د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د افغان ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه نظر پوښتنه؛ جدي ستونزې او غوښتنې یې څه دي؟


تصویر له ارشیفه، د افغانستان د یوې سیمه ییزې راډیو دوه ښځینه ګارکوونکې
تصویر له ارشیفه، د افغانستان د یوې سیمه ییزې راډیو دوه ښځینه ګارکوونکې

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم یو بنسټ د یکشنبې په ورځ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې.

د دې نظر پوښتنې له مخې چې په کې ۲۰۰ ښځینه خبریالانو ګډون کړی، ښځینه خبریالانې د بېکارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې بنسټ مرستیالې مشهوده سروري د دې نظر پوښتنې د یوې برخې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ له خوا تر سره شوه ، په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا دوه سوه خبریالانو چې د ټولو ښځینه رسنیزو کارکوونکو شا او خوا څلوېښت سلنه جوړوي، برخه اخیستې وه، ۴۵ سلنه برخه والې په دې باور وې چې بې کاري او په کور ناستی د ښځينه خبريالانو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده."

په دې نظر پوښتنه کې ښځینه خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالی، په رسنیو کې د کاري او رواني امنیت نشتوالی، د ماسک اغوستل او د حجاب اجباري کېدل د خپلو رسنیزو فعالیتونو په وړاندې نورې ستونزې یادې کړې.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پر ښځینه تلویزوني ویاندویانو ماسک اغوستل جبري شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پر ښځینه تلویزوني ویاندویانو ماسک اغوستل جبري شوي

په دې نظر پوښتنه کې یو شمېر ګډونوالو د رسنیو کمښت او د خبریالانو بې روزګاري د دوی عمده ستونزې ګڼلې او ځینو نورو بیا د طالبانو د حکومت د کسانو له خوا ښځینه خبریالانو سره د ناوړه چلند په اړه شکایت کړى.

د دغې نظر پوښتنې یوازې ۲۵ سلنه ګډونوالو ویلي چې د ښځینه خبریالانو وضعیت د تېر کال په پرتله ښه شوی دی.

هڅه مو وکړه چې د افغانستان د ښځینه خبریالانو د بنسټ د نظر پوښتنې د پایلو په اړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنشراتو او مطبوعاتو د څارنې د مشر عبدالواحد ریان نظر هم واخلو، خو نوموړي زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې تر دې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د ژورنالیزم اصولو ته ژمن دی، خو تل یې د ښځینه خبریالانو په ګډون د خبریالانو پر کار بندیزونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، چې د دوی پر وړاندې ستونزې لا هم موجودې دي.

ښځینه خبریالانې وایي چې د طالبانو خبري ناستو ته نه پرېښودل کیږي- تصویر له ارشیفه
ښځینه خبریالانې وایي چې د طالبانو خبري ناستو ته نه پرېښودل کیږي- تصویر له ارشیفه

نيلاب رحيمي چې په افغانستان کې د يوې رسنۍ کارکونکې ده وايي، لا هم د خبريالانو په ځانګړې ډول د ښځينه خبريالانو پر وړاندې ځينې بنديزونه او ستونزې شته.

هغه زیاتوي:

"د هغو ننګونو څخه يو هم د خبر سانسور دی چې موږ ورسره مخ یو، معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالی، د ماسک اغوستل لازمي دي، حتی موږ ځینې کنفرانسونو ته هم ځو، دوی موږ ته اجازه نه راکوي چې له ماسک پرته ننوځو، کله چې لوړ پوړي چارواکي کنفرانس ورکوي، موږ نشو کولی هلته واوسو"

د بلخ ولایت یوه ښځینه خبریاله مروه چې تازه کور ناستې شوې، ازادي راډیو ته یې وویل چې له بېکارۍ وروسته اوس له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ ده.

دا خبریاله وایي:

"د اوس لپاره زه په کور ناسته یم، کومې ستونزې چې زه لرم، يو داچې زه له رواني، روحي او اقتصادي ستونزو سره مخ یم، نه یوازې زه، بلکې ډیری ښځینه خبریالانې چې وزګارې دي، له همدغو ستونزو سره مخ دي، خدای دې وکړي، چې زمونږ ستونزو ته رسيدنه وشي"

هغو ښځينه خبريالانو چې د افغان ښځينه خبريالانو بنسټ په نظر پوښتنه کې يې برخه اخيستې وه له نړۍ څخه د بې روزګاره ښځينه خبريالانو د مالي ملاتړ، د جنسيتي تبعيض د له منځه وړلو او د خبريالانو د اقتصادي ستونزو د هواري او د قوانينو د بدلون غوښتنه کړې ده.

طالب چارواکي ادعا لري چې د بیان ازادي او رسنیز فعالیتونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي دي
طالب چارواکي ادعا لري چې د بیان ازادي او رسنیز فعالیتونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي دي

تر دې وړاندې د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولنې په ګډون د خبریالانو بېلابېلو ملاتړو بنسټونو د ښځینه خبریالانو وضعیت خورا د اندېښنې وړ بللی و.

دغه بنسټ د روان کال د اسد د میاشتې په پای کې په یوه راپور کې ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې یوازې ۲۸۴ ښځې په رسنیو کې کار کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نى) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ غیر فعالې شوي، نږدې ۷۰ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یو شمېر نور هم له دندو ګوښه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته يو شمېر نور خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG