د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

افغان پانګه‌وال: له چابهار بندر او لاجوردو لارې نه ګټه نه‌شو اخیستی


ارشیف، هغه بار وړونکی موټر چې د لاجوردو له لارې هرات ته رارسېدلی دی.
ارشیف، هغه بار وړونکی موټر چې د لاجوردو له لارې هرات ته رارسېدلی دی.

یو شمېر افغان پانګه‌وال وايي، د چابهار بندر او له لاجوردو لارې نه ګټه نه‌شي اخیستی او د دغه لارو پرانیسته‌یې سمبولیکه کړنه یاده کړه.

دغه پانګه‌والو ګواښ وکړ که‌یې د ترانزیټ په برخه کې ستونزې حوارې نه‌شي خپلې پانګې به له افغانستانه انتقال کړي.

د اسناد په برخه کې ستونزې، په لویو لارو کې په بېلابېلو نومونو د غیر قانوني پیسو اخیستل او په ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو ځنډني کارونه هغه ستونزې دي چې د دوی له لوري جدي بلل کېږي.

افغان سوداګرو د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۶» په کابل کې د ترانزیټ او ترانسپورټ ملي ورځې په نمانځغونډه کې له حکومت غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

افغان پانګه‌والو او د خصوصي سکټور د ترانسپورټ د اتحادیې غړي عباس ایین وویل: "دا د جمهور رئیس ارمان و چې د لاجوردو لارې، چابهار بندر او د یو شمېر نورو لارو پرانیسته وکړي، خو دا ټول سمبولیک کار و، همدا اوس زموږ کارونه په ګمرک کې په ټپه ولاړ دي."

ارشیف، تورخم کې بار وړونکي موټرونه
ارشیف، تورخم کې بار وړونکي موټرونه

ښاغلی ایین وايي، که په لویو ترانزیټي لارو کې پرتې ستونزې حل نه‌شي افغان پانګه‌وال به خپلې پانګې له افغانستانه انتقال کړي.

دغه پانګه‌وال مني چې نورو هېوادونو ته د افغاني تولیداتو د صادراتو په برخه کې ستونزې شته، خو ټینګار کوي که افغان حکومت‌یې د ستونزو د حل په برخه کې اقدامات وکړي، دوی اماده دي چې افغاني تولیدات د نړیوالو بازارنو په معیار برابر او صادر کړي.

چابهار بندر د افغانستان، هند او ایران ګډه پروژه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې پرانیستل شو، له دې بندره په ګټې اخیستنې افغان سوداګر خپل مالونه هندوستان ته انتقالولی شي، دغه‌راز د لاجوردو لاره افغانستان له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره نښلوي.

په ورته وخت کې د افغانستان ترانسپورټ وزارت ته نوماند قدرت‌الله ذکي چې په دې غونډه کې ګډون کړي و، د افغان پانګه‌والو د ستونزو د ژر حل خبره وکړه.

ښاغلي ذکي زیاته کړه: "ما له ولسمشر څخه وخت غوښتی چې زه ورسره یو ځل خبرې وکړم، تاسو چې کوم مشکلات وویل هغه ستونزې چې تاسو ورته اشاره وکړه، ما ټول له ځان سره یادداشت کړي، د دې د حل لپاره به بیا سره کېنو تاسو بېغمه شئ."

ښاغلي ذکي که څه هم په افغانستان کې د ترانزیټ او ترانسپورټ په برخه کې د اوسني وضیعت په اړه کافي معلومات ورنه‌کړل خو وې ویل ،سره له ډیرو ستونزو په دې وروستیو کې افغانستان له نورو هېوادونو سره د ټرانزیټ په برخه کې پراخې اړیکي جوړې کړي.

خو پوښتنه دا ده چې دغه لویې ترانزیټي لارې ولې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې لپاره نه‌دي چمتو شوي؟

ارشیف، چابهار بندر
ارشیف، چابهار بندر

د اقتصادي چارو افغان پوه سید قیاص سعیدي ازادي راډيو ته وویل، د لاجوردو لاره او چابهار بندر په څېر نورې لویې ترانزیټي لارې د یو شمېر هېوادونو د لاسوهنې له امله د دې جوګه شوې نه‌دي چې افغان سوداګر پرې خپل سوداګریز توکي انتقال کړي.

د ترانزیټ ملي ورځ هر کال په افغانستان کې د خصوصي هوایي او ځمکنیو ترانسپورټي شرکتونو د مسؤلینو او دولتي چارواکو ترمنځ د دې سکټور د ستونزو او فرصتونو په اړه نمانځل کېږي.

افغانستان اوس‌مهال د ایران، پاکستان، عربستان، قطر، بریتانیا، روسیې، جرمني، چین، ترکمنستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ترمنځ د هوايي قراردادونو ترځنګ ځمکني هوکړه‌لیکونه هم لري.

XS
SM
MD
LG