د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د تورخم دروازې تړل کیدو ته غبرګونونه؛ افغان سوداګر: پاکستان خپلسرې او غیر اصولي پریکړې کوي


تورخم دروازه - تصویر له ارشیفه
تورخم دروازه - تصویر له ارشیفه

وروسته له هغې چې د تېرې جمعې په ورځ پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بند پاتې کانتیرونو د خوشې هوکړه وکړه د پاکستان حکومت په يو تازه اقدام کې د بار وړونکو موټرو په وړاندې د تورخم دروازه په مشروط ډول وتړله.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يوه مسوول خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وويل، پاکستاني لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته شرط ايښی چې له ويزې پرته پر تورخم دروازه تګ راتګ نه‌شي کولی، خو نوموړی وايي مخکې د دواړه لوريو موټرچلوونکو پرته له ويزې تګ راتګ کاوه.

هغه د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه چې د مخکنيو هوکړه‌ليکونو په خلاف، پاکستانی لوری پر ځای د دې چې افغان حکومت ته لږ تر لږه درې مياشتې مخکې خبر ورکړي، پر خپل سر سوداګريزه برخه کې ځينې اصول پلي کوي.

الکوزی زیاتوي:

" نړيوال اصول دا دي چې دوی بايد د افغانستان له حکومت سره مخکې له مخکې خبرې وکړي، ځکه دا په قراردادونو کې ليکل شوي دي چې نوی ميتود چې څوک راباسي درې مياشتې مخکې يوه خبرتيا ورکړي. نن سهار دوی وويل چې موږ يوازې د مېوو او سبزيو موټرو ته پرته له ويزې اجازه ورکوو، نورو ته يې نه ورکوو، اخر د طالبانو کميسار هم ورته وويل چې نورو ته اجازه نه ورکوي، پر موږ ماليه راځي، زموږ سوداګرو ته زيان رسيږي، دوی هم دروازه وتړله."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزي
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزي

د پاکستان حکومت د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته دا شرط تېره اوونۍ وړاندې کړی و او ويلي وو چې د نومبر مياشتې له ۲۱مې نېټې وروسته به دا پرېکړه عملي کوي.

ځينې موټرچلوونکي هم د پاکستان ياده پرېکړه منصفانه نه بولي او وايي، موټرچلوونکو ته به د ويزو اخيستل ستونزمن شي او دواړه غاړو ته به سوداګريز مالونه لېږد رالېږد هم ټکنی شي.

د دوی له ډلې د وطن ګل په نوم د باروړونکي موټر يو چلوونکی چې پر تورخم دروازه تګ راتګ کوي ازادي راډيو ته وويل:

"دا چې پاسپورټ غواړي، ويزه غواړي دا لوی ستونزې جوړوي، اول خو افغانانو ته پاسپورټونه نه ورکول کېږي، چې پاسپورټ ورکړل شي، پيسې پرې ورکړي، بيا ويزه وهل ورته ستونزمن وي، چې يو ځل تګ راتګ وکړي ويزه يې بېرته ختمه شي. نو دوی اوس لارۍ وچلوي، که نه پاسپورټ جوړ کړي او ويزه ووهي؟ "

نوموړی د پاکستان له حکومت غواړي چې موټرچلوونکو ته دې په پخواني سيستم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

هڅه مو وکړه د تورخم دروازې د بندېدو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو د دوی وياندويانو په‌دې اړه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تورخم کې د طالبانو یو شمېر ځواکونه- ارشیف
تورخم کې د طالبانو یو شمېر ځواکونه- ارشیف

خو نن غرمه مهال د طالبانو لپاره د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تورخم لپاره د طالبانو د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله وویل چې پاکستاني چارواکو دا دروازه نن غرمه هغه مهال په مشروط ډول وتړله چې له موټر چلوونکو څخه یې د ویزې او پاسپورت غوښتنه کوله.

کمیسار زیاتوي چې طالبانو هم ورته اقدام وکړ او هغو پاکستاني ټرک ډریورانو ته اجازه نه ورکوي چې ویزې او پاسپورتونه نه‌لري.

د تورخم دروازه داسې مهال د باروړونکو موټر په مخه تړل کېږي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ تېره اوونۍ د سوداګريزو کشالو د حل په موخه يو پلاوي اسلام‌اباد ته سفر وکړ.

د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو حکومت خبر ورکړ چې د يا پلاوي له سفر وروسته کراچۍ بندر کې د افغان سوداګر بند پاتې له ۳۰۰۰زره ډېرو کانتينرونو ته په موقت ډول د لېږد اجازه ورکړل شوه.

په همدې حال کې تېره ورځ د پاکستان په چمن کې پرلت کوونکو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه بله مهمه د سپين بولدک – چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخه وتړله.

پرلت کوونکو ويلي، دا دروازه يې د خپل پرلت په ۳۱مه ورځ وروسته تر دې تړلې، چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د دوی هغه پرېکړه ونه منله چې پر ياده لاره دې تګ راتګ له پاسپورټ او ويزې پرته ترسره شي.

XS
SM
MD
LG