د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

کابل کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو دوهمه کالیزه؛ ځینو جمهوري غوښتونکو له افغانستانه وتل ناکام وبلل


ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ د ځانمرګي برید له کبله ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ د ځانمرګي برید له کبله ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د امریکا په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د دوهمې کالیزې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ناکام بللي دي.

د امریکا په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو، د ولسمشر بایډن له ادارې غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو ځواب ورکړي.

د امریکا د استازو جرګې مشر او د بایډن د ادارې یو سر سخت منتقد 'کیون مککارتي' په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د اتلانو '۱۳ سرتېرو' په درناوي د امریکا د کانګرس د ودانۍ بیرغونه نیمه ځوړند شوي دي.

د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي او د دې هېواد د استازو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې مرستیال 'راب ویټمن' په خپل ایکس پاڼه کې په یوې ویډیو کې ویلي چې د بایډن له ادارې څخه هیڅ چا د دې برید په اړه ځواب نه دی ورکړی.

هغه وویل: "د امریکايي ځواکونو پر وړاندې په دغه وحشیانه برید کې ۱۳ تنو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا له افغانستانه د وتلو د ناکامو هڅو یوه پایله وه. د وسله‌والو خدمتونو کمېټې لپاره ډېره مهمه ده چې د ځواکونو د وتلو موضوع تر انتها پورې خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

هغه دغه شان زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکا وتل، بریالي نه وو.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې تړون چې پر بنسټ یې امریکايي ځواکونه او ناټو له افغانستانه ووتل، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا لاسلیک شو.

د امریکا په کانګرس کې یو شمېر نورو جمهوري غوښتونکو د اګست د ۲۶مې په برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو مسئله مطرح کړه او د ولسمشر بایډن له ادارې یې د ځواب ورکولو غوښتنه وکړه.

له دې ډلې د امریکا د مشرانو جرګې غړي 'بیل کسیدي' په خپل ایکس پاڼه کې ادعا کړې چې په دې ناکامه وتلو سره افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.

خو د ولسمشر بایډن ادارې په وار وار له افغانستان څخه د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د دوهمې کالیزې په مناسبت د ولسمشر جوبایډن په یوې اعلامیه کې لیکلي چې متحده ایالات به د هغو سرتېرو بې مثاله قربانۍ هېرې نه کړي چې په دوو لسیزو جګړو کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د دغه اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې ۲ زره ۴۶۱ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲۰ زره ۷۴۴ ټپیان شوي دي.

ارشیف: د افغانستان جنوب کې امریکايي سرتېري
ارشیف: د افغانستان جنوب کې امریکايي سرتېري

د امریکا د جمهوري غوښتونکي پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړ او د ولسمشر بایډن حکومت د همدې هوکړې له مخې له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې خپور شو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر بایډن پر کړنو سختې نیوکې کړي وې.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه بیا واک ته ورسېدل، امریکا د خپلو ځواکونو او هغه افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ، چې ژوند یې په خطر کې و.

د دغه بهیر په ترڅ کې د اګست په ٢۶مه د کابل هوايي ډګر یوې دروازې ته څېرمه ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG