د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د لویدیزو هېوادونو کېس لرونکي افغانان: پاکستان د تګ د فیس په نوم سلګونه ډالر راڅخه غواړي


د اسلام اباد هوایي ډګر
د اسلام اباد هوایي ډګر

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج د لړۍ په چټکتيا سره، د پاکستان د حکومت له لخوا له هغو افغان کډوالو څخه چې له پاکستانه لوېدیځو هېوادونو ته لېږدول کېږي، د سلګونو ډالرو د اخیستلو یوه بله پرېکړه د دغو کډوالو اندېښنې زياتې کړې دي.

د پاکستان د حکومت د دغې پرېکړې له مخې، هر هغه افغان کډوال چې د ویزې یا قانوني اسنادو له ختمېدو وروسته په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه پاتې کېږي، باید ۸۳۰ ډالره جریمه یا د وتلو فیس ورکړي.

ياد افغان کډوال چې د طالبانو له وېرې له افغانستانه وتلي او دا مهال یې د کډوالۍ دوسیې تر څېړنې لاندې دي، وايي د دومره لویې جریمې د ورکولو توان نه لري.

یو له دغو افغان کډوالو څخه چې له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي وايي د دغې جریمې د نه ورکولو له امله یې لوېديځو هېوادونو ته د تګ کار ځنډېدلی دی.

هغه چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې په راپور کې خپل نوم ياد کړو، ازادي راډيو ته وويل:

" هغوی موږ ته ايمېل ادرس راکړ او ويې ويل که د ویزې وخت مو غځوٸ نو موږ ته خبر راکړئ او وروسته هغوی ما ته زنګ وواهه او ویې ویل تر څو چې ویزې نه وي راکړې، نو ستاسو د کار بهیر به پیل نه شي، موږ له څلورو شرکتونو سره خبرې وکړې چې جریمه ورکړي، هغوی راته وویل چې دا به د هر کس ۸۴۰ ډالره وي. چې ټولې ۵۰۴۰ ډالره کیږي موږ نو ورکولای او توان یې نه لرو."

پاکستان په وروستیو کې د «بې اسناده« افغان کډوالو تر څنګ د اسناد لرونکو پر وړاندې هم سخت قیودات لګولي
پاکستان په وروستیو کې د «بې اسناده« افغان کډوالو تر څنګ د اسناد لرونکو پر وړاندې هم سخت قیودات لګولي

يوه بله افغانه کډواله رحيمه وايي، کورنۍ یې څلور غړي لري او تر درې زرو ډالرو زياته جریمه پرې راغلې، خو پیسې یې نه شي ورکولای او له همدې امله يې کارونه ځنډېدلي دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل:

"موږ حيران يو چې دا پيسې به له کومه کړو، پلار مې هم نه دى توانېدلى، ښايي له دې ځايه لاړ نه شو، ځکه ويزه نه لرو او جريمه نه شو ورکولاى."

د پاکستان دغه له تمې خلاف اقدام چې زرګونو افغان کډوالو له جدي ستونزې سره مخ کوي، د ملګرو ملتونو، او نورو هېوادونو او بنسټونو له جدي غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

د برېتانيا ګارډين ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې ممتاز زهرا بلوچ له قوله ليکلي چې هېواد يې پر پناه غوښتونکو د وتلو د فيس د لګولو سياست ته ژمن دى او دا پرېکړه عملي کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانان چې په هغو کې فعالان، پخواني پوځيان، خبریالان او د یو شمېر نړیوالو بنسټونو کارکوونکي هم شامل دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور په وخت کې یې له دوی سره کار کړی دی، د طالبانو وېرې له غربي هېوادونو څخه د کډوالۍ غوښتنه وکړه او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان ته پناه وېوړه.

پاکستان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې لسګونه زره افغانان په زوره وشړل
پاکستان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې لسګونه زره افغانان په زوره وشړل

د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د اېستلو له اقدام وروسته، امریکا اعلان وکړ چې له پاکستانه به ۲۵ زره افغان کډوال وباسي.

برېتانيا هم له پاکستانه د شل زره افغان کډوالو د لېږدولو ژمنه کړې ده.

د پاکستان د حکومت دا نوی اقدام په داسې حال کې دی چې دغه هېواد د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د څه باندې ۱.۷ میلیونو بې اسنادو کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی او د راپورونو له مخې تر اوسه له ۴۰۰ زره ډېر افغانان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG