د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو او رسنیو نړیواله غونډه وشوه


په جرمني د افغان خبریالانو او رسنیو د نړیوالې غونډې یو انځور
په جرمني د افغان خبریالانو او رسنیو د نړیوالې غونډې یو انځور

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو او رسنیو نړیواله ناسته شوې ده.

د جرمني په برلين ښار کې په جلاوطنۍ کې د خبريالانو د وضعيت او د هغوى د پياوړلي کولو د لارو چارو په موخه د خبريالانو او رسنيو نړيواله غونډه شوې ده.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ په جلاوطنۍ کې د خبريالانو لپاره د اروپا د صندوق 'جى ايکس فنډ' له خوا د "افغانستان د جلاوطنه رسنیو بیارغونه، ستونزې، فرصتونه او مخ ته پروت مسیر" په نوم پیل شوې وه، له ټولې اروپا، کاناډا او امریکا څخه په جلاوطنۍ کې ۱۵۰خبريالان او د رسنیو فعالانو په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړى و.

په دغه غونډه کې د یاد صندوق مشر پنیلوپ وینټرهاګر له جلاوطنه رسنیو سره د دوامدار ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه ناسته یې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو لپاره ډېره مهمه وبلله.

د دغې غونډې یوه ویناوال لطف الله نجفي‌زاده ازادي راډيو ته وویل چې دا پروګرام له افغانستانه بهر د رسنیو د وضعیت او د رسنیو د کار په خپراوي کې مرسته کوي.

هغه وايي: "دا په افغانستان کې د وروستيو تحولاتو له راتلو وروسته د افغان خبریالانو تر ټولو لویه غونډه ده. له دوه کال مخکې تحولاتو څخه وروسته په لوېدیځو هېوادونو کې له سلو زیات خبریالان راټول شوي دي چې یوې بنسټيزې پوښتنې ځواب ووايي، مونږ څه کولی شو او څه باید وکړو؟ زه فکر کوم چې دغه دوه ورځې چې خبريالان دلته راغونډ شوي دي، په هېواد کې دننه د خبریالانو د وضعیت او بهر د دوی د کار یو تصویر وړاندې کړي."

دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان دننه د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې رسنۍ او خبریالان له جدي بندیزونو او سانسور سره مخ دي او یو شمېر خبریالان زنداني شوي هم دي.
دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان دننه د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې رسنۍ او خبریالان له جدي بندیزونو او سانسور سره مخ دي او یو شمېر خبریالان زنداني شوي هم دي.

د دې غونډې یو بل ویناوال دانش کړوخېل بیا ازادي راډيو ته وویل چې د دې غونډې د جوړېدو هدف د خبریالانو او رسنیو ترمنځ همغږي ده.

هغه وايي: "د دې کنفرانس اصلي موخه دا وه چې دا خبریالان او رسنۍ څنګه یو له بل سره همغږي شي او د دوی پروګرامونه او غږونه څنګه د افغانستان پر خلکو مثبت اغېز کولی شي."

د کړوخېل په وینا، تراوسه پورې جلاوطنې رسنۍ د افغانستان د خلکو په منځ کې اغېزمن او مثبت دریځ نه لري.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مشر ظریف کریمي د دغې غونډې د جوړېدو د هرکلي په ترڅ کې د افغانستان له دننه څخه د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د چارواکو په نه ګډون نیوکه وکړه.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه چې په افغانستان کې د رسنیو له کارکوونکو او فعالانو په جرمني کې په جلاوطنۍ کې د خبریالانو په غوڼده کې کوم نظر نه و اخیستل شوی، که څه هم موږ خپله اندېښنه له جوړونکو سره شریکه کړه، خو پاملرنه ورته ونه شوه. موږ بیا هم غوښتنه کوو چې په افغانستان کې دننه خبریالان او د رسنیو فعالان باید په ټولو غونډو کې حضور ولري، که نه د افغانستان دننه د خبریالانو او رسنیو له نومونو به ناسمه استفاده وشي."

دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان دننه د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې رسنۍ او خبریالان له جدي بندیزونو او سانسور سره مخ دي او یو شمېر خبریالان زنداني شوي هم دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د روان لمریز کال په لړم میاشت کې په یوه راپور کې ویلي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو له ازادۍ د سرغړونې ۷۵ پېښې ثبت کړي، چې ۳۳ یې د نیول کېدو او ۴۲ د ګواښونو پېښې دي.

د نی بنسټ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پنځوس سلنه رسنۍ په افغانستان کې غیر فعالې شوې، نږدې اویا سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او وزګاره شوي او یو شمېر مسلکي کدرونه هم له افغانستان وتلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG