د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د طالبانو له بنده د ندا پرواني او د هغې د مېړه خوشې کېدو ته غبرګونونه


د ښځو د حقونو ملاتړې، ندا پرواني
د ښځو د حقونو ملاتړې، ندا پرواني

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د ښځو د حقونو د ملاتړې ندا پرواني او د هغې د مېړه خوشې کېدل یو مثبت انکشاف بللی دی.

د دې سازمان د جنوبي اسیا څانګې پر خپله اېکسپاڼه د دوی د خلاصون د هرکلي په ترڅ کې لیکلي چې مېرمن پرواني باید نه وای نیول شوې.

د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې هم د ندا پرواني د خلاصون هرکلی کوي خو وايي د هغې خوشي کېدا کافي نه ده.

نظیفه جلالي یوه له دغو فعالانو څخه ده. دې ازادي راډیو ته وویل:

" د ندا پرواني ازادېدل زموږ د افغانستاند ټولو مېرمنو لپاره بیا په تېره د بشري حقونود فعالانو لپاره یو ښه خبر دی خو د دې تضمین نه شته چې هغه به بیا نه نیول کېږي. همداراز ګڼې نورې فعالانې لا هم بندیانې دي اوله بلې خوا ښځې د زده کړو او کار په شان لومړنۍ ازادۍ نه لري."

ندا پرواني د سږ کال د سنبلې په وروستیو کې له خپل خاوند او ماشوم سره یوځای په کابل کې نیول شوې وه.

د راپورونو له مخې، طالبانو مېرمن پرواني او خاوند یې د پنجشنبې په ورځ په ضمانت خوشې کړي دي.

طالبانو تراوسه پورې د اغلې پرواني د خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت چارواکي د ښځینه فعالانو، د مدني ټولنې د غړیو او خبریالانو د نیولو او خوشي کولو په اړه عموماً څه نه وايي.

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو د نورو بندي کړو ښځینه فعالانو د زر او بې قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده
د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو د نورو بندي کړو ښځینه فعالانو د زر او بې قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، یو ځل بیا د ښځو د بشري حقونو د ملاتړو ژولیا پارسي، منیژې صدیقي او پریسا ازادې او نورو ټولو هغو کسانو د ژر تر ژره او بې قید و شرطه خوشی کېدو غوښتنه کوي چې د بشري حقونو او عدالت لپاره یې غږونه پورته کړي او په دې خاطر په بند کې دي.

ملګروملتو تېره اوونۍ د بشري حقونو د نړیوالې ورخې په مناسبت له طالبانو وغوښتل چې د یوه سوکاله، سوله ییز او باثباته افغانستان د راتلونکې د بنسټ په توګه د بشري حقونو په اړه ژمنې ومني.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان اوسني واکمنان د هغو ټولو کسانو پر وړاندې چې په دې هېواد کې اوسي حقوقي مکلفیتونه او پراخ مسوولیتونه لري او باید د خلکو، په تېره بیا د ښځو او نجونو بشري حقونه وساتي.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې ورکړل شوي دي.

خو د بشري حقونو ډېر فعالان وايي چې د طالبانو خبرې ډېرې عمومي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کې له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګې پورته نجونې له زده کړو منع کړې او کابو یو کال وړاندې یې له پوهنتونه هم راوګرځولې.

طالبانو همداراز په اکثرو دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو ناحکومتي ادارو کې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG