د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د طالبانو لخوا د یوې راډیو د مدیر محاکمې او د یوه خبریال بندي کولو ته غبرګونونه


له ارشیفه د یو شمېر افغان رسنیو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان رسنیو تصویر

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سه شنبې په ورځ په یوه اعلاميې کې ویلي چې په دایکندي کې د «نسیم» د خصوصي راډیو مسوول سلطان علي جوادي په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د ابتدایي محکمې له خوا په یو کال بند محکوم شوى.

د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه جزیيات نه دي ورکړي، خو د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د طالبانو محکمې هغه د "د واکمن نظام پر ضد د پروپاګند" او "بهرنيو هېوادونو ته د جاسوسۍ" په تور په يو کال بند محکوم کړى دى. .

د دغه مرکز د حقوقي او ارتباطاتو د څانګې مسوولې سمیعې ولیزاده ازادي راډيو ته وویل چې دوی غواړي د طالبانو د محکمې پرېکړه وڅېړي او دغه خبریال خوشې کړي.

"په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې طالبانو د پخوا په پرتله پر خبریالانو او د رسنیو پر فعالینو ډېر فشارونه اچولى او په بېلابېلو پلمو یې نیولي، چې دا کار د اندېښنې وړ دی او د معلوماتو په برخه کې د محدودیتونه رامنځته کوي."

طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډیو مدیر په یو کال بند محکوم کړی
طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډیو مدیر په یو کال بند محکوم کړی

نوموړې دا هم وويل چې دوى غواړي په افغانستان کې د خبريالانو په خپلسري ډول د نيولو مخه ونيسي او که کوم خبريال کومه تېروتنه او سرغړونه وکړي، د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د کمېسيون له خوا دې وڅېړل شي.

د طالبانو د حکومت استخباراتو تر دې مخکې د سپتمبر په میاشت کې د نسیم راډیو دوه نور خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي سره ښاغلی جوادي احضار کړی و.

له بلې خوا د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې سیمه ییز افغان خبریال عبدالرحیم محمدي خوشې کړي او د خبریالانو توقیف دې پای ته ورسوي.

دغې کمېټې چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د سه شنبې په ورځ په یوې اعلاحيه کې وویل چې د خبریال د نیولو علت او د هغه د د ساتل کېدو ځاى لا نه دی مشخص شوی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ داخلي بنسټونه وايي چې د تمدن د خصوصي تلویزیون دغه خبریال په کندهار کې د استخباراتو د ریاست له خوا احضار شوی چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه دي ور کړل شوي.

د سلطان علي جوادي د محکمې او د عبدالرحیم محمدي د نیولو په اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه پوښتنه وکړه، خو هغه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

هڅه مو وکړه چې د دغو خبریالانو له کورنیو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه شوو.

په ورته وخت کې له خبریالانو څخه د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي چې په ژورنالیستانو کې د وېرې رامنځته کول د رسنیو کار ته د خبریالانو لېوالتیا کموي.

نی اداره: د طالبانو روان چلند خبریالان او رسنیز کارکوونکي وېرولي
نی اداره: د طالبانو روان چلند خبریالان او رسنیز کارکوونکي وېرولي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نى) د رسنیو د څار ادارې مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل:

"که چېرې وضعيت همداسې دوام وکړي، د خبريالانو او د رسنيو د ټولنې تر منځ د وېرې په رامنځته کولو سره ښايي خبريالان له ژورنالېستيکو کارونو سره لېوالتيا کمه کړي، د بيان له ازادۍ ملاتړ او نیوکه وکړي او د معلوماتو د ازادو خپرېدو لامل شي، نو دا کار پر خبريالانو د فشار لامل کېدای شي".

ښاغلي کریمي د طالبانو د حکومت له خوا په کندهار کې د یوه سیمه ییز خبریال عبدالرحیم محمدي د نیول کېدو د علت د روښانه کولو غوښتنه هم وکړه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) هم د CPJ د اسیا پروګرام د مشر به لیه یي Beh Lih Yi ۔ له قوله ویلي چې طالبانو او د دوی استخباراتي ادارې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان تر واک ته رسېدو وروسته هره ورځ د افغان خبریالانو ځورونې ته دوام ورکوي او د راپور ورکولو او خپرولو پروسې مخنيوى کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG