د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هند له‌خوا چابهار بندر کې وروستۍ هڅې ستايي


د چابهار بندر
د چابهار بندر

د هند له‌خوا د چابهار بندر د پراختیا لپاره وروستۍ هڅې د افغانستان د خصوصي سکټور له هرکلي سره مخ شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هند له‌خوا چابهار بندر کې د لویو کرینګونو له ځای پر ځای کولو وروسته وايي، د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر سوداګرۍ د محدویتونو تر وضع کولو وروسته، چابهار د افغان سوداګرو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ښه بدیل دی.

د دې خونې ویاند امین بابک د سې‌شنبې (د مرغومي ۳۰مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان سوداګر د هند له‌خوا د دې بندر د لا پراختیا غوښتوونکي دي: "د افغانستان خصوصي سکټور د دې ګام هرکلی کوي. چابهار بندر له نورو هېوادونو سره د افغانستان د راکړې ورکړې لپاره یوه سوداګریزه لار ده. موږ هیله لرو چې دا بندر لا پراخ او په کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي."

د لویو کرینګونو یا جرثقيلونو تړون له دې وړاندې یو چیني شرکت ته ورکړل شوی و، خو د دې کرینګونو د برابرولو برخه کې د ځنډ له کبله دا تړون لغوه شو او یو ایټالوي شرکت ته ورکړل شو.

د دې تړون پر بنسټ، دا ایټالوي شرکت به ۶ کرینګونه یا جرثقيلونه چې د ۱۴۰ ټنو د پورته کولو وړتیا لري، د چابهار بندر لپاره چمتو کوي.

د کراچۍ بندر،افغانستان له دې وړاندې د کراچۍ بندر له لارې نړیوالو اوبو ته لار پیدا کوله
د کراچۍ بندر،افغانستان له دې وړاندې د کراچۍ بندر له لارې نړیوالو اوبو ته لار پیدا کوله

د چابهار بندر د مسوولانو له قوله، اوس‌مهال د دې کرینګونو دوه پایې چې بیه یې ۸،۵ میلیون ډالره کېږي، چابهار بندر ته لېږدول شوي دي.

د سوداګرۍ برخه کې د افغانستان یوه لویه ستونزه اوبیزو بندرونو ته لاس‌رسی دی.

افغانستان له دې وړاندې د کراچۍ او عباس بندرونو له لارې نړیوالو اوبو ته لار پیدا کوله، خو د پاکستان له‌خوا د افغان سوداګرو پر وړاندې د محدویتونو تر وضع کېدو وروسته، کراچۍ بندر ته لاس‌رسی کم او پر عباس بندر تکیه ډېره شوه.

خو چابهار د عباس بندر پرتله ۹۰ کیلو مټره او د کراچۍ بندر پرتله ۷۰۰ کیلو مټره د افغانستان مرکز ته نږدې دی.

همدا ډول د دې بندر له لارې د یوه کانټینر د را رسېدو بیه، له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو کم لګښت غواړي.

پر همدې بنسټ، چابهار د افغانستان لپاره یوه له نږدې او هغو بندرونو څخه دی چې نړیوالو اوبو ته په کمه بیه او لږ واټن د افغانستان لاس‌رسی پیدا کولای شي.

XS
SM
MD
LG