د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ حقاني یې غیرعادلانه او د نړیوالو نورمونو خلاف بولي


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیرعادلانه او د نړیوالو نورمونو خلاف بللې ده.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورځ تر بلې د لوړپوړو طالبانو ان هغو څېرو غبرګونونه پارولي چې پاکستان ته نږدې بلل کېدل.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني یکشنبه غزني ته په یوه سفر کې د پاکستان پرېکړه غیرعادلانه بللې ده.

هغه وویل: "دا اوسنۍ پرېکړه چې یو غیرعادلانه پرېکړه وشوه. په داسې طریقه چې ټول عمر ښېګڼه وه. دا ښېګڼه یې په داسې بدیو او دښمنیو بدله کړه چې د افغانانو څه کوې چې د دنیا ټولو نورمونونو خلاف وه."

سراج‌الدین حقاني د طالبانو له لوړپوړو مشرانو دی چې پاکستان ته نږدې بلل کېده او واک ته له رسېدو وروسته یې څو دورې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب هم کړی دی.

تر دې مخکې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم د پاکستان پرېکړه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې وار دمخه له ستونزو سره مخ افغانستان به لا پسې کړکېچونو ته ټېل وهي.

د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې په ساړه ژمي کې د لکونو افغان کډوالو ستنول یوه اندېښمنوونکې مسئله ده او د طالبانو حکومت به له ننګونو سره مخ کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي
د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په تړاو د طالبانو د یوه بل لوړپوړي چارواکي کلیم‌الله افغان تُندې څرګندونې هم په خواله رسنیو ډېر منعکس شوي.

هغه ویلي چې افغانان تېر ۴۵ کاله د جګړو قربانیانو وو، خو پاکستان بیا د ده په خبره سوکاله و.

افغان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د یوې برخې عمومي رییس دی.

هغه وویل: "اول وار مهاجر ور روان وو د پاکستان دفاع یې هم بلله د اسلام ننګه یې هم بلله او نن بیا مهاجر ستا پر وطن زیات دی. مهاجر کله ستا پر وطن پروت وو. پر ازاد پښتون پر محکوم پښتونستان کې پروت وو، خو یا به کوټه کې پروت وو. هغه د بلوڅو او پښتنو سیمه ده. یا به په پېښور کې پروت وي هغه د لوی افغانستان سیمه ده چې یو مقبوضه پښتونستان دی."

کلیم‌الله افغان وویل چې پاکستان د یوه دولت یا ملت په توګه نه مني او دا د ده په خبره د امریکا او لوېدیځو له خوا یو ماموریت دی.

اخوا پاکستاني چارواکي وایي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو هوډ کلک تعقیبوي او ټول بې اسناده افغانان باسي.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 20, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 20, 2023

دوی همدارنګه د راروان ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د هغو افغانانو د ایستلو اعلان هم کړی چې ویزې یا د اوسېدو اجازې لري.

د پاکستان په اړه د طالب چارواکو تُندې څرګندونې په څه معنی دي او څومره به د پاکستان-افغانستان د اړیکو راتلونکی لا پسې ترینګلوي؟

د چارو شننونکي او خبریال طاهر خان یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ترینګلتیا ختمولو لپاره ګمان نه کوم چې ډېر جدي او سنجیده کوششونه کېږي چې دا تاوتریخوالی او کړکېچ کم شي. چې کمېږي نه او نه یې څوک کوښښ کولای شي، بیانونه هم په خپل ځای جاري وي دا د راتلونکي لپاره ښه تمامېږي خصوصاً د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو او اړیکو په برخه کې. نو د سراج الدین حقاني بیان خو یو د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو راغلی دی. بله ممکنه دا په زیاتو خلکو ښه ونه لګېږي، خو ځینې وخت انساني او بشري مسایل سیاسي کېږي."

د چارو شننونکی او خبریال طاهر خان
د چارو شننونکی او خبریال طاهر خان

د راپورونو له مخې پاکستان تر دې دمه څه باندې څلور لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي.

ملګرو ملتونو او ګڼو مرستندویو سازمانونو ویلي چې د سوړ ژمي په درشل کې د لکونو افغانانو جبري ایستل به افغانستان له یوه ژور کړکېچ سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو په وار وار ټينګار کړی چې پاکستان باید د افغان کډوالو جبري ستنول سمدستي بند کړي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په یوه مقاله کې د پاکستان له خوا د کډوالو د ایستلو پرېکړه په طالبانو د فشار د راوړلو وسیله بللې څو د 'ټي ټي پي' له ملاتړ لاس په سر شي.

په مقاله کې راغلي چې طالبانو 'ټي ټي پي' د پاکستان داخلي ستونزه بللې او ډېر تمرکز یې د کډوالو په مسئله اړولې.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د امریکا د سولې انسټېټیوټ ویلي چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د کړکېچ دوام به د امریکا د ګټو لپاره هم ځینې اندېښمنوونکې پایلې رامنځته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG