د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د یو شمېر افغان پنا غوښتونکو د هویت افشا کولو له امله د برېتانیا د دفاع وزارت جرېمه کېدل


د لندن پر یوې ودانۍ د برېتانیا بیرغ
د لندن پر یوې ودانۍ د برېتانیا بیرغ

د برېتانيا د اطلاعاتو د کمېشنرۍ دفتر (ICO) وايي، د دغه هېواد د دفاع وزارت يې ۳۵۰ زره پونډه جرېمه کړی دی.

د دې جرېمې لامل د یو شمېر هغو افغانانو د شخصي معلوماتو افشا کول دي چې په افغانستان کې واک د طالبانو له رسېدو وروسته برېتانيا ته د کډوالۍ په تمه دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ پر خپله وېبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۲۰مه د بریتانیا د دفاع وزارت ۲۴۵ کسانو ته ایمیل استولی چې د هغوی ایمیل ادرسونو له ډلې ۵۵ یې د پروفایل عکسونه هم درلودل او یو بل ته د ښکاره کېدو وړ وو.

اعلامیه زیاتوي چې که څه هم د دې هیواد دفاع وزارت له دغو کسانو غوښتي چې خپل ایمیل ادرسونه بدل کړي او د افغانانو د ویستلو برېتانوي ادارو ته د خپل امنیت ډاډ ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې د دغه کار له امله د هغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شوای چې د برېتانیې له حکومت سره یې کار کړی.

برېتانیا د ۲۰۲۱ ًد اګسټ په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته، خپل سلګونه همکاران ځان سره ولېږدول
برېتانیا د ۲۰۲۱ ًد اګسټ په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته، خپل سلګونه همکاران ځان سره ولېږدول

د انګلستان د اطلاعاتو کمېشنرۍ د دفتر لارښوونو سره سم، ادارې باید د محرم او شخصي معلوماتو د لېږلو په وخت کې خورا خوندي خدمتونه وکاروي.

د دغې کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې، د برېتانيا د دفاع وزارت ويلي چې د معلوماتو د ساتنې مکلفيتونه مني او جدي پاملرنه ورته کوي او د برېتانيا د اطلاعاتو د کمېشنرۍ د پرېکړې په منلو سره له قربانيانو څخه بښنه غواړي.

بل خوا په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان پنا غوښتونکې برېتانيا ته د کډوالۍ په تمه دي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو کارونو له ځنډېدو شکایت کوي.

یوې افغانې پناه غوښتونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې له کورنۍ سره یې په ۲۰۲۱ کال کې بریتانیا ته د تګ په نیت پاکستان ته تللې وه، خو لا هم برېتانيا ته نه ده لېږدول شوې.

هغه زیاتوي:

"موږ له دوو کلونو راهيسې په پاکستان کې اوسیږو، کله چې زموږ قضیه بريتانيا ته راجع شوه، هغوى مونږ ته وويل چې موږ به بريتانيا ته اته انتقال کړي، خو اوس موږ ویزه لرو او زموږ پاسپورټونه د برتانیا په سفارت کې دي او حتی زمونږ د پروازونو وخت هم معلوم و خو د دې خو د پاکستان حکومت موږ ته اجازه نه ده راکړې."

سرچینه ادعا کوي چې د برېتانيا حکومت له دوی سره د وتلو د اجازې په ترلاسه کولو او د جرېمې په ورکولو کې همکاري نه ده کړې.

په همدې حال کې د پخواني جمهوري ریاست یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او په برېتانيا کې د پناه غوښتنې قضيه لري ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د مارچ په میاشت کې په رسمي توګه د برېتانيا حکومت ته ور وپېژندل شوو او له شاوخوا اتو مياشتو راهیسې د خپل برخلیک په تمه یو. موږ کار او زده کړو ته لاس رسى نه لرو، دلته د کډوالو برخلیک معلوم نه دی."

یو شمېر پاکستان مېشتي افغان پنا غوښتونکي چې د برېتانیا په ګډون یو شمېر نورو هېواودنو ته د پنا غوښتنې په تمه دي
یو شمېر پاکستان مېشتي افغان پنا غوښتونکي چې د برېتانیا په ګډون یو شمېر نورو هېواودنو ته د پنا غوښتنې په تمه دي

نوموړی زیاتوي چې په پاکستان کې افغان کډوال په زوره د ايستلو له بهير سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د برېتانيا له حکومته غواړي چې د دوی دوسیو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د برېتانيا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه د روان کال تر سپټمبر پورې یې له افغانستان څخه شاوخوا ۸۸۰۰ برتانوي پناه غوښتونکي دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د پخواني جمهوري نظام له نسکورېدو سره د امريکا، کاناډا، جرمني او برېتانيا په ګډون يو شمېر هېوادونو د خپلو افغان همکارانو او نورو تر ګواښ لاندې افغانانو د پناه غوښتنې قضيې د ويستلو او منلو بهير پيل کړ.

د دوی لسګونه زرو له ايستلو سره سره اوس هم لسګونه زره نور په مختلفو هیوادونو او په افغانستان کې دننه پناه غوښتونکږ هېوادونو ته د لېږدولو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG