د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

بریتانیا له پاکستانه هغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو بهیر پیلوي


د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا حکومت په چارټر یا کرایه شویو الوتنو کې له پاکستانه هغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو بهیر پیلوي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دا هغه افغانان دي چې بریتانیا ورسره د ویزې ژمنه کړې ده.

ټاکل شوې چې لومړۍ الوتنه نن ترسره شي.

دغه اقدام داسې مهال کېږي چې په زرګونو هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له حکومت سره کار کړی او د طالبانو له وېرې پاکستانه ته تښتېدلې، بریتانیا ته د انتقال لپاره په هغه هېواد کې انتظار باسي.

د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل چې بریتانیا په افغانستان کې له هغو کسانو سره د مرستې لپاره لوړه او سخاوتمندانه ژمنه کړې چې له خطر سره مخ دي او تراوسه یې شاوخوا ۲۴ زره او ۶۰۰ تنه په خوندي ډول لېږدولي چې په هغو کې په زرګونو افغانان یې د بریتانیا له‌خوا د منلو پر شرایطو برابر دي.

دې ویاند زیاته کړې چې د بریتانیا حکومت دې هېواد ته پر شرایطو د برابرو افغانانو د ایستلو لپاره پر خپلې ژمنې ولاړه ده او د امکان ترحده به نوي ایستل کېدونکي کسان مستقیم د استوګنې ځایونو ته انتقالېږي.

د بي بي سي د راپور له مخې د بریتانیا د حکومت شمېرې ښيي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون بریتانیا ته د لېږدولو په شرایطو برابر شاوخوا ۳۲۵۰ تنه په اوس وخت کې د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په هوټلونو او مېلمستونونو کې اوسي.

د راپور له مخې دا هغه افغانان دي چې پاکستان ته د تلو په نیت یې فکر کاوه چې هلته به یوازې څو اوونۍ پاتې شي، خو د دوی زیاتره یې له څه باندې یوه کال راهیسې بریتانیا ته د تلو انتظار باسي.

د راپورونو له مخې د بریتانیا حکومت په پام کې لري چې په څو الوتنو کې دغه افغانان د ډسمبر میاشتې تر پایه بریتانیا ته ولېږدوي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې د روانې میاشتې په پیل کې د بریتانیا په پارلمان کې په دې اړه خبرې وشوې چې هغه په زرګونو افغانان چې له بریتانیا سره یې همکاري کړې او په بریتانیا کې د مېشتېدو په تمه یې پاکستان ته پناه وړې، اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ډیپورټ کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د بریتانیا د حکومت اړوندو وزیرانو دا ومنله چې بریتانیا ته د دغو افغانانو د لېږد پروسه ځکه ځنډېدلې چې د دوی لپاره په بریتانیا کې د مېشتېدو د مناسبو ځایونو د کموالي ستونزه نه ده هواره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په هغه هېواد کې ټولو افغان کډوالو ته چې د دوی په وینا د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي که نه په زوره به یې وباسي.

د بریتانیا په پارلمان کې دا موضوع مطرح شوه چې هغه افغانان چې په بریتانیا کې د مېشتېدو پر شرایطو برابر دي اوس له ناوړه حالت سره مخامخ دي او له حکومته غوښتنه وشوه چې د دغو کسانو د خوندي کولو لپاره چې یو وخت یې موږ خوندي کړي و، ژر اقدام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG