نن د سپټمبر ۱۱مه په امريکا کې دننه پر ځینو اهدافو د القاعده شبکې د تروریستي بریدونو ۲۲مه کالیزه ده.
په دغو بریدونو کې دوه نړیوال سوداګریز مرکزونه او د امریکا دفاع وزارت ته څېرمه یوه ودانۍ په نښه شوې وې.
دا پېښې د دې لامل شوې چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه د القاعده شبکې د لهمنځه وړلو لپاره چې مشر یې اسامه بن لادن د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې و، پر دې هېواد بريد وکړي.
د امریکا او ناټو تر برید وروسته د طالبانو د حکومت لومړۍ واکمني ړنګه شوه او د افغانستان په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیستل شوه.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن پوځي او سیاسي حضور مهمې لاسته راوړنې د جمهوري نظام رامنځته کول، بنسټيزه ازادي له هغې ډلې ټاکنې، د بیان ازادي، د ټولنې د ټولو طبقو د بشري حقونو په رسمیت پېژندل، د اساسي حقونو او آزادیو تامینول وو او له مهمو نړیوالو کنوانسیونونو سره د افغانستان تړل کېدل شامل وو چې د ډېرو افغانانو ازادي يې تامين کړه.
د نورو ترڅنګ، دې لاسته راوړنو ښځو ته د سیاسي، ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو لاره پرانيستله.
په تېرو شلو کلونو کې ښځو په بېلابېلو برخو، ټاکنو کې د رايې ورکولو او ټاکل کېدو حق درلود، کوچني او لوی کاروبارونه يې پيل کړل او په ټولو برخو کې يې فعال حضور درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې او حکومتي سيستم د ښځو له ګډون پرته د نرواکۍ بڼه خپله کړه.
پخوانۍ ډیپلوماته او په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍازادي راډيو ته وویل، د سپټمبر ۱۱مه د افغانانو په ژوند کې ډېر بدلونونه راوستل او د افغانستان لپاره یې ښه فرصتونه رامنځته کړل.
له مېرمن بارکزۍ مو وپوښتل چې د ښځو په اړه د تېرو شلو کلونو وضعیت له نن سره څنګه پرتله کوئ؟
هغې وویل: "افغان ښځو له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، د والي په توګه، په کابینه کې، په محکمو کې د دوی حضور د همدې ټولنیزړ تحولاتو يوه برخه وه، خو نن ورځ موږ د داسې نظام له نشتوالي سره مخ یو چې افغان ولس په ځانګړې توګه ښځې وکولی شي مراجعه ورته وکړي."
مېرمن بارکزۍ زیاتوي، سره له دې چې ښځې په افغانستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي، نن سبا د افغانستان په دننه او بهر کې د ښځو مبارزه د هغوی پر برخلیک اغېز کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو فعاله او په ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ ریيسه صبرينا حميدي هم وايي، ښځې اوس له خپلو هغو اساسي حقونو بېبرخې دي، چې په تېرو شلو کلونو کې يې له ستونزو سره ورته لاسرسی پيدا کړی و.
هغه زیاتوي: "په دې فرمانونو سره چې صادر شوي دي، ښځې د زدهکړو، تحصيل، د سالمې تفریح، د سولهيیزې راټولېدنې له حقونو او عدالت ته د لاسرسي له حقه محرومې دي او دا بندیزونه په سیستماتیک ډول د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي."
په تېر جمهوري نظام کې د یوې دولتي ادارې مشره حسینه وايي، د طالبانو د موجودیت له امله زیات شمېر فعالې ښځې له افغانستانه وتلو ته اړې شوې.
هغه په دې باور ده چې افغانستان اوس هغه شان نهدی لکه شل کاله مخکې.
نوموړې وايي: "له هغې ورځې چې طالبان واک ته ورسېدل، د ښځو چارو وزارت يې منحل کړ. اوس ښځې په کور کې بندې دي، په بېوزلۍ کې ژوند کوي، د هغوى معاش ترې اخيستل شوى او په بد حالت کې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ته له راتګ وروسته د ښځو حضور په بشپړه توګه له سیاسي ګډون څخه لیرې کړ او هېڅ مېرمن په دولتي لوړو پوستونو کې نشته.
بل خوا، د یو څو محدودو دولتي دفترونو پرته، د کار، زدهکړې، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ګډون فرصتونه له ښځو څخه اخیستل شوي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.
خو د طالبانو حکومت تل ويلي چې افغانستان کې د ښځو، حقونه تر بل هر وخت تامين دي او دوی د اسلامي شريعت په چوکاټ کې ښځو ته حقونه ورکړي دي.
ښځینه فعالانو هم پر دوی د لګول شويو محدوديتونو په غبرګون په بېلابېلو ډولونو اعتراضونه کړي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې پر دوی لګول شوي محدودیتونه لري کړي.
خو دوی په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی او لا یې سختې کړې دي.