د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته د رسنیو په ځانګړې توګه د تلویزیونونو لپاره ننګونې ډېرې شوې دي.
د دې ادارې مشر ظریف کریمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې له ۱۴۷ تلویزیوني چینلونو څخه ۷۷ یې تړل شوي دي.
ظریفي زیاتوي:
"نن د تلویزیون ورځ داسې مهال رارسېږي چې موږ ۵۲ سلنه تصویري رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله ځان سره نه لرو. هغه رسنۍ چې خپرونې یې بندې کړي، په کابل او ټول افغانستان کې دي."
نی بنسټ داسې مهال په افغانستان کې د ۵۲ سلنه تصویري رسنیو د بندېدو خبر ورکوي چې نن د نومبر ۲۱مه د تلویزیون نړیواله ورځ ده.
په ورته وخت کې د تلویزیونونو ځینې خبریالان هم وايي، د محدودېتونو او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله یې ننګونې ډېرې شوې دي.
د یوه خصوصي تلویزیون یو خبریال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:
"کله چې یو تلوېزیوني راپور جوړوو، لومړی باید د والي ویاند ته ورشو، که هغه اړوند چارواکي ته اجازه ورکړه، بیا موږ ته کلېپ راکوي. دا ډېره سخته ده چې یو راپور جوړوې، په اوونیو انتظار به ورته کوې، نو دا خو رسنۍ نه درسره مني. کله چې راپور جوړوو، اطلاعات نه وي او چې اطلاعات نه وي، راپور نیمګړی وي."
د شمشاد تلویزیون خبریاله هوسۍ احمدزۍ هم وايي، د نورو محدودېتونو ترڅنګ چې په تلویزیونونو کې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي، دوی د پخوا په څېر د بیان ازادي اوس نه لري.
اغلې احمدزۍ ازادي راډيو ته وویل:
"اوس خو په افغانستان کې په تلویزیون کې کار کول هم خورا ستونزمن دي، په هغه کچه چې پخوا د بیان ازادي وه، موږ کولای شول چې په ازاده توګه په مهمو مسایلو بحثونه وکړو یا په حکومت او چارواکو نقد وکړو، اوس په هغه کچه د بیان ازادي نشته."
د تلویزیونونو ځینې لیدونکي هم وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېرې هغه ټولنیزې او تفریحي خپرونې چې ګڼ لیدونکي یې درلودل، اوس نشته او له همدې امله دوی اوس ډېر وخت افغاني چینلونه ګوري.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکې وږمې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د پخوا غوندې اوس په تلویزیونو کې ټولنیزې او تفریحي خپرونې نشته، پخوا دې خپرونو ډېر لیدونکي درلودل، خو اوس په افغانستان کې په دې خپرونو، موسیقي او سریالونو بندیزونه دي چې له همدې امله خلک ډېر افغاني تلویزیونونه نه ګوري او پر ځای یې بهرني تلویزیونونه ګوري."
د کابل اوسېدونکی سعادت هم چې تلویزیوني خپرونې تعقیبوي، د دې خپرونو په اړه داسې نظر لري:
"اوس وینو داسې کسان بحثونو ته راغوښتل کېږي چې عادي خلک دي، د موضوع په اړه هېڅ معلومات او مطالعه نه لري، دا ډول حالت له رسنیو سره د خلکو لېوالتیا کموي."
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم نن په یوه اعلامیه چې د تلویزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپره کړې، ادعا کړې چې د طالبانو محدودېتونو په افغانستان کې د تلویزیوني خپرونو په کیفیت ناوړه اغېز کړی.
د خبریالانو مرکز ویلي دي چې طالبانو په خپله واکمني کې په ملي تلویزیون کې ښځې له کار کولو او په تلویزیوني ډرامو او تمثیلي ټوټو کې له رول لوبولو منع کړي، ماسک یې پرې اجباري کړی، په هملند کې یې د تصویري مرکې اخیستل منع کړي او همدا ډول یې په ځینو تلویزیونو بندیزونه هم لګولي دي.
د خبریالانو مرکز همدا ډول ویلي چې طالبانو رسنۍ مدني اعتراضونو ته له پوښښ ورکولو او په خپرونو کې یې د حکومت د منتقدانو له رابلل منع کړي او په موسیقي یې هم بندیز لګولی.
دې مرکز ادعا کړې، هغوی خبریالانو او رسنیو چې دا محدودېتونه له پام غورځولي، زنداني شوي او رسنۍ هم د تړلو له ګواښ سره مخ شوي دي.
سره له دې چې طالب چارواکو تل ادعا کړې چې د شرېعت په چوکاټ کې یې رسنیو ته ازادي ورکړې ده، خو د خبریالانو او رسنیو ګڼو ملاتړو بنسټونو په خپلو اعلامیو او راپورونو کې ویلي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې رسنۍ سانسور شوي او ډېرې یې د اقتصادي ستونزو او سانسور له امله تړل شوي هم دي.