د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

طالبان: په ټول هېواد کې مو د حجاب د طرحې پر تطبيق کار پيل کړی


طالبانو د حجاب په اجباري طرحه کې ويلي چې چادري تر ټولو ښه حجاب دی.
طالبانو د حجاب په اجباري طرحه کې ويلي چې چادري تر ټولو ښه حجاب دی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وایي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې یې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو لپاره کار پیل کړی دی.

وروسته له هغه چې د طالبانو د مشرتابه له لوري د افغان ښځو او نجونو د اجباري حجاب د پلي کېدو په اړه فرمان ورکړل شو، اوس یې د حکومت د امر بالعمروف او نهي عن المنکر وزارت عملا د دې فرمان اجباري پلي کول پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه وزارت له تېرو ۵ ورځو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته د نصیحتونو او خبرو له لارې دا کار پیل کړی دی.

نوموړي وويل: "د هېواد په ټولو ولایتونو کې همدا مهال د حجاب د نطبیق په اړه زموږ محتسبین له تېرو پنځو ورځو راهیسې هڅه کوي چې په سمه توګه یو چا ته د نصیحت له لارې حجاب تطبیق شي."

ښاغلی مهاجر وایي که څه هم فرمان کې ورته ویل شوي چې د ۹۹ سلنې ښځو حجاب رعایت دی خو دوی هڅه کوي، چې دا فرمان په سمه توګه په ټولو ولایتونو کې تطبیق کړي.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت رسنیو ته په یوه تازه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی محتسبینو تازه پرون شنبه د کابل ښار لودیځ ۱۱ حوزې اړوند سیمه د حجاب نه مراعتکوونکو ښځو د کورنیو له والیانو یا نارینه مشرانو سره لیدلي او په دې اړه ورته سپارښتنې کړي دي.

کابل کې د طالبانو د اجباري طرحې په غبرګون کې د ښځو لاريون
کابل کې د طالبانو د اجباري طرحې په غبرګون کې د ښځو لاريون

خو د کابل ښار د لوېدیځ کې یو شمېر اوسېدونکي وایي، دلته اکثرو ښځو او نجونو حجاب له وړاندې مراعت کړی او طالبان دې په دې فرمانونو خلک نه ځوروي.

له دې ډلې د کابل لویدیځ اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفې یعقوبي ازادي راډیو ته یې وویل: "زه باوري یم چې د طالبانو دا فرمان په کابل کې د زرګونو اوسېدونکو ښځو او ځوانو نجونو لپاره د منلو نه دی، افغان ښځې له پخوا حجاب مراعت کړی او نن هم بې حجابه نه دي، طالبان په دې ډول فرمانونو سیاسي باج اخیستنې کوي او دا هېڅ چا ته د منلو نه دي."

د يوولسمې حوزې اړوند سیمې یوه اوسېدونکې بیا، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، اسلام د جبر او زور دین نه دی او طالبان د دې فرمانونو او خلکو اړولو پر ځای دې د هېواد اساسي او شته شدیدو ستونزو د حل په اړه هڅه وکړي.

د حجاب په اړه د طالبانو اجباري طرحې يوه برخه
د حجاب په اړه د طالبانو اجباري طرحې يوه برخه

نوموړی وايي: "زه نه پوهېږم چې طالبان ولې د ښځو اړوند مسایلو د هغوی تعلیم حجاب او کار په اړه دومره نښتي دي؟ ایا د دوی ایمان دومره کمزوری دی چې د ښځو د یو تار ویښتو په لیدو یې ایمان نه زیان رسېږي؟ زه یوه عکاسه یم ماته دا ډېره سخته ده چې غټې غټې جامې واغوندم او سمبال یې کړم، خو بې حجابه هم نه یم."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لارې د خپل مشرتابه هغه فرمان خپور کړ چې د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو په اړه دی.

خو دا فرمان په کور دننه او بهر له ګڼو غبرګونونه سره مخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG