غونډه

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له خوا په افغانستان کې دننه د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو د محدودولو ګڼ راپورونه خپریږي، په بهر کې یو شمېر افغان خبریالانو د (بینا) په نوم یوه نوې رسنۍ جوړه کړې ده.

د دې رسنۍ د مسوولینو په وینا، د شنبې په ورځ یې په فرانسه کې په خبري، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او سپورتي برخو کې خپل فعالیت پیل کړی او د افغانستان په رسمي، فرانسوي او انګلیسي ژبو به خپرونې لري.

د دغې رسنۍ یو مسوول جلال میرزاد ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان له پولو بهر د دې رسنۍ د جوړولو موخې د بیان د ازادۍ ژوندي ساتل او د واقعیتونو بیانول دي.

میرزاد زیاتوي:

" د طالبانو په راتلو او د جمهوریت په ړنګیدو، د بیان ازادي له مینځه ولاړه، او رسنیو خپله ازادي له لاسه ورکړه.خبریالان په بیلابیلو لارو ګواښل کیږي ، او اطلاعاتو ته لاس رسی نه نلري. دې وضعیت ته په کتو سره، له افغانستانه بهر رسنۍ د بیان ازادي د مشعل روښانه ساتلو او د واقعیتونو د بیان لپاره ډیرې اړینې دي."

د ښاغلي میرزاد په خبره "بینا" رسنۍ ۱۵ خبریالان لري، چې څلور یې ښځې دي او دا مهال یې خپرونې یوازې ډیجیټل دي او ډېر ژر به له سټلایټ څخه خپلې خپرونې پیل کړي.

هغه وويل، چې د دې رسنۍ بودیجه د يو شمېر خبريالانو او د رسنيو د فعالانو له خوا ورکول کېږي.

دا رسنۍ داسې مهال خپل فعالیت پیلوي چې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان پر خپلو کارونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه شکایت کوي.

له دغو خبريالانو څخه يو تن چې نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته یې وويل، هغه خبرونه او راپورونه چې هره ورځ خپروي د طالبانو حکومت تر کلکې څارنې لاندې دي.

دغه خبریال زیاتوي:

"د هرې ورځې په تیریدو سره، محدودیتونه ډيریږي، رسنۍ خپلواکه نه دي. هر هغه خبر یا راپور چې ورکوي د طالبانو حکومت تر څارنې لاندي وي."

یوه ښځینه خبریاله چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د محدودیتونو د زیاتوالي له امله د ښځینه خبریالانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره کمېږي.

هغه وایي:

" زه چې تر اوسه پورې په رسنیو کې کار کوم له دې ډاریږم چې طالبان فرمان صادر کړي چې ښځې دې نور په رسنیو کې کار نه کوي. د ورځې کله چې بیرون وځم، دې وضعیت سره مخ کیږم. هغه خبرونه چې د دوی د حکومت او چارواکو خلاف وي نه خپروو. زه دذدې شاهده یم چې نجونې په رسنیو کې کار لپاره نه نیول کیږي. "

خو طالبانو تل دغه څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي، د هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د ملي ګټو پر بنسټ او د اسلامي شريعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د بینا رسنۍ لوګو
د بینا رسنۍ لوګو

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۲۸۱ رسنۍ تړل شوې دي، او له ۱۱۸۵۸ رسنیزو کارکوونکو څخه یوازې ۴۵۰۰ یې کار کوي.

د دغه بنسټ په خبره، د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې شاوخوا ۴۰۰۰ ښځينه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې په دندو بوختې وې خو اوسمهال یواځې ۱۰۰۰ یې کار کوي.

خو د طالبانو حکومت د دغو رسنیو د بندېدو او د دغو خبریالانو د بېکارۍ لامل خپل محدودینونه نه؛ بلکې د مالي ملاتړ نشتوالی ګڼي.

پر دې سربیره د طالبانو حکومت په څو مواردو کې د خبریالانو په نیولو او وهلو ټکولو تورن شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې هیڅ خبریال یې د رسنیزو فعالیتونو له امله نه دی نیولی، خو د ځینو رسنیو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو له مخې، په کابل ښار کې رامین رسولي، په دایکندي ولایت کې سلطان علي جوادي او په فاریاب ولایت کې امین الله عالمي دا مهال د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG