د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

د تورخم دروازې د تړل کیدو په تړاو د سوداګرۍ خونې تازه څرګندونې


د افغانستان - پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ یوه څنډه - تصویر له ارشیفه
د افغانستان - پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي تورخم دروازه په دې خاطر تړل شوې وه چې پاکستاني لوري یواځې د سبزي موټرو ته د تګ اجازه ورکوله او نور ګاډي یې نه پرېښودل.

خان جان الکوزي ازادي راډيو ته سه شنبه ناوخته وویل تر لانجمنو بحثونو وروسته بلآخره دواړه لوري قانع شول چې په موقته توګه دروازه پرانیزي.

الکوزی زیاتوي:

" د ډېرو خبرو او هلو ځلو نه وروسته د تورخم دروازه خلاصه شوه. دوی به موقتا اجازه ورکوي بیا دوی دواړه سره کیني په یوه میکانیزم به سره کار کوي. ډېر ناوخته غرمې نه وروسته سلا ته ورسېدل چې دروازه خلاصه کړي."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو مخکي ټینګار درلود چې په تورخم باندې د اوښتونکو لاریو چلوونکي باید پاسپورټ او ویزې ولري او دا یې یو الزامي شرط بللی دی.

د همدې شرط په غبرګون په تورخم کې د طالبانو کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب ویلي و چې دوی هم له پاکستاني ډریوارنو پاسپورټ او ویزې غواړي.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ښاغلي الکوزي وویل چې دوی له پاکستاني لوري سره د سه شنبې په ورځ اوږده جلسه درلوده او پرېکړه وشوه چې د ویزو په اړه باید کابل او اسلام اباد پرېکړې وکړي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک چارواکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دوی اوس د سبزي، مېوې او نورو مالونو ډکو لاریو ته اجازه ورکړې چې په دروازه باندې واوړي.

پاکستاني چارواکو داسې وخت د تورخم په دروازه کې د ویزې د درلودو شرط الزامي بللی او له امله یې دا سرحدي ستونزه رامنځته شوې وه چې تېره اوونۍ یې د کراچۍ له بندره د زرګونه کانتینرونو د خوشې کولو ژمنه وکړه.

اخوا د افغانستان جنوب کې د چمن او سپین بولدک لار له څو ورځو راهیسې هلته د ځايي خلکو د پرلت په خاطر تړلې پاتې ده.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا ازادي راډیو ته وویل:

"د هاخوا چې کوم واردات دي. د کراچۍ له ګمرکه چې اوس دا ۳۶۰۰ کانتینره راځي متسافانه د دې لارې بندیدو تاجران لا پسې نور هم مایوسه کړل. زموږ د دواړو خواو دا توقع ده چې باید سره کیني او دې خلکو ته قناعت ورکړي چې لار د سوداګرو او عامو خلکو پر مخ خلاصه کړي."

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا څلور زره کانتینره مالونه شاوخوا درې میاشتې ایسار ولاړ وو چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو په اساس افغان سوداګرو ته د ورځې تر یو میلیون ډالر تاوان اوښته.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې نه یواځې افغان سوداګرو او ترانزیت ته محدودیتونه جوړ کړي بلکې د لکونو افغان کډوالو د ایستلو بهیر یې هم چټک کړی هغه هم په داسې یو وخت کې چې افغانستان له سوړ ژمي او سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، نور الدین عزیزي
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست، نور الدین عزیزي

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي چې په دې وروستیو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري او ترانزیتي مسلو پر سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی وو له رویټرز سره په خبرو کې د افغان راستنېدونکو کډوالو ستونزې د طالبانو د حکومت لپاره ننګونې مسله وبلله.

عزیزي ویلي:

" دا د لسو یا سلو کسانو خبره نه ده. یو اعشاریه اته میلیونه خلک دي چې بې مشکله نه دي. ژمی را روان دی. کډوال ګڼې ستونزې لري. د دوی د صحت مسله ده، د خوړو، د ژمي او سړو مسله او ګڼې نورې ستونزې. دا د اسلامي امارت لپاره واقعا یو غټ چلنج دی."

پاکستان همداراز ویلي چې د بې اسناده افغان کډوالو سربېره راتلونکې جنوري میاشت کې د هغو افغانانو د ایستلو پروسه پیلوي چې هلته د استوګنې اسناد هم لري.

په دې ډله کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې بهرنیو هېوادونو ته د تلو په تمه دي او په پاکستان کې یې دا څو وروستۍ میاشتې په ډېرې سختې تېرې کړي دي.

دوی اکثر اندېښمن دي چې که افغانستان ته واستول شوي ژوند یې له خطر سره مخ کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG