د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

متقي د يوناما استازې ته: د افغانستان د وضعيت په اړه پر حقايقو ولاړ راپور جوړ ګړئ


د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتي، څو د دې هېواد د وضعیت په اړه په حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، امیرخان متقي دا خبره له ریچارډ بنیټ سره کتنه کې کړې.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې کتنه کې ښاغلي بینټ افغانستان ته د خپل راتګ موخه، ورکړل شوی ماموریت او کاري پلان په اړه له امیرخان متقي سره خبرې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي له ښاغلي بنیټ غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور کې د رسنیو، د دوی په اصطلاح مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول قضاوت و نه کړي.

طالبانو له ښاغلي بنیټ دا غوښتي چې په خپل راپور کې د افغانستان دیني، فرهنګي او کلتوري ارزښتونه په پام کې ونیسي.

طالبان له ښاغلي بنیټ داسې مهال دا غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ واکمني، د بشري حقونو په نقض او تر خوا یې پر ښځو د بې‌مسؤلیته محدویتونو له امله تر سختو نیوکو لاندې ده،.

ملګرو ملتونو د وري په ۱۲مه په دې هېواد کې د بشري حقونو د څرنګوالي او څارنې لپاره ریچارډ بنیټ د خپل ځانګړی استازي په توګه وټاکه.

هغه ته دنده سپارل شوې، څو په افغانستان کې بشري حقونه وڅېړي، ترې څارنه وکړي او د اوسني وضعیت په اړه‌ یې راپور ورکړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې ملګروملتونو د مې په ۱۴مه افغانستان ته د ریچارډ بنیټ د لومړني سفرپه اړه خپره کړې، ښاغلي بنیت ویلي چې دی به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره د طالبانو له سرپرست حکومت او یوشمېر نورو مهمو لوبغاړو سره وګوري، ترڅو وګوري چې ایا افغانستان د بشري حقونو په برخه کې هغه مسولیتونه پرځای کړي چې دې هیواد یې په لاسلیک شوي د بشري حقونو نړیوال قانون کې ژمنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې نوموړې به د مې تر۲۶ پورې په افغانستان کې وي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی داسې مهال له افغانستانه کتنه ترسره کوي چې د طالبانو حکومت تایید کړه چې د یو شمېر نورو ادارو ترڅنګ یې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم لغوه کړ.

XS
SM
MD
LG