د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

افغانستان د خبریالانو لپاره له " خطرناکو" هېوادونو اعلان شو


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان "RSF" په یوه راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکه هېوادونو بللی دی.

د ار‌اس‌ایف په کلني راپور کې چې د یک‌شنبې په ورځ خپور شوی، ویتنام او روسیه هم یو په بل پسې د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونه په ډله کې راغلي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په راپور کې زیاته شوې، د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱ خبریالان نیولي او اوس ۳ خبریالان په زندانونو کې ورسره بندیان دي.

دې سازمان که څه هم اوس‌مهال د طالبانو په زندانونو کې د بندي خبریالانو نومونه نه‌دی یاد کړي، خو د راپورونو پر بنسټ؛ په کندهار کې د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي، په پروان کې یو خبریال ضمیر ظهیر او په دایکندي کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي هغه خبریالان دي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي دي چې طالبانو په ځلونو خبریالان په جاسوسۍ تورن کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بې‌پولي خبریالانو سازمان د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو دوه ورځې وړاندې یې د دوی تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره خبرو کې ادعا کړې وه چې خبریالان د خپلو دندو له امله نه‌دي نیول شوي او نه هم په رسنیو کوم فشار شته.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

مجاهد دا تور هم لګولی و چې یو شمېر رسنیو د رسنیزو سرغړونو، ملي ګټو پر ضد او یو شمېر بهرنیو کړیو سره د لېوالتیا په موخه خپرونې کولې چې تنبیه شوي؛ خو د خپلې دې ادعا په اړه یې نور جزییات نه وو ورکړي.

یو شمېر خبریالان چې په افغانستان کې دي او طالبانو نیولي وو، د امنیتي ستونزو له امله رسنیو سره خبرو نه ته حاضرېږي.

خو ازادي راډیو له دوو نورو خبریالانو سره چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د طالبانو له‌خوا نیول شوي وو، خبرې کړي دي.

له دوی یو زاهد صمدزي ازادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له‌خوا په کابل کې ونیول شو او ۳۶ ساعته یې په زندان کې تېر کړل.

صمد زی وایي:

" د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د راپور جوړونې پر مهال په کابل کې ونیول شوم او بیا ۳۶ ساعته د طالبانو په بند کې وم. له هغې وروسته یې له کار منع کړم."

افغان ښځینه ژورنالیستانې هم له ګڼو قیوداتو او ستونزو شکایتونه لري
افغان ښځینه ژورنالیستانې هم له ګڼو قیوداتو او ستونزو شکایتونه لري

یو بل خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، په ۲۰۲۱ کال کې د راپور جوړونې پر مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شو.

هغه زیاتوي:

" د ښځو لاریون ته مو خبري پوښښ ورکاوه چې طالبانو حمله وکړه. ډېر خبریالان وتښتېدل، یو شمېر یې ونیول. ما هم غوښتل چې وتښتم، خو دوو تنو یې ونیولم او هملته یې ډېر ووهلم. لاسونه او پښې مې ډېرې ژوبلې شوې. په هماغه وضعیت کې یې د ملي امنیت ۹۰ ریاست ته یوړم او نږدې ۲۴ ساعته یې زنداني کړی وم. "

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې مسووله سمیه‌ ولي‌زاده د طالبانو له حکومت غواړي چې د خبریالانو له نیولو لاس په سر شي.

ولي زاده وایي:

"د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ډلې غواړي چې د افغانستان دننه د خبریالانو له نیولو ډډه وکړي. دا د قوانینو، په ځانګړې ډول د ټولیزو رسنیو قانون د نقض په معنا ده."

له دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې په خپل‌سري ډول د خبریالانو د نیولو ۶۱ پېښې ثبت کړي دي.

خو د طالبانو حکومت د دې مرکز راپور رد کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG