د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

" زندان د ښځو او بشري حقونو د فعلانو ځاى نه دى" کمپاین؛ ترسره کوونکي یې څه غواړي؟


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د ښځینه فعالانو زندان کې د ساتلو دوام ته په غبرګون، په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی دی.

دغه کمپاین" زندان د ښځو او بشري حقونو د فعلانو ځاى نه دى" کې د هغو دوو معترضو ښځو ژولیا پارسي او ندا پرواني د خلاصون غوښتنه شوې چې د طالبانو له خوا نیول شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ هم د شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او ادعا یې کړې چې طالبانو د ژولیا پارسي او زرګونو نورو بندیانو پر وړاندې له ټولو بشري، حقوقي او اسلامي معیارونو سرغړونه کړې ده.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د طالبانو له خوا نيول شوي کسان له خپلو لومړنيو حقونو بې برخې دي او کورنۍ يې د وضيعت په تړاو معلومات نه لري.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د ښځو د حقونو فعالانو له نړيوالې ټولنې غوښتي، د هغو کسانو د خلاصون لپاره کار وکړي چې د طالبانو له خوا بنديان دي.

د ښځو د حقونو فعاله او د بندیانو شویو فعالانو د خلاصون د کمپاین یوه ګډنواله لیدا سید خېل وايي:

"د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو او د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو خپلسري او غیر قانوني نیول کېدل د بشري حقونو او د بیان له ازادۍ څخه سرغړونه ده او دا عمل باید د نړیوالې ټولنې له خوا وغندل شي"

هغه زیاتوي چې دوی د طالبانو له زندانه د اعتراض کوونکو مېرمنو د خلاصون غوښتونکي دي.

ښځینه فعاله ژولیا پارسي چې د طالبانو په زندان کې بندي ده
ښځینه فعاله ژولیا پارسي چې د طالبانو په زندان کې بندي ده

دا په داسې حال کې ده چې د ژولیا پارسي او د هغې د زوی له نیول کېدو شاوخوا څلور اوونۍ تېرېږي او د ندا پرواني او د هغې د مېړه او ماشوم له نیول کېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي.

د افغانستان د خودجوشه مېرمنو غورځنګ د مشرتابه غړې لیلا بسیم ازادي راډیو ته وويل چې نړیوالو بنسټونو یوازې د څو ټویټونو په خپرولو سره له افغان ښځو ملاتړ کړی، خو له نړیوالې ټولنې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي:

"د فعالو ښځو په وړاندې د طالبانو کړنلاره ناسمه ده او نړۍ یوازې ننداره کوي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله نظيفه حقپال وايي، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په فشار او زنداني کولو سره د عدالت غږ غلی کړي.

حقپال وايي:

"پر دوى بنديزونه لګوي دوى ځوروي او دوى په غير قانوني توګه بند کې ساتي د مثال په توګه ژوليا پارسي ندا پرواني مطيع الله ويسا او نور داسې چې نوم يې ښايي مونږ ته نه وي مالوم پر طالبانو ټول افغانان د بشر د حقونو فعالين او ښځې، غږ کوي چې دغو ډول کړنو ته د پاى ټکى کېږدي او په غير قانوني توګه په بند کې ساتل بس کړي."

د زده کړو فعال مطیع الله ویسا هم له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی
د زده کړو فعال مطیع الله ویسا هم له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

د ندا پرواني او ژولیا پارسي تر څنګ د پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي، د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا او یو شمېر نور فعالان هم د طالبانو له خوا بندیان دي، خو افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په دې وروستیو ورځو کې له زندان خوشې شو.

طالبانو په افغانستان کې تر بیاځلي واک تر لاسه کولو وروسته پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو ډېر محدودیتونه او بندیزونه ولګول، چې په کې د کار، زده کړو، سفر او ځینو نورو ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه او محدودیتونه شامل دي.

د طالبانو دغه تګلاره له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوه چې په ترڅ کې یې طالبانو د يو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو، د پوهنتون استادانو، خبريالانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون يو شمېر فعالان ونيول.

د دوی له ډلې ځينې يې له څه مودې وروسته خوشې شول، خو ځينې اوس هم په زندان کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG