د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

ځینې افغانان: پاکستاني پولیسو د لوېدیځو هېوادونو د کېس لرونکو افغانانو نیول هم زیات کړي


ارشیف: په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غوښتنه کړې چې کېسونه دې ورته ژر بشپړ او دوی دې ولېږدوي.
ارشیف: په اسلام اباد کې د امریکا د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی له امریکا غوښتنه کړې چې کېسونه دې ورته ژر بشپړ او دوی دې ولېږدوي.

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ له چټکېدا سره یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ادعا کوي چې پاکستاني پولیس لوېدیځو هېوادونو سره د کېس لرونکو افغانانو نیول هم زیات کړي دي.

په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال چې د اقامت اسناد او په لوېديځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کېسونه لري، وايي چې د دغه هېواد د پوليسو له خوا ځورول شوي او نیول شوي دي.

افغان کډوال زبیر الکوزی چې په اسلام اباد کې اوسېږي ادعا کوي چې د اوسېدنې اسناد او څو لوېدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتنې کېسونه لري، خو بیا هم د چهارشنبې په ورځ د څلورم ځل لپاره د پولیسو له خوا نیول شوی او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: " زه پاسپورټ او ویزه لرم، دا څلورم ځل دى چې پولیسو له لوري په اسلام اباد کې نیول کېږم. زه د جرمني، امریکا او اسټرالیا دوسیه لرم. د جرمني اسناد مې پولیسو ته وښودل، هغوی اسناد راڅېرې کړل د شارپ دفتر اسناد يې هم راڅېرې کړل پولیسو څو څپېړې په مخ راکړې او څلور ساعته وروسته يې خوشې کړم."

په ورته وخت کې یو بل افغان کډوال چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې هغه او یو شمېر ملګري یې د چهارشنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شول.

هغه وايي: "په داسې حال کې چې ما د دوسيې شمېره او د اسټرالیا د سفارت پاڼه وروښودله او نور همکاران چې دلته راغلي او امريکا ته دوسيې لري د امريکا د سفارت نه تر لاسه شوې پاڼې يې پوليسو ته وروښودې، پولیسو وویل چې دا موږ ته مهمه نه ده، هر ځای مې زنګ وواهه، ټولو وویل، دا مهمه نه ده. د دوی عمومي هدف د پیسو راټولول او پیسې ګټل دي او زموږ په منځ کې وېره رامنځته کوي."

د پاکستان موقت حکومت په تېره بیا د دغه هېواد پولیسو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې ټینګار کړی چې یوازې هغه کډوال شړل کېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوالې ادارې د نوي راپور له مخې، په دې وروستیو کې د 'پي او آر' کارتونو سره د افغانانو د نیولو بهیر چټک شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې وايي، سږ کال له ۲۶ زره نیول شویو کسانو څخه ۴۲۵۰ یې د 'پي او ار' کارتونه درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي چې پاکستان له ناوړه چلند سره پر کډوالو د ځپلو فضا رامنځته کړې څو دوی دې پایلې ته ورسېږي چې له ستنېدو پرته بله لار نه لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د پولیسو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند مخه ونیسي او د هغو افغانانو د بېرته ستنېدو مخه ونیسي چې د دې سازمان په باور په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

په پاکستان کې پولیس د یوه افغان کډوال د کور د پلټلو پر مهال لیدل کېږي. November 17, 2023
په پاکستان کې پولیس د یوه افغان کډوال د کور د پلټلو پر مهال لیدل کېږي. November 17, 2023

په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د چارو یو شمېر فعالان وايي، یو شمېر هغه کسان چې د اوسېدو اسناد او د غربي هېوادونو لکه جرمني او امریکا دوسیې لري هم افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یو له دغو فعالانو علي دانش ازادي راډيو ته وویل: "حتی د انګلستان او امریکا هېوادونو څخه هم هغه کسان چې د کډوالۍ دوسیې یې بشپړې شوې وې وایستل شول. حتی هغه کسان چې د آلمان دوسیې یې درلودې د هغوی ټولې کارونه د آلمان له سفارت څخه خلاص شوي وو، هغوى هه دا مهال په کابل کې دي او له دې ځایه شړل شوي دي او موږ هغه کسان درلودل چې دوی د ملګرو ملتونو له دفتر څخه د 'اې سي سي' او 'پي او ار'کارتونه درلودل، دوی زما د سترګو په وړاندې وشړل شول او همداراز ډېری نور کسان چې ویزې یې درلودې."

له تېرې یوې میاشتې راهیسې، پاکستان له هغه هېواد څخه، د څه باندې ۱.۷ میلیون افغانانو د ویستلو بهیر پیل کړی چې د اوسېدو اسناد نه لري.

د دغه هېواد د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي اعلان وکړ چې دغه بهیر به په یوې میاشت کې بشپړ شي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو او نورو بشري سازمانونو هم له پاکستانه غوښتي وو چې افغانستان ته د کډوالو د ایستلو پرېکړه دې ودروي.

خو ظاهراً داسې برېښي چې د پاکستان حکومت دغو غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او د دې تر څنګ یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې د اوسېدو له اسنادو او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ کېسونو درلودلو سره سره پاکستاني پولیسو له خوا نیول او ځورول ډېر شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د سپټمبر له ۱۵مې څخه، د نومبر تر ۲۵مې پورې شاوخوا ٤ لکه او ١٤ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه کړای شوي چې له دې جملې څخه دوه سلنه یې د 'پي او آر' کارتونه او دوه سلنه نور یې 'آی سي سي' کارتونه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG