د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ډیپلوماټ: طالبانو د ټولو افغانانو له بشري حقونو سرغړونې کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونې افغانستان کې د بشري حقونو پر موضوع د پخوانۍ افغان ډیپلوماټې نظیفې حقپال لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: "د افغانانو ترمنځ ډیالوګ لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په سر کې پر بشري حقونو تمرکز په کار دی."

د لیکنې لیکواله وايي، داسې حال کې چې د ډسمبر په لسمه نېټه د نړۍ شاوخوا ۱۹۳ هېوادونه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پنځه اویایمه کالیزه نمانځي، افغانان به د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو روانو سرغړاویو سره لاس او ګرېوان وي.

د لیکنې په وینا، طالبانو په یوه بڼه د ټولو افغانانو له بشري حقونو سرغړونې کړي، خو افغان نجونې او ښځې بیا له سیستماتیک او پراخ تبعیض سره مخ دي.

لیکوالې په دې لیکنه کې وړاندې ویلي، په ۲۰۲۱م میلادي کال کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو تر اتیاوو زیات داسې فرمانونه ورکړي چې د جنسیت پر بنسټ ځورونې زیاتوي او جنسیتي اپارټایډ رامنځته کوي.

لیکنې کې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته د افغانستان د دولت د ژمنتیا اوږدې ماضي ته اشاره شوې او دا چې اوس افغانستان د ځمکې پر سر لومړنی هېواد دی چې نیمايي وګړې 'ښځې' په کې یوازې د جنسیت پر بنسټ له زده کړو راګرځول شوي دي.

لیکنه کې وړاندې افغانستان کې د بشري حقونو پر اوسني وضعیت بېلابېل جزییات وړاندې شوي او په وروستي پارګراف کې یې راغلي، اوس چې سیاسي او ډیپلوماتیکې هڅې د بین الافغاني خبرو په لور روانې دي، نو دا مهمه ده چې ټول ښکېل لوري دا یاد ولري چې افغانان به سولې ، امنیت او عدالت ته د رسېدو لپاره د بشري حقونو د تامین له اساسي شرط تېر نه شي.

د سیمې او نړۍ په یو شمېر نورو ورځپاڼو کې هم په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د راتلونکې په اړه لیکنې او راپورونه خپاره شوي دي.

ټایمز اف عُمان:

له عُمان خپرېدونکي ټایمز اف عُمان ورځپاڼې بیا د هغو افغان نجونو غوښتنې راخیستي چې له شپږمو ټولګیو فارغېږي.

په دې راپور کې د یو شمېر افغان کوچنیو نجونو سره خبرې شوي چې د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې دوی دې له شپږم ټولګي څخه تر فراغت وروسته ښوونځي ته له تلو نه منعه کوي او اجازه دې ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

راپور کې په کابل کې له شپږم ټولګې څخه د یوې تازه فارغې شوې زده کوونکې چې نوم یې زهرا یاد شوې له خولې ویل شوي: "خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره یې خدای پاماني وکړه .دا ډېره سخته ده چې نور به زه خپلې ټولګیوالې نه ګورم."

راپور د دې زده کوونکې له خولې زیاتوي: "ما شپږ کلونه په دې ښوونځي کې ډېر په خوښۍ تېر کړل، زه غواړم زده کړې ته دوام ورکړم، نه دا چې د کور په یو کونج کې کینم."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG