د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د افغان خبریالانو فدراسیون: نړیوال دې طالبان خبریالانو سره دښمنۍ ختمولو ته مجبور کړي


له ارشیفه د یو شمېر افغاني رسنیو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغاني رسنیو تصویر

په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر غیردولتي رسنیو او د هغوی پر کارکوونکو فشارونه په زیاتېدو دي، په تبعید کې د افغان خبریالانو فډراسیون په دې برخه کې له نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ پرون په یوه اعلامیه کې وویل:

" د رسنیو د ملاتړ له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر طالبانو فشار راولي، څو د خبریالانو په وړاندې له دښمنانه دریځ تر شا شي."

دغه بنسټ د طالبانو د استخباراتو له خوا د طلوع خورشید راډیو د پخواني خبریال ضمیر ظهیر د نیول کېدو په مناسبت دا اعلامیه خپره کړې ده.

ویل کېږي نوموړی ایران ته تللی و، چې افغانستان ته له ستنېدو سره سم تېره اوونۍ د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فډراسیون ویاند حشمت الله وجداني پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، په ټوله کې په افغانستان کې رسنۍ له ډول- ډول فشارونو سره مخامخې دي.

وجداني زیاته کړه:

" د طالبانو له راتګ سره پر رسنیو او خبریالانو ډول ډول محدودیتونو ډېر خبریالان اړ کړل چې له هېواده ووځي. په وروستیو کې د ضمیر په نوم خبریال چې له ایرانه خپل هېواد ته ستنېده، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی. په تبعید کې د افغان خبریالانو فډراسیون له نړیوالو بنسټونو غواړي پر طالبانو فشار راولي، چې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي. که نه د افغانستان رسنۍ به له سقوط سره مخامخ شي او ګڼ خبریالان به نورو هېوادونو په وتلو مجبور شي."

طالبانو په تبعید کې د افغان خبریالانو فډراسیون د پرونۍ اعلامیې په باب څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو، چې په افغانستان کې د افغاني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

بلخوا د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) وایي پر افغانستان د طالبانو د څه باندې دوو کلونو واکمنۍ پر مهال د افغانستان شا و خوا ۵۰ فیصده رسنۍ غیرفعاله شوي او د رسنیو ۷۰ فیصده کارکوونکي یا هم خبریالان وزګاره شوي دي.

نی بنسټ ازادۍ راډیو ته ویلي په دې موده کې ګڼ مسلکي کادرونه له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې د اطلاع رسونې او خبریالۍ کار د فزیکي، مادي او معنوي امکاناتو د کموالي له کبله کم شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG