د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د طالبانو لخوا هوټلونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز؛ خلکو غبرګونونه ښودلي


هرات کې د ښځو لپاره يو ځانګړی هوټل
هرات کې د ښځو لپاره يو ځانګړی هوټل

هرات ولایت ځیني اوسیدونکو د طالبانو هغې پرېکړې ته چې له مخې يې کورنۍ یو ځای هوټلونو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره نشي تلای په غبرګون کې وايي، طالبان باید د دا ډول کړنو څخه لاس واخلي.

د طالبانو د حکومت لخوا د محدویتونو په دوام سره دا ځلې طالبانو په هرات ولایت کې یو شمېر رسټورانټونو او هوټلونو ته ویلي، هغه کورنۍ چې ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي د مېرمنو او نارینو لپاره جلا ځایونه جوړ او ډوډۍ ورکړي.

د طالبانو دغه پریکړه له غبرګونونو سره مخ شوې.

د هرات ولایت اوسیدونکي نګینه چې د طالبانو تازه پریکړې حیرانه کړې وايي، د طالبانو له پرېکړې وروسته له خپل پلار او ورور سره یو رستورانټ ته د ډوډۍ خوړلو لپاره تللې.

نوموړې وايي: "زه له خپل پلار، ورور او دوه خویندو سره رسټورانټ لاړم، موږ ته يې اجازه رانکړه چې یوځای کښېنو، په اصل کې همغه شپه موږ ډوډۍ بیخي ونه خوړه او له رسټورانټ نه بېرته راووتلو."

نوموړې وايي، رسټورانټ ته د ډوډۍ خوړلو لپاره تلل یو فرهنګ دی او طالبان باید په دغه ډول کړنو سره کورنۍ له یو بله جلا نه کړي.

شګوفه هم له ورته حالت سره مخ او د طالبانو له دې کړنې انتقاد کوي.

نوموړې وايي: "زما په نظر دغه مسله کولای شي زیاتې اندېښنې راپورته کړي، ښايي له دې زیات نور محدودیتونه هم وضع شي او دغه حالت په کورنیو په ځانګړي ډول مېرمنو باندې فضا نوره هم تنګوي."

په هرات ولایت کې یو شمېر هوټلونه ددې ښار د اوسیدونکو اندېښنې تاییدوي.

په دغه ولایت کې د یو هوټل مسول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "طالبان څو رسټورانټونو ته راغلل او وې ویل چې ښځې او نارینو ته یو ځای اجازه ورنکړئ، زموږ ځیني همکاران یې بوتله او زنداني کړه، موږ هم په ډار سره کار کو او مشتریانو ته وايو چې په ډیر احتیاط سره مخ کې لاړ شي ترڅو ستونزې جوړې نشي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه په هرات ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یو چارواکي ریاض الله سیرت فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ټولو رستورانټونو ته یې ویلي، هغه کورنۍ چې یو ځای د ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي مېرمنو ته یې جلا او نارینو ته یې جلا ډوډۍ ورکړي.

افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړي هوټلونه هم شته چې دا يې هرات ولايت کې دی.
افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړي هوټلونه هم شته چې دا يې هرات ولايت کې دی.

هغه ویلي، ځیني رسټورانټو ته یې ګواښ کړی چې دغه پرېکړه ان په ېیړه او ښځه هم چې ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي تطبیق کړي.

خو د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت بیا په خپل تویټر پاڼه ددغه ډول راپورنو خپرول د ځینو رسنیو لخوا رد کړي او هغه یې تبلیغات یاد کړي.

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته یو لړ محدویتونه د دوی لخوا په ځانګړي ډول په مېرمنو وضع شوي دي.

طالبانو له دې وړاندې له شپږم ټولکي پورته په نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې، همدا راز یې حجاب اجباري کړ او ورسره یې په تفریحي پارکونو کې د نارینو او ښځینو لپاره ورځې هم جلا کړې.

په افغانستان کې د طالبانو لخوا ددغو محدویتونو په وړاندې غبرګونونه تر نړېوالې کچې پورې و.

XS
SM
MD
LG