د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

راپور: طالبانو د تېر نظام لسګونه ځواکونه او د برتانوي سرتېرو همکاران شکنجه او وژلي


ارشیف: د افغانستان د تېر نظام ځواکونه د تمریناتو پر مهال
ارشیف: د افغانستان د تېر نظام ځواکونه د تمریناتو پر مهال

درېیو برتانوي رسنیو د یوه څېړنیز راپور په خپرولو ادعا کړې چې طالبانو د تېر جمهوري حکومت د ځانګړو ځواکونو لسګونه پخواني سرتېري او د برتانوي ځواکونو پخواني همکاران شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.

د دې څیړنیز مستند راپور لیکوالان، سکای نیوز، انډېپېنډېنټ او لایت‌هاوس ریپورترز ۲۴، دا ډول قضیې تعقیب، مستند او تایید کړي، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.

په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې یو شمېر دغه پوځیان نه دي توانېدلي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي او ډېری یې لا هم په افغانستان کې دي.

د دغو درېيو برتانوي رسنيو راپور کې راغلي، دا چې دغه پوځيان له سختو حالاتو سره مخ دي، ښيي چې د بریتانیا حکومت له هغوی سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

سکای نیوز، انډېپېنډېنټ او لایت‌هاوس ریپورترز، له دغو پوځیانو څخه یې سلګونه اسناد او عکسونه ترلاسه کړي چې د بریتانیا له پوځ سره د خپلې همکارۍ د ثابتولو لپاره یې د دفاع وزارت ته استولي دي.

د بريتانيا د دفاع وزارت د دغو ځواکونو د غوښتنو د ردولو په توجیه کې وويل، دا چې دوی د تېر حکومت د کورنيو چارو وزارت له لارې ګومارل شوي وو، دغه هېواد ته د افغانانو د لېږلو او ځای په ځایولو په طرح کې نه شاملېږي.

خو په راپور کې د څېړنو پر بنسټ راغلي چې په حقیقت کې دغو سرتېرو له برتانوي ځواکونو سره له نږدې او په مشترکه توګه کار کړی او د برتانوي ځواکونو د ماموریت تر وروستیو ورځو پورې ان د کابل له هوایي ډګره د کارکوونکو تر تخلیې پورې یې له برتانوي ځواکونو سره همکارۍ ته دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو یوه افسر چې په ایران کې اوسېږي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې بریتانیا ته د تلو انتظار باسي، خو په دې وروستیو کې ورته رد ځواب ورکړل شوی دی.

هغه زیاتوي: "څه موده وړاندې مې د بریتانیا دولت لخوا یو ایمیل تر لاسه کړ، په هغه کې یې لیکلي وو چې تاسو په مستقیمه توګه د بریتانیا دولت لخوا استخدام شوي نه یاست نو ځکه مونږ نه شو کولای چې تاسو ولېږدو. آیا مونږ په دې شلو کلونو کې چې د افغانستان او بریتانیا ملي ګټو لپاره له تاسو سره اوږه په اوږه ودرېدو او دنده مو ترسره کړه، نو تاسو (بریتانیا) چې ځان ته د بشري حقونو ملاتړ کوونکي ګڼئ او د دوستۍ خبرې کوئ ایا ښايي چې مونږ ته داسې پیام راولېږئ؟"

په تېر جمهوري نظام کې د کومانډو د ځانګړو قول اردو عمومي قوماندان جنرال فرید احمدي وايي چې دا مهال د پخوانیو سرتېرو ژوند په تېره بیا د څه باندې ۳۸ زره ځانګړو قطعو چې له برتانوي او امریکايي ځواکونو سره یې مستقیمه همکاري درلوده، اوسمهال له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې سلګونه دغه ځواکونه د طالبانو له خوا وژل شوي، شکنجه شوي او یا هم بندیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: "دا چې طالبان نه کورنی مشروعیت لري او نه هم نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلي، هیچا او هېڅ نړیوال بنسټ ته ځواب ورکوونکی نه دي. د حل لاره دا ده چې ملګرې ملتونه او د امریکا او بریتانیا په شان هېوادونه دې خپلو هغو ژمنو ته چې له افغانستان خلکو او په تېره پخواني پوځیانو ته يې چې ٢٠ کاله يې له دوی سره یو ځای مبارزه کړې وه، جدي پاملرنه وکړي."

له بلې خوا د افغانستان په پخواني جمهوري نظام کې د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم پخواني پوځیان له خطر سره مخ دي، خو یوازې د پخوانیو پوځیانو ایستل د حل لاره نه ده.

د افغانستان په پخواني جمهوري نظام کې د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری
د افغانستان په پخواني جمهوري نظام کې د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری

هغه وايي: "مونږ دا راپور په بشپړه توګه تاییدوو، خو ارقام له هغه څخه ډېر دي چې دوی ويلي. د حل لاره یوازې د پخوانيو پوځيانو راايستل نه دي. ښه ده دا چې چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان خلکو په تېره پخواني پوځیانو د برخلیک په هکله یو تصمیم ونیسي او افغانانو ته لومړیتوب ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، په خپل راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له بیا ځلې واکمېدو وروسته د ړنګ شوي جمهوري نظام تر ۸۰۰ ډېر کارکوونکي او امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي، شکنجه شوي، لادرکه شوي یا هم نیول شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپور رد کړ او په افغانستان کې يې د بشري حقونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ازادي راډیو خبریال د برتانوي رسنیو د څېړنیز راپور په اړه د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي نظر وپوښت، هغه په دې اړه زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو طالبانو تل د خپل حکومت پر عمومي عفوې ټینګار کړی چې په بشپړه توګه تطبیق شوې او اوس هم دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG