د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۴۷

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو دوهمه کالیزه؛ افغانان او شنونکي یې په اړه څه وايي؟


له کابله وروستۍ امریکايي سرتېری چې ووت. Kabul, Afghanistan, Monday, Aug. 30, 2021
له کابله وروستۍ امریکايي سرتېری چې ووت. Kabul, Afghanistan, Monday, Aug. 30, 2021

نن د اګست ۳۰مه له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو له دوهمې کالیزې سره برابره ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو دوه کاله تېر شول.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلافي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې له افغانستانه په وتلو پیل وکړ او وروستی امریکايي سرتېری د همدې کال د اګست په ۳۰مه له افغانستانه ووت.

یو شمېر افغان ځوانان وايي چې د تېرو شلو کلونو په پرتله په دې دوو کلونو کې په خپل ژوند کې ډېر توپیرونه ویني.

ډېری دغه ځوانان هغه نسل دی چې د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ وروسته په تېرو شلو کلونو کې لوی شوی دی.

له دغو ځوانانو څخه یوې یې فاطمې مدثر ازادي راډیو ته وویل چې په دوو لسیزو کې یې د پوهنتون تر درېیم کال پورې زده کړې وې، خو اوس په کور کې د بندیانو په څېر احساس کوي.

هغې زیاته کړه: "د جمهوريت له سقوط سره ښځو هم سقوط وکړ. د ښځو لاسته راوړنې له لاسه ووتلې. موږ چې مخکې زده کړې او تحصیل کاوه اوس په کور ناستې یوو. د ښځو ځای کور ګرځېدلی. اوس ښځې له هر لوري محرومې دي. له جمهوریت وروسته ښځې له اووم اسمان څخه ځمکې ته رالوېدلې دي."

احمدي چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله خپل بشپړ نوم واخلي، یو له هغو ځوانانو دی چې په افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزو پوځي حضور په موده کې په پوهنتون کې د تدریس مقام ته رسېدلی و.

دی وايي چې د امریکا له وتلو وروسته یې ژوند بدلون کړی او تر فشار لاندې دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "فکري، ټولنیزه او کلتوري ازادۍ له منځه تللې، حتی ټولنه او کورنۍ هم ماتې شوې دي. هیڅوک نه شي کولای له خپلې خور، مور، مېرمنې او اولادونو سره په اسانۍ سره بېرون ووځي، پوښتنه ترې کېږي چې چېرته ځئ؟ څه کوئ؟ تذکره راکړئ، ولې وه ورور؟ زما ملګري کورسونه او پوهنتونونه لري، دا مهال فلج دي، په هر ټولګي کې دوه درې کسان دي. سوداګري او ټولنې ماتې خوړلې. خلک د خبرو کولو حق نه لري، له څه نه ژر شکایت وکړو ؟"

ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون ټولګی
ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون ټولګی

وروسته له هغه چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا د طالبانو تر ولکې لاندې راغی، نجونې او ښځې له زده کړو، کار او له خپلو ډېرو لومړنیو حقونو بې برخې شوې او په افغانستان کې پر وګړو ځینې سخت شرایط وضع شول.

په دې دوو کلونو کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونې ښوونځي وتړل شول او پوهنتون ته له تلو منع شوې، په اکثرو دولتي ادارو او ټولو نادولتي دفترونو کې په سینګارتونو کې د کار کولو حق ورنه واخیستل شو، له محرم پرته د لرې واټنونو د تګ اجازه نه ورکول کېږي، ښځینه حمامونو، ورزشي کلبونو او تفریحي پارګونو ته هم له تګ څخه راوګرځول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار کولو اجازه نه ورکول کېده او د اتباعو پر فردي ازادۍ سخت بندیزونه لګول شوي وو.

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو تر برید وروسته د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر اوومه د طالبانو حکومت نسکور شو او د افغانستان په تاریخ کې یو نوی ور پرانیستل شو.

نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار کولو اجازه ورکړل شوه او افغانان د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د خپل ژوند په بېلابېلو برخو کې د ډېرو بدلونونو شاهدان وو.

سره له دې چې د افغانستان تېر جمهوري نظام چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ رامنځته شوی و، په بې کفایتۍ او پراخ فساد تورن و او خلک یې وخت ناوخت د بېلابېلو چاودنو او ځانمرګو بریدونو قرباني وو، په افغانستان کې ډیموکراسي د ودې په حال کې وه، ډېرې رسنۍ جوړې شوې، د بیان ازادي رامنځته شوه، نارینه او ښځینه له ډېرو ازادیو برخمن وو.

نازيلا جمشيدي چې د ښځو د حقونو يوه مدافعه ده.

هغه وايي چې د تېرو دوو کلونو تجربې ښيي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې کړې.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "دې دوو کلونو وښودله چې دا وتل په بشپړه توګه ناکامه و او د ټولو هغو کارونو د ناکامۍ لامل شول چې په افغانستان کې په شلو کلونو کې ترسره شوي وو، هم د امریکایانو له خوا چې په ښه نیت یې کار کړی و او هم د افغانانو له خوا چې هڅه یې کوله د ځان له پاره یو ډیموکراسي حکومت جوړه کړي."

له اوږدو خبرو اترو وروسته امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ او پرېکړه یې وکړه چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي چې د اګست تر ۳۰ مې پورې یې دوام وکړ له دوی سره ۱۲۰ زره هغه افغانان هم و چې په خطر کې وو.

د دوحې تړون د امریکا د مخکېنی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوی دی. February 29, 2020
د دوحې تړون د امریکا د مخکېنی ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوی دی. February 29, 2020

خو د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان د لرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني له تېښتې وروسته په بشپړه توګه نسکور شو او طالبان کابل ته ننوتل.

د بشري حقونو فعال رحیم جامي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او نورو هېوادونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر ټولو زیات زیانمن شوی او د دې وضعیت دوام به د افغانستان راتلونکی تیاره کړي.

جامي ازادي راډيو ته وویل: "موږ په دوو کلونو کې هر څه له لاسه ورکړل، اوس هم د له لاسه ورکوو په حال کې یوو. د ارزښتونو لپاره مالي، حقوقي او تخنیکي ملاتړ نه لرو. د دې وضعیت دوام به له بده مرغه د افغانستان راتلونکی تیاره کړي او دا به یوه داسې ضربه وي چې موږ به یې زیان وینوو. له همغه برخلیک سره مخ کېږو چې په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړی دوره کې مخ شوی و."

پخوانی افغان ډیپلومات او د امریکا په اتلانتیک شورا کې د چارو کارپوه عمر صمد وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو د قضیې د حل لپاره ډېر فرصتونه وو چې له لاسه لاړل.

صمد ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان پخوانی نظام او ځینې بهرنۍ ستراتیژۍ د دوو لسیزو د لاسته راوړنو په له منځه تللو کې ملامت دي.

هغه زیاته کړه: "د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې له پاره مو ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل چې مسوولیت یې د افغانانو په ځانګړې توګه په تېرو اوو اتو کلونو کې د رهبرۍ پر غاړه دی او بله برخه یې په ځینو بهرنیو ستراتیژیو پورې تړلې چې ګمراه کوونکې وې."

له بلې خوا د سولې او تاوتریخوالي د مطالعاتو د مرکز پخوانى مرستيال او د دغه بنسټ اوسنى ارشد همکار حکمت الله اعظمي وايي چې د افغانستان په اړه د امريکا په لومړيتوبونو کې د پام وړ بدلون راغلى او امریکا ته په دغه هېواد کې د لاسته راوړنو ساتل مهم نه دي.

حکمت الله اعظمي
حکمت الله اعظمي

اعظمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه تېروتنه وبلله.

هغه وویل: "دا لاسته راوړنې، په افغانستان کې د جمهوریت او ډیموکراسۍ دوام او د دولت جوړونه د امریکایانو لپاره فرعي مسئله ګرځېدلې. یوه مسئله چې لا هم دوی ته مهمه ده دا ده چې د افغانستان خاوره باید د امریکا او متحدینو پر ضد ونه کارول شي. د امریکا متحده ایالات به ژر یا وروسته پوه شي چې له افغانستانه وتل یوه تېروتنه وه."

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو، چې ډېری یې جمهوري غوښتونکي دي او یو شمېر نورو مشهورو امریکايي سیاستوالو له افغانستانه د دغه هېواد پر وتلو نیوکه کړې او هغه یې بې‌ساري اشتباه ګڼلې ده.

په دې وروستیو کې د امریکا د مشرانو جرګې غړي بیل کسیډي ویلي چې له دې ناکامې وتلو سره افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.

خو د ولسمشر بایډن ادارې په پرله‌پسې ډول له افغانستانه د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او د دوحې تړون چې پر اساس یې امریکا له افغانستانه وتلې، د جمهوري غوښتونکو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال لاسلیک شوې یاده کړې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

خو د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورځ د خپلواکۍ د ورځې په توګه ونمانځله.

په همدې حال کې د امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ګواښونه شته.

اتمر ازادي راډيو ته وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان نه دي توانېدلي چې د خلکو امنیت لکه څنګه چې تمه کېده، تامین کړي.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه خلکو هغه سوله چې تمه یې وه نه ده تر لاسه کړې. دا به د طالبانو لپاره خورا ستونزمن وي چې ټول امنیتي ننګونې کنټرول کړي او تر اوسه طالبان نه دي توانېدلي چې خلکو ته دا تضمین ورکړي چې افغانستان یو خوندي هېواد دی."

خو طالبانو تل ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د اسلامي دولت 'داعش' خراسان څانګه ماته شوې ده. له دې سره سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور ښيي چې د داعش خوځښتونه زیات شوي، بریدونه یې پېچلي شوي او د سرتېرو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې رسېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته عمومي بخښنه اعلان کړه، خو یو شمېر نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال دفتر یا یوناما طالبان د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو پر وړاندې په سرغړونو تورن کړي، په تېرو دوو کلونو کې یې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د سرتېرو او نورو کارکوونکو د وژنو، زندانوني کېدلو، شکنجه کولو او ورکېدل راپورنه خپاره کړي دي.

خو طالب چارواکي دا راپورونه ردوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د بل هر وخت په پرتله ښه شوی او ښځو په دغه هېواد کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپل حقوق ترلاسه کړي دي.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او یو لوی لامل یې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو سرغړونه ده.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان له بې مخینې بشري ناورین سره مخ شو، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یا اوچا د شمېرو له مخې په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹.۲ میلیون ته رسېدلی دی، ډېری خلک د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله هڅه کوي له هېواد څخه وتښتي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG