د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

ریچارډ بینېټ: طالبان د ښځو زده‌کړو په اړه د نظر اختلاف لري


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وايي، طالبان د نجونو د زده‌کړو په اړه یوه خوله نه‌دي.

ریچارډ بینټ وايي، طالبان د ښځو د زده‌کړو په اړه د نظر اختلاف لري.

هغه پرون د دوحې فورم په غونډه کې چې یوه برخه یې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه، وویل چې د طالبانو د قوت یو ټکی د دوی یووالی دی، خو د ښځو د زده‌کړو په اړه په کې دا یووالی نه تر سترګو کېږي.

نوموړی زیاتوي: "زما له انده د طالبان یووالی د دوی د قوت له ټکو یو دی، ځکه دوی یووالی ډېر بنسټیز او مهم بولي او قدرت ته د رسېدو په برخه کې یې هم ډېره ونډه لري؛ خو د ښځو د زده‌کړو په برخه کې فکر نه کوم چې دا ډول یووالی ولري. موږ دا توپیر په ځینو عمومي ویناوو کې لیدلی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپلو خبرو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د مخکني سرپرست عبدالباقي حقاني ګوښه کول هم د نجونو د زده‌کړه په اړه د نظر د اختلاف پایله وبلله.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د مخکني سرپرست عبدالباقي حقاني
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د مخکني سرپرست عبدالباقي حقاني

هغه زیاته کړه، کله چې یې هغه 'عبدالباقي حقاني' سره وکتل، د نجونو د زده‌کړو په اړه یې ورسره مهم بحث درلود او هغه پرېکړه کړې وه چې نجونې او هلکان باید په جلا جلا وختونو یا هم اوونۍ کې درې ورځې درس ووايي.

خو د بینېټ په خبره؛ هغه 'عبدالباقي حقاني' له څه مودې وروسته له دندې ګوښه کړل شو او د ده له قوله، کندهار د زده‌کړو په اړه د هغه فکر ډېر عصري او مخته تللی باله.

د طالبانو حکومت تر اوسه د بینېټ د څرګندونو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

په دوحه کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی په خپله ایکسپاڼه په دې غونډه کې د خپل سفیر محمد نعیم د ګډون خبر ورکړی، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي.

د ویلو ده چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د طالب چارواکو تر منځ بېلابېل نظرونه موجود دي.

همدا تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، له زده‌کړو سره شخصي مخالفت له ملت سره جفا او ښکاره ظلم دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

په ورته وخت کې یو شمېر زده‌کوونکې پر دوی د تعلیم بندیز، د افغانستان او خپل ځان لپاره تیاره برخلیک بولي.

په ننګرهار کې له دولسم ټولګي یوه فارغه شوې چې نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "ټولو دولتي ادارو څخه مو غوښتنه دا ده چې د خویندو ښوونځي پرانېزي، څو خویندې تر ۱۲م ټولګي زده‌‌کړې وکړي او بیا پوهنتون او دارالمعلمین ته لاره پیدا کړي او په اینده کې خپل افغانستان ته د خدمت وړ وګرځي."

په کابل کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکي بیا وايي، دوی هیڅ داسې کار نه‌دی کړی چې پر بنسټ یې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شي.

هغې وویل: "موږ ښوونځي ته با حجابه ځوو او هیڅ غیرقانوني کار هم نه‌کوو چې اسلامي امارت زموږ ښوونځي تړلي. له دوی غوښتنه کوو چې هر څه ژر زموږ ښوونځي پرانېزي."

۸۱۳ ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تللو منع کړي او تر خوا یې، نن ۳۵۳مه ورځ ده چې طالبانو نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم را ګرځولي دي.

خو په دې ټوله موده کې، د طالبانو حکومت د نجونو د زده‌‌کړو موضوع لنډمهاله ستونزه بللې او ویلي، ژر به ورته یوه حل لار پیدا کړي.

همدا ډول د وږي میاشتې په نیمايي کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتنه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وویل، خلک او نړۍ باید د شرایطو تر برابرېدو په دې برخه کې له زغم او صبر کار واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG