د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

څه باندې ۵زرو پخوانیو افغان پوځیانو د امریکا کانګرس ته پرانیستی لیک استولی


ارشیف: د افغانستان د تېر نظام ځواکونه د تمریناتو پر مهال
ارشیف: د افغانستان د تېر نظام ځواکونه د تمریناتو پر مهال

په افغانستان د تېر جمهوري حکومت يو شمېر پوځيان وايي، د امريکا کانګرس ته يې په يوه پرانيستي ليک کې په افغانستان او په ګاونډيو هېوادونو کې د پخوانيو افغان پوځيانو وضعيت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د امریکا کانګرس ته په یوه پرانیستي لیک کې ځینو پخوانیو پوځیانو په افغانستان ایران او پاکستان کې د افغانستان د پخواني جمهوریت د پوځیانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په دغه لیک کې چې متن يې ازادي راډیو ته رسېدلى، راغلي چې دا لیک په افغانستان کې د څه باندې ۵ زرو پخوانیو پوځیانو له خوا لیکل شوی، ويل شوي چې دا ليک په افغانستان، ايران او پاکستان کې د څه باندې پنځو زرو پخوانيو پوځيانو له خوا ليکل شوى او د شنبې په ورځ د امريکا کانګرس ته استول شوى دى.

دغو سرتېرو نيوکه کړې چې په تېرو دوو کلونو کې هغه پوځيان چې لږ له خطر سره مخ خوندي هېوادونو ته لېږدول شوي، خو د دوى د ادعا له مخې پخوانيو پوځيانو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د دغه لیک په یوه برخه کې د امریکا له کانګرس څخه غوښتل شوي چې د طالبانو له زندانونو څخه د پخوانیو پوځیانو د ژر تر ژره خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي، څو د پخوانیو پوځیانو له وژلو، نیولو او شکنجه کولو لاس واخلي.

یوې پخوانۍ پوځي معصومې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د افغانستان پخواني پوځیان تېر کال د طالبانو د خطر په لومړۍ کرښه کې وو او اوس هم موږ ته چندان پام نه دی شوی. موږ په شلو لارو کې بند کې یو. موږ له نړیوالې ټولنې د امریکا کانګرس او د حقونو له مدافعینو غواړو چې زموږ په وړاندې نظامي وضعیت ته پام وکړي."

همدا راځ دغه پخواني پوځيان د طالبانو د حکومت عمومي عفوه دروغ بولي او ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په زرګونه پخواني عسکر وهلي، شکنجه کړي، بنديان کړي او وژلي دي.

پخوانى پـځي افسر سید ظاهر هاشمي وايي: "د افغانستان پخواني پوځيان د طالبانو په واکمنۍ کې تدریجي مرګ تجربه کوي د طالبانو تش په نوم عمومي بخښنه د دې لامل شوې چې د افغانستان د پخواني حکومت زرګونه امنیتي او دفاعي پوځيان ونیول شي، شکنجه شي او ووژل شي او یا يې هم په لټه کې دي دوى دې ته اړ شوي چې په ایران او پاکستان کې پناه ځايونو ته لاړ شي چې نن د بېرته ايستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او په ډېر بد حالت کې دي."

د شنبه ارغواني د غورځنګ مشره مریم معروف اروين هم وايي چې تر ۱۰۰۰ ډېر پخواني پوځیان، چې دغه پرانیستی لیک یې لاسلیک کړی، ښځې دي.

نوموړې د امریکا کانګرس ته د دغه لیک د استولو د موخې په اړه وویل: "د امریکا کانګرس ته چې د امريکا د ملت کور په نامه يادېږي د دې لیک د استولو اصلي موخه د افغانستان د پخوانیو پوځیانو وضعیت ته پاملرنه او د پوځیانو د نیولو، شکنجې، سپکاوي او وژلو درول دي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو نوموړي او د طالبانو د حکومت نورو وياندويانو پخوا دا ډول ادعاوې رد کړې وې او ادعا يې کړې وه چې د خپل مشر د عمومي بخښنې فرمان پلي کولو ته ژمن دي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما هم یو راپور خپور کړی و چې په کې ادعا شوې وه چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت د پوځيانو په ګډون له ۸۰۰ زیات بشري سرغړونې کړي دي ، چې، غیر قانوني، وژنې خپل سري نیول، شکنجه، ګواښونه او ناوړه چلند په کې شامل دي.

خو هغه مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوناما دغه راپور رد کړى و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران هېوادونو له دغو هېوادونو له اسنادو پرته د افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی او هره ورځ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې زرګونه کسان بېرته افغانستان ته ستنېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG