د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ایران سره نوي هوکړه لیکونه؛ چابهار به د کراچۍ بندر بدیل شي؟


د چابهار بندر یوه څنډه
د چابهار بندر یوه څنډه

ايران ته د طالبانو د حکومت يو پلاوي سفر چې تېره اوونۍ دغه هېواد ته تللی و، تېره ورځ هېواد ته راستنېدو سره سم وويل، ايراني حکومت سره يې د سوداګرۍ برخه کې بېلابېل هوکړه‌ ليکونه لاس‌ليک کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزيون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي يو کلېپ خپور کړی چې په‌کې يې ويلي دي، د ايران حکومت ورسره ژمنه کړې چې سر له نن څخه افغان سوداګر کولی شي، د چابهار بندر له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادرات وکړي.

نوموړي ويلي:

" زموږ سفر له لاسته‌راوړنو ډک و، زموږ د سفر يوازېنۍ موخه د چابهار له لارې صادرات و. ژمنې وشوې چې تاسو کولی شئ سر له سبا واردات او صادرات د چابهار بندر له لارې پيل کړئ."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول، خانجان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول، خانجان الکوزی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی وايي، دوی له ډېرې مودې راهيسې په‌دې لټه کې وو چې د پاکستان د کراچۍ بندر پر ځای بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو لپاره بديله لاره پيدا کړي.

هغه ازادي راډيو ته وويل اوس‌مهال د چابهار بندر تر ټولو ښه بديله لار ده.

الکوزی زیاتوي:

" چابهار بندر په اوسنيو شرايطو کې د افغانانو لپاره مناسبه بديله لاره ده، ځکه چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې زموږ مالونه درولي دي، پاکستان يو سيستم جوړ کړی دی او غواړي دغه مالونه پر موږ درې ځل – څلور ځل د کمپنيو په بيه وپلوري، نو موږ اوس‌مهال د دوی په شرايطو د کراچۍ له بندر ګټه نه‌شو اخيستلی، نو چابهار مناسبه لار ده."

نوموړي دا هم وويل، چې د چابهار بندر له لارې د ايران او د طالبانو حکومت افغان سوداګرو ته د اسانتياو په ځانګړي ډول د لګښتونو د راکمولو ژمنه هم کړې.

بل پلو يو شمېر افغان سوداګر هم اوسني وخت کې چې د دوی پر سوداګريزو مالونو د کراچۍ په بندر کې بنديزونه دي، د چابهار بندر مناسب بديل بولي.

افغان سوداګر حاجي يمين په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

" دا اوس په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانتينرې ولاړې دي، ستونزې ورته جوړيږي، چې دا کانتينرې ازادې نه‌شي، نو موږ مجبور يو د چابهار بندر څخه ګټه واخلو، ځکه هغه يوه بديله لاره ده موږ ته. که ليرې ده، يا ګرانه تماميږي او پر ځای د دې چې مالونه مو دلته ودريږي نو د چابهار لار څخه چې ګټه واخلو بهتره ده."

د حاجي عبدالاحد په نوم یوه بل افغان سوداګر وویل:

" ايران سره د چابهار بندر به ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي، خو يوه ستونزه شته چې دا لار يو څه له ځنډ سره مخامخ ده، وخت نيسي، خو د پاکستان له لارې چې موږ صادرات کوو، وخت پرې ډېر نه مصرفيږي او لګښت يې کم دی."

اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي
اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي

اقتصاد پوه اذرخش حفيظي وايي، چابهار بندر پر خپل ځای اقتصادي ارزښت لري، خو په خبره یې افغانستان چې له نورو بندرونو کوم صادرات او واردات لري، د هغو ځای نه‌شي نيولی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

" هر بندر خپل جغرافيوي موقعيت لري، يو د بل بديل نه‌شي کېدلی، چابهار بندر په‌دې خاطر د نورو بندرونو ځای نه‌شي نيولی چې دلته لوی بېړۍ نه‌راځي او دومره مال شتون نه‌لري چې د بېړيو يا کښتيو لپاره بسنه وکړي او اقتصادي ارزښت ولري، په لس يا ۱۵ کانتينرونو کښتۍ حرکت نه‌کوي، هغوی لپاره په زرګونه کانتيرونو ته اړتيا ده او دلته دومره مال شتون نه‌لري چې صادرات ترسره شي."

ښاغلی حفيظي دا هم وايي، افغانستان بايد له چين سره مستقيمه راکړه ورکړه ولري او ترڅنګ يې بايد ټول بندرونو له ګاونډيو هېوادونو سره پرانيستي وي، ترڅو له هغو ستونزو خلاص شي چې وخت ناوخته پاکستان سره سوداګريزه برخه کې رامنځته کېږي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د پيل خبر ورکوي، چې افغان سوداګر د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادرات او واردات لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مسوولينو په وينا، له تېرو نږدې دوو مياشتو راهيسې پاکستاني حکومت کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر مالونو بندير لګولی او نه‌يې شي راواردولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG