د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

سرچینې: طالبانو د ولسي جرګې ۳ وکیلان او د سیاسي چارو یو کارپوه بندیان کړي


د طالبانو یو شمېر ځواکونه - تصویر له ارشیفه
د طالبانو یو شمېر ځواکونه - تصویر له ارشیفه

داسې ادعاوې شته چې د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې درې غړي: حیدرجان نعيم‌زوی، الله ګل مجاهد او ملا تره خېل او د سیاسي چارو کارپوه محمد عمر نهضت نیولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو کسانو نیول نه تایید او نه هم رد کړي او پر يادو کسانو کوم تورونه هم رسنيز شوي نه‌دي.

د سیاسي چارو د کارپوه، محمد عمر نهضت زوی شمعریز نهضت، ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت استخباراتي کړیو یې پلار تېره پنجشنبه له غرمې مخکې د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې له خپل کور څخه نیولی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د دوی د نیول کېدو دليل معلوم نه‌دی او دا چې په څه دليل ونيول شو هم معلومات نه‌شته. زموږ وروستي معلومات دا دي چې نن مې پلار په کابل کې زما ورور ته ټیلیفون وکړ او ویې ویل چې دی د اسلامي امارت (طالبانو) له استخباراتو سره دی، روغتيايي وضعيت يې ښه دی، د پلټنو تر سرته رسېدو پورې به د اسلامي امارت له استخباراتو سره وي."

هغه د خپل پلار د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هڅه مو وکړه چې د حیدرجان نعیم‌زوی او الله ګل مجاهد له کورنیو سره د دوی د نيولو کېدو د ادعاوو په اړه خبرې وکړو، خو بريالي نه‌شوو.

د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی ملا تره خېل محمدي - تصویر له ارشیفه
د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی ملا تره خېل محمدي - تصویر له ارشیفه

خو د ملا تره خېل ورور په ټولنيزو شبکو کې د يوه ويډيويي کلېپ په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې ملا تره خېل خوشې کړي.

نوموړی په دې ویډیو کې د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار کوي چې دوی د طالبانو له حکومت سره بیعت کړی او د بښنې غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي بیا په خپله فیسبوک پاڼه د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د نیولو خبر ور کړی دی.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې الله ګل مجاهد چې د طالبانو د حکومت د «شخصیتونو سره د اړیکو او بېرته راستنېدو کمېسیون» په بلنه افغانستان ته راستون شوی و، د جمعې په ورځ ونیول شو.

الله ګل مجاهد د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته یو ځل مخکې هم د طالبانو له‌خوا نيول شوی او وهل شوی و او له سپکاوي ډک چلن ورسره شوی و، چې بيا له خلاصېدو وروسته يو ګاونډي هېواد ته ولاړ.

نوموړی د روان کال د سرطان په میاشت کې د طالبانو د حکومت له شخصیتونو سره د تماس او بېرته راستنېدو کمېسیون په بلنه افغانستان ته راستون شو او د طالبانو د حکومت د ځینو غړو له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

ویل کیږي چې طالبانو الله ګل مجاهد هم بیا بندي کړی
ویل کیږي چې طالبانو الله ګل مجاهد هم بیا بندي کړی

د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې ویاند خلیل هم‌راز او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د يادو کسانو د نیول کېدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت پخوا هم د خپلو منتقدینو په نیولو، وهلو او سپکاوي تورن شوی دی.

که څه هم يو شمېر يې له څه مودې زنداني کېدو وروسته خوشې شول، خو ځينې يې چې له ډلې يې ندا پرواني او د هغې مېړه، ژوليا پارسي او د هغې زوى، د پوهنتون پخوانى استاد رسول پارسي او يو شمېر نور چې نومونه يې تر اوسه رسنيو کې نه‌دي خپاره شوي، د طالبانو د حکومت په زندانونو کې دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم د تېر جمهوري نظام د چارواکو او عسکرو له بشري حقونو په سرغړونې تورن شوی دی، خو دوی تل د خپل مشر د عمومي بخښنې خبره کړې ده او ویلي چې ورته ژمن دي.

طالبانو یو شمېر ښځینه فعالانې هم له څه مودې راهیسې بندیانې کړي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم
طالبانو یو شمېر ښځینه فعالانې هم له څه مودې راهیسې بندیانې کړي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم

په وروستي مورد کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د اسد د میاشتې په ۳۱ مه یو راپور خپور کړ او خبر یې وکړ چې طالبانو د تېر حکومت د غړو پر وړاندې له ۸۰۰ زیات بشري سرغړونې کړي چې په‌کې له محکمې پرته د وژنو په ګډون، خپل‌سرې نيونې، شکنجه، ګواښونه او ناوړه چلند شامل دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د یوناما دغه راپور رد کړی، خو یوناما په دغه راپور کې ادعا کړې وه چې په دې موده کې د پخواني نظام د چارواکو او امنیتي ځواکونو د غیر قانوني وژنو ۲۱۸ پېښې ثبت شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG