د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د یوه بنسټ موندنې: ګاونډیو هېوادونو کې افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي


ارشیف: په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. په دغو معترضانو کې افغان خبریالان هم شته چې له امریکا د خپلو کېسیونو د ژر رسېدنې غوښتنه کوي. February 26 2023
ارشیف: په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو افغانانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. په دغو معترضانو کې افغان خبریالان هم شته چې له امریکا د خپلو کېسیونو د ژر رسېدنې غوښتنه کوي. February 26 2023

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ په نوم یو سازمان وایي، پاکستان او ایران ته کډوال شوي سلګونه افغان خبریالان له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي چې پاکستان او ایران ته کډوال شوي افغان خبریالان له ناڅرګندې راتلونکې او هره شېبه د اخراج، سپکاوي، اقتصادي ستونزو او ګڼو رواني ناخوالو سره مخامخ دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ پاکستان او ایران ته د کډوال شویو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې دغه او نور هېوادونه افغان خبریالانو ته د وېرې او هیلې ترمنځ د "برزخ" په څېر شوي دي.

د سازمان د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څه باندې دوه سوه افغان خبریالان له کورنیو سره پاکستان او شاوخوا پنځوس نور ایران ته کډوال شوي چې هلته ګڼې ستونزې ګالي.

په پاکستان کې مېشت ازاد خبریال او په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون ویاند حشمت الله وجداني تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او ایران دننه د افغان خبریالانو عمده ستونزې په ګوته کړې.

وجداني وویل: "دوی ته کاري زمینه نه‌شته، بل خواته اقتصادي ستونزې لري. کله چې دواړو هېوادونو د افغانانو په وړاندې خپله پالیسي بدله کړه، دې لړ کې خبریالان هم هغه کسان دي چې ممکن اخراج او افغانستان ته ولاړ شي. په پاکستان کې ډېر افغان خبریالان نورو هېوادونو ته د تګ انتظار دي، خو د پاکستان ویزې يې ختمې شوي دي. بل لورته کومو کورونو کې چې دوی اوسي، مالکانو یې ورته ویلي چې کورونه تخلیه کړی."

په کابل کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مخته یو وسله وال طالب. ګڼو رسنیزو فعالانو او بنسټونو تور پورې کړی چې طالبانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه وضع کړي دي.
په کابل کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مخته یو وسله وال طالب. ګڼو رسنیزو فعالانو او بنسټونو تور پورې کړی چې طالبانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه وضع کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې په افغانستان کې دننه او په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت ته باید په نړیواله کچه پاملرنه وشي او دې برخه کې یو منظم بحث رامنځته شي.

په افغانستان کې دننه هم د خبریالانو او رسنیو وضعیت ته ورځ تر بلې اندېښنې زیاتېږي.

د افغان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په ٢٩مه خپور شو ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۶۸ پېښې ثبت شوي دي.

په دغو پېښو کې د یوه خبریال وژل کېدل، د ۱۹ خبریالانو ټپي کېدل او د خبریالانو د ګواښ ۸۷ او د خبريالانو د نيولو ۶۱ قضيې شاملې دي.

د افغانستان د خبريالانو مركز په اعلاميه كې راغلي چې د رسنيو اړوندو لارښوونو په عملي كولو سره پر رسنيو او خبريالانو فشار زیات شوی چې له یوې خوا یې د رسنیو ازادي محدوده کړې او بل لورته یې خبریالان د یو شمېر پېښو له پوښښ نه راګرځولي دي.

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دوی تر کنټرول لاندې له ملي راډيو تلوېزيون سره په مرکه کې د دغه راپور موندنې رد کړي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

هغه زياته کړه چې خبريالان د خپلو دندو له امله نه دي نيول شوي او پر رسنيو هېڅ ډول فشار نه‌شته.

مجاهد دا هم ویلي چې یو شمېر هغو رسنیو ته چې جدي سرغړونې یې کړي او د ده په ادعا د ملي ګټو خلاف او د بهرنۍ حلقو په خوښه کار کوي، سزا ورکړل شوې.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی هم شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په دې وروستیو کې له خبریالانو سره د ناوړه چلند او د هغوی د نیول کېدو ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG