د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د طالبانو لخوا د یوه خبریال خوشې کېدل او د نورو د خوشې کېدو غوښتنې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

په پروان ولایت کې د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون خبریال روح‌الله سنګر چې دوه ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی و، نن خوشې شو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی سنګر د دوی د استخباراتو له‌خوا د موضوع تر حل وروسته خوشې شوی دی.

نوموړي وویل:

"د دوی نیول د ځینو راپورونو په تړاو وو چې د استخباراتو ریاست ته رسېدلي وو، خو هغوی سره یې له نږدې وڅېړل او تعقیب یې کړل. ان‌شاالله موضوع حل شوه."

د ښاغلي سنګر خپلوانو هم له ازادي راډیو سره خبرو کې د هغه خوشې کېدل تایید کړي دي.

هم‌مهاله د افغانستان د خبريالانو مرکز د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سنګر د ازادي د هرکلي ترڅنګ د هغه نيول ناقانونه بللي او ويلي يې دي چې د يوه خبريال په توګه بايد د هغه ازادي نه وای اخيستل شوې.

روح الله سنگر
روح الله سنگر

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د عدالت غوښتنې او اړيکو د کمېټې مشرې سمیه ولي‌زاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خبریالانو خپل‌سري نیول د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل، د طالبانو له حکومت څخه د دوى غوښتنه دا ده چې د دغه ډول نيولو مخه ونيسي او د خبريالانو ستونزې د رسنيو د سرغړونو د کمېسيون له لارې وڅېړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نۍ) تر دې مخکې د روح‌الله سنګر د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې وه او ویلي یې وو چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د رسنیو ټولنه په بېلابېلو برخو کې له خبریالانو سره د غیر اصولی چلند د ډېرېدو شاهده ده او دا وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

په ورته وخت کې د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مشر عبدالقيوم وياړ وايي، د طالبانو د حکومت له لوري بايد ژر تر ژره د دولتي رسنيو قانون توشيح شي، څو هغه قانونې تشه چې اوس‌مهال شته، ډکه شي.

ویاړ زیاتوي:

"تر هغو چې موږ يو قانون ونه‌لرو او د دواړو خواوو ټول مکلفیتونه او دندې په هغه قانون کې روښانه شوي نه وي، موږ نه‌شو کولی له‌دې خبرو او غوښتنو څخه کومه مثبته پایله ترلاسه کړو."

یوه افغان خبریاله چې د امنیتي ستونزو له امله یې په دې راپور کې د نوم له اخیستو ډډه کړې ازادي راډیو ته يې په یوه استولي پیغام کې ویلي چې، په افغانستان کې خبریالان له سختو ستونزو سره مخ دي.

سرچینه زیاتوي:

"له بده‌مرغه د هرې ورځې په تېرېدو سره د رسنیو سانسور ډېرېږي، د خلکو د بیان ازادي په بشپړه توګه له‌منځه تللې ده، له بده‌مرغه وضعیت لا کړکېچن شوی دی، په تېرو دوو کلونو کې له خبریالانو سره ډېر ناوړه چلند شوی دی او پر خبریالانو ډېر محدودیتونه لګول شوي دي."

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور له‌مخې لا هم دوه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

په کندهار کې د تمدن ټلوېزيون خبريال عبدالرحيم محمدي چې د وږي په ١٣مه نيول شوي وو او په دايکندي کې د نسيم خصوصي راډيو مسوول سلطان علي جوادي چې د وږي په ٢٠مه د دغه ولايت د ابتدايه محکمې له‌خوا په يو کال بند محکوم شو.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو د رسنیو بنسټونو وخت په وخت په خپلو راپورونو کې د رسنیو پر فعالیتونو د پراخو بندیزونو د شتون، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او د هغوی خپل‌سري نیول په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پر رسنیو او خبریالانو د کار ساحه محدوده شوې

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG