د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

طالبانو د تعلیم د برخې فعال مطیع‌الله ویسا خوشې کړ


قلم لار ټولنې په خپله ایکسپاڼه باندې لیکلي چې مطیع الله ویسا نن له ۲۱۵ ورځو زندان تېرولو وروسته راخوشې شو.
قلم لار ټولنې په خپله ایکسپاڼه باندې لیکلي چې مطیع الله ویسا نن له ۲۱۵ ورځو زندان تېرولو وروسته راخوشې شو.

د تعلیم د حقونو فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.

قلم لار ټولنې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې مطیع الله ویسا نن له ۲۱۵ ورځو زندان تېرولو وروسته راخوشې شو.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا هم ازادي راډیو ته د هغه د خوشې کېدو په اړه په یوه پیغام کې وویل: "مطیع الله ویسا د اوه میاشتو زندان تېرولو څخه وروسته نن خوشې شو. د هغه په اړه پرېکړه شوې وه چې هغه نن خوشې شو. نور داسې څه نه شته چې هغه اوس موږ رسنیو سره شریک کړو. محکمې د همغې ادعا له مخې مطیع الله ویسا ته اوه میاشتې تنفیذي حبس ورکړی وو کوم چې د غلطو ادعاوو له مخې دی محکوم کړی وو. محکمې داسې خاص څه عدالت نه دی کړی هماغه څه یې منلي دي."

ویسا د مارچ مياشتې په وروستیو کې په کابل کې ونیول شو.

طالبانو په ده تور لګولی وو چې 'خپلسري فعالیتونه' یې درلودل او 'د نظام ضد هڅونې یې' کولې.

مطیع الله ویسا له تعلیمه د افغان نجونو د محرومولو په غبرګون کمپاینونه پیل کړي وو او لرو پرتو سیمو ته یې په ورتلو یې د سیمې له خلکو سره په ګډه له طالبانو غوښتل چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي.

طالبانو لا رسماً د ویسا د خوشې کولو په تړاو لا څه نه دي ویلي.

د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو له خبره ګڼو فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینېټ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی کوي.

هغه سمدستي له زندانه د نورو بشري فعالانو او هغو ټولو خلکو ازادي هم غوښتې چې په خبره یې د خپلو او نورو خلکو بشري حقونو په خاطر یې غږ پورته کړی وو.

بینېټ د طالبانو په زندان کې د ځینو فعالانو له هغې ډلې ژولیا پارسي، ندا پرواني او رسول عابدي نومونه هم جلا جلا یاد کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي هم د ویسا د خوشې کېدو هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې دې خبر ته له ډېره وخته په انتظار وه.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي

هغې هم د پاتې نورو ټولو هغو خلکو په خوشې کولو ټینګار کړی چې په خبره یې په خپلسري توګه بندیان شوي.

طالبانو تر دې څو ورځې مخکې یو افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي هم تر شاوخوا لسو میاشتو زندان وروسته خوشې کړ.

بهبودي په پاریس کې یوې غونډې ته وویل چې لس میاشتې یې یواځې شکنجې لیدلي.

هغه ویلي: "ما داسې احساس کوه لکه اختطاف شوی چې یم، ځکه هلته هېڅ ډول عدالت نه و، هېڅ نه و. د ناڅرګند برخلیک سره په دوه یا درې متره مربع خونه کې له یولس یا دولس نورو بندیانو سره، کله د داعش له غړو او کله له نورو سره، ټول وخت یې ځورولم. " ته د تلوېزون پست یې" تل یې 'راته دا ویل 'او تل یې زما د وهلو ډبولو ازادي درلوده."

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته په رسېدو د نجونو د تعلیم مخه تر ډېره ونیوله او ښځې او فعالان یې له یو لړ سختو محدودیتونو سره مخ کړل.

دغو محدودیتونو د فعالانو او ښځو مظاهرې وپارولې او په نتیجه کې یې بیا هم طالبانو له دې ډلې ځینې فعالان چې ښځې هم پکې شاملې وې بندیان کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG