د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د سوداګریزو توکیو موټر چلوونکي: پاکستان مو له ویزې پرته نور پر تورخم نه پریږدي


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد يو شمېر موټرچلوونکي وايي، د پاکستان حکومت ورته نوی شرط ايښی چې د نومبر له ۲۱مې هيڅ چلوونکی له ويزې پرته پر تورخم دروازه تګ راتګ نه‌شي کولی.

د دوی له ډلې موټرچلوونکي ولايت خان ازادي راډيو ته وويل:

"د پاکستان حکومت چې موټرچلوونکو ته کوم شرط ايښی دا زموږ د وس کار نه‌دی، موږ خو غوښتنه کوله چې بايد کلېنر راسره پرېږدي، خو اوس راته ستونزمنه شوه. پېښور کې هم نيونې شروع دي، خپلو موټرو سره ناست يو، نه‌شو ګرځېدلی. "

موټرچلوونکي وايي، سره له‌دې چې د پاکستان حکومت د سوداګريزو توکو موټرچلوونکو او سوداګرو ته ستونزې جوړوي، ترڅنګ یې پاکستاني پوليس ترې په يوه او بل نوم پيسې هم اخلي.

یو شمېر افغان موټر چلونکي - تورخم
یو شمېر افغان موټر چلونکي - تورخم

موټرچلوونکی حق‌نظر وایي:

"موږ ته وايي چې تاسو ويزې ولګوئ، ګاډي يې ودرولي وو، موږ سره خو ويزې نه‌شته، په سلو موټرچلوونکو کې دوه موټرچلوونکي هم ويزې نه‌لري، موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې په هغه زوړ سيستم دې موږ ته د تګ راتګ اجازه راکړي. "

یوه بل موټر چلوونکي کفایت خان ازادي راډیو ته وویل:

"دوی اوس موږ ته دا مسئله را ايستلې چې تاسو پاسپورټونه هم نوي کړئ او ويزې پرې هم ووهئ، موږ نه‌شو کولی، موږ ګاډی وچلوو، قرض خلاص کړو، د مال او موټر بندوبست وکړو که کونسلګرۍ کې وګرځو؟. "

ومو غوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسؤلينو نظر هم ولرو، خو د ياد وزارت وياند عبدالسلام جواد له ژمنې سره سره د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يوه مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وويل، د پاکستان حکومت د دواړو غاړه چلوونکو ته همدا شرط ايښی چې بايد په ويزو تګ راتګ وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول، خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول، خان جان الکوزی

هغه زیاته کړه:

"واقعاً دا کار شوی دی، موټرچلوونکي او هغه څوک چې مخکې يې په پاسپورټ تګ راتګ کاوه او اجازه به ورکول کېده، اوس دوی دا بنديز لګولی دی او موږ ته يې خبر يوازې په ګروپونو کې راکړی دی، چې چلوونکي بايد رانه‌شي. "

ښاغلي الکوزي ازادي راډيو سره هغه غږيز کليپ هم شريک کړی دی چې د پاکستان حکومت یو مسوول شخص چې د نوم او دندې په اړه یې جزیات نشته، خپلو کارکوونکو ته خبر ورکوي چې د نومبر د۲۱مې نېټې د سهار له ۸ بجو وروسته هيڅ موټرچلوونکی پرته له ويزې تګ راتګ نه‌شي کولی.

په تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته د پاکستان د حکومت له‌خوا دا نوی شرط داسې مهال اېښودل کېږي چې تېره اوونۍ وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ يو پلاوي اسلام‌اباد ته سفر وکړ.

د طالبانو حکومت د تېرې جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر ۳۰۰۰ زرو ډېرو هغو کانتيرونو ته د انتقال اجازه ورکړل شوه چې د پاکستان حکومت پرې له تېرو دوو مياشتو راهيسې بنديز لګولی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG