د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

له طالبانو د نورو بندي کړو ښځینه فعالانو د خلاصون په اړه د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه


د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي
د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي او د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او نورو په ګډون ټول هغه منتقدین له بنده خوشې کړي چې په خپل‌سري ډول یې نیولي او زنداني کړي دي.

د دې سازمان د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپله اېکس‌پاڼه د طالبانو له بنده د معترضې پریسا ازاده په خوشې کېدو هم خوښي ښودلې.

هغې د طالبانو د استخباراتو ریاست، د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او له کورنیو چارو وزارت غوښتي چې ټول فعالان له بنده خوشې کړي.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د پریسا ازاده همکاران وايي، نوموړې د طالبانو په زندان کې ۴۱ شپو ورځو تېرولو وروسته، پرون د دوشنبې په ورځ له بنده خوشې شوې ده.

له دې وړاندې سرچینو د دوو معترضو مېرمنو ژولیا پارسي او ندا پرواني چې د طالبانو په زندان کې یې څو میاشتې تېرې د خوشې کېدو خبر هم منلی و.

خو ویل کېږي چې د ښځو د حقونو فعالې منیژې صدیقي په ګډون، د بشري حقونو یو شمېر فعالان/ فعالانې، خبریالان او یو شمېر نور هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د معترضو ښځو د نیول کېدو او بیا یې له بنده د خوشې کېدو په اړه هیڅ ډول معلومات نه‌دي ورکړي.

له دې وړاندې هم د بشري حقونو یو شمېر ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو په ځلونو د طالبانو په زندانونو کې د بندي فعالانو د خوشې کېدو غوښتنې کړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پرښځو هر اړخیز بندیزونه لګول شوي او ګڼې فعالانې بندیانې شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پرښځو هر اړخیز بندیزونه لګول شوي او ګڼې فعالانې بندیانې شوي

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د ملي یووالي بنسټ مسووله شفیقه رزمنده وايي، ټول هغه بندیان باید خوشې شي چې د عدالت غوښتنې له امله نیول شوي دي.

هغه زیاتوي:

"موږ په بېړني او پرېکنده توګه د ټولو سیاسي، بشري حقونو فعالانو، مدني فعالانو، خبریالانو، مخکنیو نظامیانو، د پوهنتون استادانو، روڼ اندو او ټولو هغو کسانو د ازادۍ غوښتنه کوو چې هیڅ جرم نه‌لري او یوازې یې خپل نظر ویلی دی. هغه نظر چې د اوسني وضعیت په مخالفت او له حقیقه د دفاع په خاطر دی. "

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته، د معترضو ښځو هر ډول اعتراضونه او لاریونونه چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ملاتړ یې کړي، ځپلي او منع کړي دي.

طالبانو همدا ډول په تېرو دوو کلونو کې په ډېر شمېر معترضې ښځې زنداني کړي او له دوی یو شمېر یې د زندان له تېرولو وروسته بېرته خوشې کړې هم دي، خو په دې اړه نیوکو او غبرګونونو ته یې تر اوسه هیڅ ډول ځواب نه‌دی ویلی.

داسې مهال چې طالب چارواکي ډېر کله د شریعت په چوکاټ کې د افغانانو د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ګډون د بېلابېلو ادارو راپورونو طالبان له ښځو سره په جنسیتي او تبعیضي چلند تورن کړي دي.

په دې راپورونو کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د فعالانو په ګډون، د خبریالانو او مخکنیو نظامیانو د نیونې او شکنجې راپورونه هم شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG