د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

ریچارد بنټ: سهیل شاهین ته مې وویل چې د بشري حقونو مدافعان له زندانونو ازاد کړئ


ریچارډ بینټ
ریچارډ بینټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي، په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین سره لیدنه کې د ښځو حقونو؛ په ځانګړي ډول د زده‌کړو حق، د ماشومانو حقونو او له زندانه د بشري حقونو د ملاتړو په ازادۍ خبرې اترې کړي دي.

ښاغلي بینټ د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په لیدنه کې د طالبانو له‌خوا د بښنې فرمان ته په احترام هم ټینګار کړی دی.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په خپله اېکس‌پاڼه بې له دې چې د ریچارډ بینټ له‌خوا یاد شویو موضوعاتو ته اشاره وکړي لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار کړی چې د بشري حقونو په اړه خپرېدونکي راپورونه باید بې‌طرفه او د افغانستان د واقعیتونو منعکس کوونکي وي.

سهیل شاهین: دې لیدنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار کړی چې د بشري حقونو په اړه خپرېدونکي راپورونه باید بې‌طرفه او د افغانستان د واقعیتونو منعکس کوونکي وي.
سهیل شاهین: دې لیدنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار کړی چې د بشري حقونو په اړه خپرېدونکي راپورونه باید بې‌طرفه او د افغانستان د واقعیتونو منعکس کوونکي وي.

هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ته د کونډو ښځو، یتیمانو او معلولینو په اړه د دوی د حکومت له‌خوا د شویو اقداماتو جزییات ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، لا هم د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړې لکه: ندا پرواني، ژولیا پارسي، منیژه صدیقي او پریسا ازاده د طالبانو په زندان کې دي.

په ورته مهال، د جودشه معترضو ښځو غورځنګ غړو پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې یوه ویډیو کې ادعا کړې چې ملګري ملتونه د طالبانو په زندان کې د بشري حقونو د ملاتړو زنداني ښځو په اړه چپ دي.

د دې غورځنګ غړې دا هم وايي چې دې سازمان د دې زندانیانو د ازادۍ په اړه د اعلامیو له خپرولو پرته بل کوم کار نه‌دی کړی.

دوی هر څه ژر د طالبانو له زندانه د بشري حقونو د ملاتړو د ازادۍ غوښتنه کوي.

هاخوا د افغانستان د همیارۍ بنسټ مسووله ګل‌چهره یفتلي ازادي راډیو سره خبرو کې وايي:

"موږ وینوو کې چې معترضې ښځې په زندانونو کې د ظلم او شکنجې لاندې دي او د وضعیت په اړه یې هیڅ معلومات نه‌شته. نړیوالې ټولنې له اعلامیو خپرولو پرته د دوی د ازادۍ په اړه کوم عملي کار نه‌دی کړی. "

د ښځو د حقونو یوه بله ملاتړې وږمه توخي بیا وايي، ملګري ملتونه باید طالبان مجبور کړي چې فعالې ښځې له زندانونو ازادې کړي.

ندا پرواني او ژولیا پارسي د طالبانو په زندانونو کې له بنديانو ښځو څخه دي
ندا پرواني او ژولیا پارسي د طالبانو په زندانونو کې له بنديانو ښځو څخه دي

توخي زیاتوي:

"په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړې د هغوی د عدالت غوښتنې له امله ستایل کېږي، خو په افغانستان کې نن ورځ طالبان له ښځو سره تاوتریخوالی کوي. دا په هیڅ فرهنګ او هېواد کې نه‌شته. "

دا په داسې حال کې یوناما د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی و او له طالبانو یې غوښتي و چې په افغانستان کې د اوسېدونکو ټولو وګړو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو د ساتنې او ترې د ملاتړقانوني او لوی مسوولیت درک کړي.

همدا ډول ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د افغانانو حقونه خوندي کړي او د معترضو ښځو په ګډون، د پوهنتونو استادان، مخکني امنیتي او دفاعي ځواکونه او نور فعالان له زندانونو ازاد کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG