د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

ار اس اف: طالبانو د خبریالانو او رسنیو له ځپلو سره د بیان ازادي له منځه وړې


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اس اف) د هغو دوو خبریالانو د خوشې کېدلو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې نیول شوي دي.

یاد شوي سازمان د سې شنبې په ورځ د ډیسمبر په ۱۹مه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشت راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د خبریالانو په خپلسري نیولو او د خپلواکو رسنیو په ځپلو سره، د مطبوعاتو ازادي له منځه تللې.

ار اس اف دغه شان پر طالبانو غږ کړې چې د نسیم رادیو مسوول سلطان علي جوادي او د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي ژر تر ژره خوشې کړي، په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د دوی د ویرولو کمپاین پای ته ورسوي، او د خپلواکو رسنیو په نښه کول هم ودروي.

د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اس اف) په دغه اعلامیه کې زیاته کړې چې د روان کال له پیل راهیسې درې خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د عدالت غوښتنې او اړيکو د کمېټې مشرې سمیه ولي‌زاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې په تیرو دوو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو په اړه وویل:

" له بده مرغه له دوو کلونو څخه په زياته موده کې، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی په بې ساري ډول زیات شوی دی، د هغو احصائیو له مخې چې مونږ راټول کړي، یوازې د روان کال په لومړیو ٦ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ٧٥ پیښې ثبت شوي دي. چې له دې شمیر څخه ٣٠ څخه ډیرې پیښې يې د خبریالانو د خپل سر نیولو او توقیف پپه اړه دي."

روح الله سنګر- په پروان کې دا خبریال روانه اوونۍ د طالبانو لخوا څو ورځې بندي شوی و
روح الله سنګر- په پروان کې دا خبریال روانه اوونۍ د طالبانو لخوا څو ورځې بندي شوی و

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر خبریالان هم ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت لخوا له تاوتیرخوالي سره مخ شوي دي.

په فاریاب ولایت کې یو خبریال چې د ده په خبره د امنیتي ګواښونو له امله، نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل:

" د رسنيز کار لپاره یو ځل استخباراتو لخوا جلب راغی، هغوی پر مونږ فشار راووړ چې باید هیڅکله هغه خبري پيښې چې د نظام پر ضد دي خپرې نشي. اوس هم د محدودیتونو له امله مونږ نشو کولای په ازاده توګه له ښار او بازار څخه عکسونه یا ویدیو واخلو او یا هم مرکې وکړو."

د افغانستان د ختیځو ولایتونو یو خبریال چې دا هم نه غواړي د ورته ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي:

" زه خپله له همدې پیښې سره مخ شوی یم، چې طالبانو زما موبایل چک کړی، هغه کې هغه ویډیوګانې، عکسونه، ایمیلونه وه. ټول هغه څه ته یې لاس رسی پیدا کړ چې زما اړوند و. زمونږ تمه او غوښتنه دا ده، چې خبریالان پريښودل شي، چې د خپل مسلک اړوند هغه څه چې د ولس غږ وي حکومت ته یې ورسوي او د حل لار ورته ولټوي."

په کندهار کې د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي چې طالبانو سره بندي دی
په کندهار کې د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي چې طالبانو سره بندي دی

افغانستان د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۳ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۵۲م ځای لري.

یو خبریال چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل چې د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د مطبوعاتو ازادي له منځه تللې او ډیری خبریالان او رسنۍ د طالبانو له سانسور سره مخ دي.

هغه زیاته کړه:

" دا نه یواځې دا چې رسنۍ او ازادي به یې ووژني بلکې ملیتونه ورسره مړه کیږي، تر خاورو لاندې کیږي او د ملیتونو غوښتنې او د ستونزو د حل لارې له مینځه ځي."

د بې پولي خبریالانو سازمان دغه شان د نسیم راډيو تړلو ته په اشارې سره ویلي، چې د دې راډیو خپرونې، د سپتامبر له ۲۷مې راهیسې له کله نه چې د طالبانو حکومت د دې رادیو درې کارکوونکې د یو څه مودې لپاره ونیول، درول شوې دي.

ار اس اف د سرچینو په حواله، زیاته کړې چې دا راډيو د ازادي راډيو د مطالبو په خپرولو تورنه شوې، چې د ۲۰۲۲ کال له دیسمبرڅخه یې د طالبانو لخوا په افغانستان کې په اف ام څپه په خپرونو بندیز لګېدلی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو وخت په وخت په خپلو راپورونو کې د رسنیو پر فعالیتونو د پراخو بندیزونو د شتون، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی او د هغوی د خپل‌سرو نیولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG