د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

د ندا پرواني خوشې کېدل او د طالبانو لخوا د مېرمنو په خپل سرو نیونو د اندېښنو دوام


له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو او معترضو ښځو تصویر
له ارشیفه د طالبانو د یو شمېر ځواکونو او معترضو ښځو تصویر

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د طالبانو لخوا د معترضو مېرمنو او د بشري حقونو د مدافعینو: ژولیا پارسي، ندا پرواني، پریسا ازاده او منیژه صدیقي د خپل سرو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یاد شوي سازمان د چارشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۱۳مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د هغو معترضو مېرمنو نیول چې له خبلو حقونو څخه یې د بیان د ازادۍ او سوله ییزو اعتراضونو لپاره استفاده کوله، د ژورې اندېښنې وړ دي.

سرچینې د طالبانو حکومت د استخباراتو له ریاست څخه د دې مېرمنو د ژر تر ژره او بې قید او شرطه خوشې کیدو غوښتنه کړې.

دا غوښتنه داسې مهال ده چې له موضوع څخه یوې با خبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې یوه معترضه مېرمنه اغلې ندا پروانې تیره شپه په ضمانت، د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې د مېرمن پرواني روغتیایي حالت ښه نه دی، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

د طالبانو لخوا د معترضو مېرمنو زنداني کول تل له پراخو نیوکو سره مخ شوي
د طالبانو لخوا د معترضو مېرمنو زنداني کول تل له پراخو نیوکو سره مخ شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د دې مېرمنو نیول نه تایید او نه هم رد کړي، خو تر دې مخکې د نیول شویو مېرمنو کورنۍ او دوی ته نږدې کسانو ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له‌خوا د نیول شویو معترضو ښځو د سختو شکنجو، روغتون او پلچرخي زندان ته یې د لېږدېدو ادعاوې کړې دي.

د افغانستان د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې لیلا بسیم ازادي راډيو ته وویل چې د معترضو مېرمنو کورنۍ د دوی د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نه لري او د طالبانو حکومت ورته د لیدو اجازه هم نه ورکوي.

نوموړې زیاته کړه:

" د دوی کورنۍ په دې څه باندې دوو میاشتو کې هره ورځ د طالبانو د ریاستونو د دروازو تر شا په دې هڅه کې دي چې د خپلو عزیزانو لپاره یو څه وکړي چې دوی خوشې شي. د ژولیا کورنۍ په ډېرې سختۍ کولای شي د هغې زوی وویني خو خپله ژولیا نه شي لیدلی."

اغلې بسیم زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه د دې تر څنګ چې د معترضو مېرمنو د خوشې کېدو لپاره غږ پورته کوي باید عملي اقدام هم ترسره کړي.

د طالبانو منتقدان دوی له ښځو سره په پراخ جنسیتي تبعیض تورنوي، خو دوی دا ادعاوې ردوي
د طالبانو منتقدان دوی له ښځو سره په پراخ جنسیتي تبعیض تورنوي، خو دوی دا ادعاوې ردوي

د ښځو او د بشري حقونو فعاله هما رجبي هم ورته غوښتنه لري.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

" موږ د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې جدي او عملي اقدام ترسره کړي. د غوښتنې تر څنګ عملي اقدام یو ځانګړی اغېز لري. دا سمه ده چې غوښتنه کوي خو تر څنګ یې عملي اقدام هم وکړي ځکه که یواځې په غوښتلو څه کیده دومره وخت به یې دوی خوشې کړي وای."

د لیندۍ په ۲۰مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي ووچې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین سره په لیدنه کې یې د ښځو حقونو؛ په ځانګړي ډول د زده‌کړو حق، د ماشومانو حقونو او له زندانه د بشري حقونو د ملاتړو په ازادۍ خبرې اترې کړي دي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د بشري حقونو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو په وار- وار د طالبانو له بند څخه د معترضو مېرمنو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د ښځو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG