د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

ايشيا ټايمز ورځپاڼه: نړیوال د افغانانو د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره ډېر څه نه‌کوي


افغان مېرمنې، انځور - ارشيف
افغان مېرمنې، انځور - ارشيف

ایشیا ټایمز ورځپاڼه:

ایشیا ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې «نړیوال د افغانانو د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره ډېر څه نه‌کوي» د څو چادري والو افغان ښځو عکس خپور کړی.

ایشیا ټایمز لیکلي، طالبان چې اوس په دوهم وار واک ته رسیدلي، د افغانانو پر اساسي بشري حقونو بریدونو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د حدودو او قصاس د جاري کېدو حکم ته اشاره کړې او لیکلي چې په دې حکم کې په عام محضر کې اعدامونه، سنګسارول او د لاس او پښو غوڅول شامل دي.

ایشیا ټایمز دا د افغانانو په تېره بیا هغو افغانانو چې د طالبانو له لوري تعقیبیږي، د بشري حقونو د بشړې سرغړونې لور ته ګام بللی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو په پیل کې د نرم دریځ د خپلولو ژمنه کړې وه او ویلي یې و چې هغسې ځیږ او سخت اقدامات به نه‌کوي چې د واک په لومړۍ دوره کې یې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې کول، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل له نیولو وروسته طالبان په تدریج پخواني حالت ته روان دي.

ایشیا ټایمز د طالبانو په اړه په دې انتقادي لیکنه کې د هغوی له لوري د رسنیو د سانسور، د خبریالانو د نیونو او ګواښلو یادونه هم کړې ده.

همدا راز یې د یو شمېر ښځینه فعالانو توقیف ته اشاره کړې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د طالبانو د مشر په وروستي حکم لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه د طالبانو د حکومت د وياند په قول وايي چې دوی شرعي قوانین اوس نه بلکې له واک ته رسېدو وروسته په تېر څه باندې یو کال کې اجرا کړي دي.

ورځپاڼه د طالبانو د دغو مقرراتو په لړ کې په بامیان کې د خلکو په وړاندې د یوه هلک او یوې نجلۍ د وهلو یادونه کوي او وايي چې هر یو، چې له یو بل سره د تار لرلو په تور نیول شوي و، د خلکو په مخکې ۳۹ متروکې ووهل شول.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان د جګړې په اړه د یوه امریکايي فلم کره کتنه کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې ویل شوي چې جنګي فلمونه په نهایت کې له یو بل سره ورته والی او نژدې والی لري.

د ریترا ګرېډ (Retrograde) یا شاتګ په نوم فلم افغان او امریکايي پوځیان ښيي چې له طالبانو سره جنګېږي.

له ۲۰۰۱ وروسته د افغانستان پر جګړې ګڼ فلمونه او سریالونه جوړ شوي او ډېر کتابونه لیکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG