د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

بوسټن هرالډ: د امریکایي ځواکونو وتل افغانستان کې د منتخب حکومت د سقوط په معنی ده


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • بوسټن هرالډ

بوسټن هرالډ ورخپاڼه لیکي، کله چې جو بایډن د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه کار پيل کړ د بهرني سیاست په برخه کې د افغانستان لانجه د یوه ناورین په توګه ده ته په میراث پاتې شوې وه.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په وخت کې چې تېر کال د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې کوم تړون وشو د هغه له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

دې ضرب‌الاجل ته نږدې شپږ اوونۍ پاتې دي او د بوسټن هرالډ د مقالې د لیکوال په باور له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل په دغه هېواد کې د منتخب حکومت چې امریکا د هغه په رامنځته کېدو کې مرسته کړې ده، د سقوط په معنی ده، خو که چېرته د مې تر لومړۍ نېټې وروسته امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي یو ځل بیا به د طالبانو له بریدونو سره مخامخ شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، ښه به دا وي چې د بایډن اداره امریکایي سرتېري په افغانستان کې وساتي او د سولې لپاره ګامونه واخلي.

په دې مطلب کې وړاندې د امریکا د خزانې وزارت د سرمفتش د راپور پر بنسټ راغلي دي، القاعده په افغانستان کې په ځواکمنېدو ده او د طالبانو تر حمایت لاندې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.

ورځپاڼه بیا لیکي، له طالبانو سره د شوي تړون له مخې دا ډله باید له القاعده سره اړیکې قطع کړي او هغه کسان او ډلې ټپلې چې د امریکا امنیت ته ګواښ دي، تعقیب کړي.

طالبانو د دوحې له تړون څخه د خپلې سرغړونې ادعاوې تل رد کړې دي.

ولسمشر بایډن ویلي دي، د مې تر لومړۍ نېټې د امریکایي ځواکونو وتل سخته دي، خو دا خبره‌یې هم کړې ده چې دا نیت نه‌لري چې دا ځواکونه تر ډېرو په افغانستان کې پاتې شي.

  • هیل

بله امریکایۍ ورځپاڼه، هیل د ولسمشر بایډن د پنجشنبې د ورځې خبرو ته اشاره کوي او لیکي، د سیاسي چارو کتونکو خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې تر یوه تړون مخکې د امریکایي ځواکونو وتل به د تاوتریخوالي سبب شي او حتی ښایي د حکومت د نسکورېدو سبب شي.

  • شیکاګو سنډې ټایمز

بلې ورخپاڼې شیکاګو سنډې ټایمز بیا د جو بایډن د خبرو په اړه لیکلي دي چې ښاغلي ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتېدو لپاره د کال تر اخره پورې دروازه پرانیستې پرېښې ده.

دا ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا یوه جګپوړي جنرال کانګرس ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې د بریالیتوب لپاره د امریکا مرستې ته ضرورت لري.

ورځپاڼې بیا د بایډن تر خبرو مخکې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ د مشر جنرال ریچارډ کلارک خبرې رااخیستې دي چې کانګرس ته‌یې وویل، هغه څه چې متحده ایالات د افغانانو لپاره چمتو کوي چې له طالبانو سره جګړه وکړي او په افغانستان کې د نورو ګواښونو مخه ونیسي، ډېر ضروري دي.

د ورځپاڼې په باور کلارک د نورو پوځي مشرانو دا نظر منعکس کړ چې دا ښکاره ده چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې شخړې په افغانستان کې کمې کړي او برعکس قصداً یې بریدونه زیات کړي دي، البته دا بریدونه د امریکایانو پر ضد نه‌دي، خو د افغانانو پر ضد دي.

XS
SM
MD
LG