د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

سي‌پي‌جي: د افغانستان په ګډون د اسیا ډېری هېوادونو کې خبریالان بندیان دي


ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه
ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یا 'سي‌پي‌جي' وايي، په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ډېر خبریالان د افغانستان په ګډون د اسیا په ډېرو هېوادونو کې د خپلو کارونو اړوند لاملونو له امله بندیان شوي دي.

'سي‌پي‌جي' د پنجشنبې په ورځ په دې اړه د خپل کلني راپور په خپرولو سره وویل چې تېر کال په دې سیمه کې ۳۲۰ خبریالان زنداني شوې دي.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې چین، میانمار او ویتنام د اسیا په هغو هېوادونو کې شامل دي چې تر ټولو ډېر خبریالان په‌کې بندیان شوي او په هند، افغانستان او فیلیپين کې هم خبریالان نیول شوي دي.

په دې راپور کې ایران او اسراییل هم د هغو هېوادونو په توګه یاد شوي چې خبریالان یې بندیان کړي دي.

د دې کمیټې په ټکو، په آسیا کې په ۲۰۲۳ کال کې د زنداني خبریالانو لوړه شمېره د هغو حکومتونو د ریښې لرونکي او سرکش استبداد د اندېښنې وړ فشار ښیې چې د خپلواکو غږونو د ځپلو تصمیم لري.

د 'سي‌پي‌جي' لوګو یا نښان
د 'سي‌پي‌جي' لوګو یا نښان

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د هغو افغان خبریالانو په اړه چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې بندیان شوي، نور جزییات ورنه کړل، خو زیاته کړې یې ده چې په دغو هېوادونو کې بندیان شوي خبریالان ډېری له بې رحمه او ظالمانه شرایطو سره مخ دي او د توقیف د مودې د اوږدېدو سره د غچ اخیستنې چلند سره مخامخ کېږي.

د 'سي‌پي‌جي' په خبره، یو شمېر خبریالان د حکومت پر ضد د ناسمو خبرونو د خپرولو او انتقادي پوښښ په تور زنداني شوي او یو شمېر یې د تور له څرګندولو پرته په بند کې دي.

په همدې حال کې یو افغان خبریال چې ادعا کوي د تېر کال په دوبي کې له افغانستانه بهر له یوې رسنۍ سره د همکارۍ له امله د طالبانو له‌خوا تر درېیو اوونیو زیات وخت راهیسې بندي و، وايي چې د ضمانت او تعهد له ورکولو وروسته له بنده خوشې شو.

یو خبریال وايي: کله چې موږ خوشې کېدو له موږ څخه یې ضمانت واخیست. له ضمانت وروسته له بده مرغه تر اوسه وزګار یم.

هغه چې نه غوښتل د امنيتي لاملونو له امله په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "زه په خپل دفتر کې د طالبانو له‌خوا ونیول شوم. زندانیانو سره یو ډول چلند کوي، سترګې یې پټوي او لاسونه یې ولچک وي. ډېرې ستونزمنې ورځې وې، تېرې شوې. کله چې موږ خوشې کېدو له موږ څخه یې ضمانت واخیست. له ضمانت وروسته له بده مرغه تر اوسه وزګار یم. د افغانستان دننه مې چې له کومې رسنۍ سره کار کاوه، له هغې ورځې چې خوشې شوی یم، قرارداد یې راته فسخه کړی دی."

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې پر خبریالانو محدودیتونه ورځ تر بلې زیات شوي دي.

د دغه مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیې ولیزاده ازادي راډيو ته وویل چې د خبریالانو د نیولو یو شمېر قضیې، د طالبانو د وېرې له امله د خبریالانو ملاتړو مرکزونو ته نه ویل کېږي.

اغلې وليزاده زیاته کړه: "دوه خبریالان اوسمهال د طالبانو ډلې په زندان کې دي او ښايي چې د طالبانو په زندان کې د خبریالانو او د رسنیو د فعالینو شمېر تر دې زیات وي دا د دې لپاره چې یو شمېر یې د امنیت د نشتون او د طالبانو د فشار له امله د رسنیو ملاتړو بنسټونو او خبریالانو ته راپور نه ورکوي."

خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې یو شمېر نیول شوي خبریالان د دوی د رسنیز کار له امله نه دي نیول شوي او پر رسنیو هېڅ ډول فشار نه‌شته.

د بې پولې خبريالانو سازمان یا 'آر‌ایس‌ایف' د جنورۍ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې افغانستان د خبريالانو لپاره په نړۍ کې يو له خطرناکو هېوادونو څخه دی او طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱ خبريالان نيولي او دا مهال درې خبريالان بنديان دي.

د راپورونو له مخې، په کندهار کې د تمدن خصوصي تلوېزيون خبريال عبدالرحيم محمدي، په پروان کې يو بل خبريال ضمير ظهير او په دايکندي کې د نسيم خصوصي راډيو مسوول سلطان علي جوادي لا هم د طالبانوپه بند کې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG