د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

په ۲۰۲۳ کې د افغان خبریالانو وضعیت څنګه و؟


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

يو شمېر خبريالان په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو د وضعيت په تړاو د افغانستان د خبريالانو د مرکز کلني راپور ته په اشارې سره په دې هېواد کې د خبريالانو له حقونو څخه سرغړونه تاييدوي.

دوی ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې طالب ځواکونه معلوماتو ته د دوی د لاسرسي مخه نیسي او د ګواښ او نیول کېدو له خطر سره هم مخ دي.

په کابل کې یو خبریال د هویت د ساتلو او د غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او تل د امنیتي ځواکونو لخوا ځورول کیږي. دامهال خبریالان نشي کولای چې د ښار څخه عکس واخلي او خلکو سره خبرې وکړي، د طالب ځواکونو لخوا یې مخنیوی کیږي. ان په ځينو مواردو کې خبریالان نیول شوي دي. د هغو خبریالانو په توګه چې د افغانستان دننه فعالیت کوي زموږ اندېښنې لا پر ځای دي."

د افغانستان په يو بل ولايت کې يو بل خبريال چې ده هم نه غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، چې خبريالان له ګڼو ستونزو او د معلوماتو له سانسور سره مخ دي.

دا خبریال زیاتوي:

" په افغانستان کې د رسنیو د کار په برخه کې د اطلاعاتو سانسور موجود دی. کورنۍ رسنۍ او خبریالان نه شي کولای چې پيښې هغه شان چې دي، انعکاس ورکړي او که سانسور یې نه کړي ځاني خطرونو سره مخ کیږي."

د افغان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې چې د جمعې په ورځ د دیسمبر په ٢٩مه خپور شو ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۶۸ پېښې ثبت کړي چې په کې د یوه خبریال وژل کېدل، د ۱۹ خبریالانو ټپي کېدل، د خبریالانو د ګواښ ۸۷ او د خبريالانو د نيولو ۶۱ قضيې شاملې دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې رسنۍ له خپلو اساسي او قانوني حقونو څخه د ګټې اخیستنې او ازادۍ په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوي او حقونه یې په پراخه کچه تر نقض شوي دي.

کابل کې یو شمېر ښځینه خبریالانې
کابل کې یو شمېر ښځینه خبریالانې

د افغانستان د خبريالانو مركز په اعلاميه كې راغلي چې د رسنيو اړوندو لارښوونو په عملي كولو سره پر رسنيو او خبريالانو د فشارونو شدت له يوې خوا د هغوى د كار د خپلواكۍ او د ازادۍ كچه راټيټه کړې او له بلې خوا، دا د خپل سانسوري د زیاتوالي او د بشردوستانه او تعلیمي پیښو د پوښښ لپاره د رسنیو د بدلون لامل شوی.

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دوی تر کنټرول لاندې له ملي راډيو تلويزيون سره په مرکه کې د دغه راپور موندنې رد کړي.

هغه زياته کړه چې خبريالان د خپلو دندو له امله نه دي نيول شوي او پر رسنيو هېڅ ډول فشار نشته.

ښاغلي مجاهد دا هم ویلي چې یو شمېر هغه رسنۍ چې جدي سرغړونې یې کړي او د ده په ادعا د ملي ګټو خلاف او د بهرنۍ حلقو په خوښه کار کوي، سزا ورکړل شوې.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) هم شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په دې وروستیو کې له خبریالانو سره د ناوړه چلند او د هغوی د نیول کېدو ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر په پروان کې د طالبانو له خوا له دوه ورځو بند وروسته خوشې شو.

د راپورونو له مخې، په کندهار کې د تمدن خصوصي ټلوېزيون خبريال عبدالرحيم محمدي، په پروان کې بل خبريال ضمير زهير او په دايکنډي کې د نسيم خصوصي راډيو مسوول سلطان علي جوادي د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې له ۶۱۵ هغو رسنیو څخه چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې فعالې وې، ۲۲۲ رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG