د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د چارو د ځنډ له امله د هسپانیا د کېس لرونکو ښځینه فعالانو شکایت


تصویر له ارشیفه، هسپانیا ته یو شمېر ورغلي افغان پناه غوښتونکي
تصویر له ارشیفه، هسپانیا ته یو شمېر ورغلي افغان پناه غوښتونکي

په افغانستان کې دننه او بهر په لسګونه خبریالان او نور فعالان چې اکثره يې ښځې دي، وايي چې هسپانیاکې د پناه غوښتنې کېسونه لري، خو له دوو کلونو راهیسې په کې کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.

دوی ادعا کوي چې کوډ نمبر او د مرکې لپاره برېښنالیک هم ورته راغلى، خو بيا هم په افغانستان، ایران او پاکستان کې په بې برخليکه حالت کې دي.

یوه ٢٥ کلنه افغانه مېرمنه چې خبرياله، د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې غړې او د ښځو د حقونو ملاتړې ده، وايي له تېرو دوو کلونو راهيسې له سختو حالاتو سره مخ ده.

دا چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور واخيستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د همدې ستونزو له امله یې د هسپانیا له هېواده د پناه غوښتنه کړې، خو په تېر یو نیم کال کې یې په کېس کې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

سرچینه زیاتوي:

"یوه ستونزه دا ده چې زه ځاني امنیت نه لرم او وایم چې اوس به طالب راشي او ما به يوسي، زه له خپلې کورنۍ څخه لرې ژوند کوم. د ښځو د حقونو د ملاتړې، ژورنالېستې او ورزشکارې په توګه، زه دا غوښتنه کوم چې زما قضيه دې وڅېړل شي تر څو زه مناسب امنيت ولرم."

دا مېرمن وايي چې د هسپانيا په بلنه پاکستان ته تللې وه، خو د پاکستان د لنډمهالي حکومت له پرېکړې وروسته چې له پاکستان يې بې اسناده کډوال ايستل، بېرته کابل ته ستنه شوې او اوس په پټه ژوند کوي.

صنم کبیري چې د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله ده، هم وايي چې له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې بې برخليکه ژوند تېروي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، کومې ادارې چې هسپانیا ته یې د دوی د لېږد چارې پرمخ وړې، د مالي ستونزو له امله وتړل شوه او اوس نوموړې او لسګونه نور سخت او بې برخلیکه ژوند تیروي.

کبیري وایي:

"پخوا به د تي، واى، تي ادارې کارونه او قضيې ، بشپړولې او خلک يې بهر ته لېږل، خو دې ادارې ستونزې پیدا کړې او اوس د مالي ستونزو له امله دغه اداره تړل شوې او یو شمېر خلک بې برخلیکه پاتې شول، دې انتظار مونږ له ډېر روحي او رواني ستونزو سره مخ کړو کار نشته روزګار نشته، زموږ ماشومان زده کړه نه شي کولی."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، سلګونه افغان خبریالان هېواد پرېښودو ته اړ شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، سلګونه افغان خبریالان هېواد پرېښودو ته اړ شوي

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې هم افغان خبریالان او فعالان ورته برخلیک سره مخ دي.

زهرا عزیزي، خبریاله او مدني فعاله ده چې دا مهال په ایران کې د هسپانیې ویزې ته انتظار باسي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"دلته زه یوازې نه یم، دلته نور خبریالان هم شته چې زما په څېر په دې حالت کې دي او موږ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، موږ نه یوازې د هسپانیا سفارت ته؛ بلکې نورو سفارتونو ته هم مراجعه کړې، هغوی هم موږ په تمه پرېښي يو او هېڅ برمختګ نشته."

په ایران کې مېشت یو افغان خبریال امېد پویا چې ځان په دغه هېواد کې د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون مشر معرفي کوي ازادي راډیو ته یې وویل:

"د څلوېښتو یا پنځوسو څخه زیات خبریالان دي، لا هم مخ په زیاتېدو دي، د هغو شمېر چې ستونزې یې درلودې بېرته افغانستان ته تللي او نیول کېدل یې جلا مسئله ده، تر ۲۰ زیاتو کسانو د هسپانیا له سفارت څخه د کوډ شمېرې ترلاسه کړي، له بده مرغه د دوی په کارونو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او ډېره موده پرې اوښتې، زه فکر کوم چې په ایران کې د هسپانیا د سفارت کار ډېر ورو روان دی."

پاکستان په وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال له دغه هېواده په زوره وایستل
پاکستان په وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال له دغه هېواده په زوره وایستل

مخکې تر دې هم په امریکا، کاناډا، برېتانیې او نورو اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې د کېسونو درلودونکو زیات شمېر کسانو ازادي راډیو سره په خبرو کې هدف شویو هېوادونو ته د دوی د لېږد په بهیر کې د ځنډ له امله شکایتونه کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په لسگونه زره افغانان د دوی په ټکو د امنیتي، اقتصادي او بېکارۍ د ستونزو له امله له افغانستانه وتلي او په بېلابېلو هېوادونو کې د پناه اخیستلو په موخه د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

له دوی څخه یو شمېر یې اوس هم هدف شویو هېوادونو ته د تګ په تمه دي او ځینې یې د کوربه هېوادونو له پرېکړې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له دې سره هم مهاله بیا، له پاکستان او ایران څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر زور اخیستی چې دغه افغان کډوال یې نور هم اندېښمن کړي .

دوی غوښتنه کوي، مخکې له دې چې دوی افغانستان ته ستانه کړل شي، د دوی د پناه غوښتنې کېسونو ته دې ژر تر ژره رسېدنه وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG