د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ډیبورا لاینز له امیر خان متقي سره د ښځو پر حقونو خبرې کړي


کابل کې اعتراض کوونکې ښځې
کابل کې اعتراض کوونکې ښځې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې ډیبورا لاینز نن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ښځو د زده کړې، کار او تګ راتګ د حقونو په اړه خبرې وکړې.

یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې دیبورا لاینز په دې کتنه کې دغه راز له پنجشیر څخه د ورکړل شویو راپورونه په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

په ټویټ کې دغه راز ویل شوي چې د ټولشمولیت او روغې جوړې پر لورګامونه اخیستل کېږي او یوناما به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د یوناما نښان
د یوناما نښان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغې کتنې په اړه په څو ټویټونو کې ویلي چې آغلې لاینز وویل، هیڅوک په افغانستان کې د جګړي او جنګي ډلو ملاتړي نه دي او نه یې هم د افغانستان په ګټه بولي.

نوموړي ویلي چې ښاغلي متقې یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو او نړۍ ته دې د افغانستان په اړه حقایق لکه امنیت، د فساد او اختلاص مخنیوی، د داعش او مخدره موادو له منځه وړل په جدي او واقعي ډول ورسوي.

د ملګرو ملتو امنیت شورا ته تېره اونۍ پنجشنبې دیبورالاینز خپل راپور وړاندې کړ او پکې یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه، خو په پرونۍ غونډه کې د راپورونو له مخې د یوناما مشرې د یوه داسې ګډ میکانیزم په رامنځته کولو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو د مخنیوي لپاره اغېزناک وي.

XS
SM
MD
LG