د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

'آر ایس ایف' په ۲۰۲۳ کال کې ډېره مرسته له افغان خبریالانو سره کړې


ارشیف: په افغانستان کې د یوې خبري غونډې یوه څنډه
ارشیف: په افغانستان کې د یوې خبري غونډې یوه څنډه

د بې پولې خبریالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' وايي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځاى لري چې خبریالانو یې له دې سازمانه تر ټولو ډېرې مرستې ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان وايي، د هغو خبریالانو لخوا د مرستو غوښتنې ډېرې شوې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۶۲ هېوادونو کې ګواښل شوي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې خبريالانو سره په ۲۰۲۳ کال کې ١٥٦ مواردو کې د مرستو په صادرولو سره افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې و چې خبریالان یې له دغه سازمانه تر ټولو زیاتې مرستې تر لاسه کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ورکړل شویو مالي مرستو دوه په درېیمه برخه په هېواد کې دننه خوندي ځای ته د خبریالانو په لېږدولو او یا هم هغو کسانو ته چې له هېواده بهر تېښتې ته اړ شوي، رسېدلي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې د دوی د خبريالۍ د فعالیتونو په خاطر خبریالان نه دي زنداني کړي، خو د بې سرحده خبریالانو سازمان زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو وروسته خبریالان ځورول شوي او د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د خبریالان نیول کېدل هم زيات شوي دي.

'آر ایس ایف' ویلي چې ډېری خبریالان دې ته اړ شوي چې خپلې دندې پرېږدي او د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان کې پناه واخلي، د دوى په وينا چېرته چې د دې سازمان په وينا د دوى حقوقي او مالي وضعیت ډېر ستونزمن دی.

د بې پولې خبريالانو سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې يې په ۶۲ هېوادونو کې ۴۶۰ خبريالانو ته مالي مرستې رسولي چې دا شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله دوه چنده دی چې ۲۲۳ خبريالانو مالي مرستې ترلاسه کړې وې.

'آر ایس ایف' سازمان زياته کړې چې سږ کال یې په ټولیز ډول شاوخوا یو میلیون یورو په له ګواښ سره مخ خبریالانو ته لېږلي چې د یو کس په سر په اوسط ډول ٢٠٠٠ یورو ورکړې دي.

په دې راپور کې د بې پولې خبریالانو د ملاتړ او مرستو د څانګې مشر انټوني برنارډ ویلي چې خبریالانو ته د 'آر ایس ایف' له خوا استول شوې بېړنۍ مرستې دوی ته دا توان ورکوي چې خوندي پناه ځای ومومي چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي او دا کار له دې امله دی چې له خبریالانو سره کار کولو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې یوې افغانې خبریالې لینا محمدي، چې له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې ده ازادي راډيو ته وویل، هغه پیسې چې د بې پولې خبریالانو له سازمانه یې ترلاسه کړي، ورته بسنه نه کوي.

نوموړې زیاتوي: "ما په ۲۰۲۲ کال کې غوښتنه وکړه او دوی زما غوښتنلیک ومانه او په لومړي ځل کې یې ماته ۱۵۰۰ یورو راکړې که څه هم د دې په پرتله چې زه په پاکستان کې د اوږدې مودې لپاره وم، دا پیسې زما لپاره کافي نه‌دي."

خو په پاکستان کې افغان خبرياله فاطمه سادات او په ايران کې افغان خبريال سيد بشير طارق وايي چې له دې مرستو يې ګټه نه ده پورته کړې.

فاطمه سادات ازادي راډيو ته وویل: "له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې اوسېږمه، خو داسې مرستې مې نه دي تر لاسه کړي، خوښه به شم چې دا ډول مرستې راسره وکړي. زه داسې ملګرې هم پېژنم چې مرستې یې هم نه دي ترلاسه کړي."

سیدبشیر طارق وویل: "زه او د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر نور خبریالان په ایران کې يوو، له بده مرغه موږ ته کار او کور نه دی راکړل شوی. زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې دي. موږ ټول تر روحي او رواني فشار لاندې یوو. له بده مرغه هیڅ ادارې نه 'آر ایس ایف' یا کوم بل سازمان چې د خبریالانو ملاتړ کوي مرسته نه ده کړې، له مونږ سره دوی یوازې ویلي چې موږ هیڅ نه شو کولی، تاسو باید انتظار وکړئ."

د بې سرحده خبریالانو سازمان تر دې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د مطبوعاتو ازادي له منځه تللې او خبریالان په خپل سري توګه نیول کېږي او رسنۍ تر فشار لاندې دي.

طالبانو تل یاد موارد رد کړي او ویلي یې دي چې د هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د دوی په وینا د اسلامي شریعت له اصولو سره سم خپرونې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG